1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول د الوتکې د پېښې د تلفاتو شمير لوړ شوی

۱۳۹۸ بهمن ۱۷, پنجشنبه

په استانبول کې يوه الوتکه د کښيناستو پر مهال څو ټوټې شوې ده. لومړی فکر کیدی چې په پېښه کې ځاني زيان نه دی اوښتی، خو وروسته د وژل شويو او ټپيانو شويو نوې شمیرې په ډاگه شوې.

Türkei Flugzeug bricht nach Landung in Istanbul auseinander und gerät in Brand
انځور: picture-alliance/AA/Istanbul Security Directorate

د چارواکو په حواله د  چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د فيبرورۍ ۵ نیټه) د ترکیې د پيکاسوس هوايي شرکت يوه ۷۳۷ بوينگ الوتکه د سخت اورښت له کبله د استانبول د«صبيحه گوکچن» هوايي ډگر د کښيناستو پر ليکه د کښته کيدو پر وخت درې ټوټې شوه او اور یې واخيست.

د استانبول والي علي يرليکارا وويل چې الوتکه لومړی له۵۰ تر ۶۰ مترو پورې وښويده او بيا له ۳۰ تر۴۰ مترو لوړوالي څخه راولوېده. د ترکیې د ترافيکو وزير محمت جاهت تورهان وويل چې الوتکه په قوت سره په ځمکه کښېناسته او بيا وښوېده.

ويل شوي چې وژل شوي درې سره کسان د ترکېې اتباع دي. د ترکیې د ترافيکو د وزير له خوا په جاري کړل شوې لومړۍ اعلاميه کې ويل شوي ول چې په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي. خو وروسته بيا د روغتيا وزير د يوه تن د وژل کیدو خبر ورکړ.

تر کښيناستو وروسته دغه الوتکه تر څو مترو پورې وښوېدهانځور: AFP/DHA

د روغتيا وزير همدا راز د ټپيانو شمير هم اصلاح کړ او ویې ويل چې په پېښه کې ۱۷۹ کسان ټپيان شوي دي. تر دې مخه د ۱۵۷ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی وو. د رسمي معلوماتو په حواله په الوتکه کې ۱۷۷ مسافر او د عملې ۶ غړي سپاره ول.

الوتکه درې ټوټې شوې

په عکسونو کې ليدل کیږي چې د الوتکې مخکنۍ برخه بيخي بيله شوې او په شاتنۍ او منځنۍ برخه کې هم درزونه ليدل کيږي. هم دغلته اور هم لگيدلی وو. د «ټي آر ټي» تلويزيوني شبکې په حواله الوتکه درې ټوټې شوې. د تلویزيون په رپوټونو کې ليدل کيږي چې مسافر په الوتکه کې د درزونو له لارې د ځانونو د ژغورنې هڅه کوي. 

د استنابول له «صبيحه گوکچن» هوايي ډگر څخه پروازونه په موقت ډول درول شوي ول او راتلونکو الوتکو ته د استانبول په ستر هوايي ډگر کې د کيښناستو لارښوونه شوې وه.

bs/nz (dpa,ap,afp)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب