1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادياروپا

د استانبول د ښاروال محاکمه تر امنیتي تدابیرو لاندي دوام لري

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي نن چهارشنبه بیا د استانبول د ښاروال، اکرم امام اغلو پر ضد د توهین په تور محاکمې دوام پیدا کړ.

Türkei - Ekrem İmamoglu, Bürgermeister von İstanbul
انځور: DHA

لکه څنګه چي د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی، نن سهار د محکمې شاوخوا محاصره او ورته ورغلي سړکونه یې پولیسو بند کړي وه. د ۲۰۲۳م کال د جمهوري ریاست په انتخاباتاو کي د جمهوررئیس، رجب طیب اردوغان دغه بلاقوه رقیب د بندي ګرت د یوې جزأ په صورت کي د سیاسي فعالیتونو څخه هم منع کیږي. 

پر امام اغلو باندي د دولتي مقاماتو د توهینولو تور لګول کیږي. په تیر نومبر میاشت کي د هغه د لومړۍ محاکمې پر مهال لوی څارنوالۍ د CHP اپوزیسوني ګوند دغه سیاستمدار ته د ۱۵ څخه تر څلورو کالو پوري د حبس جزا غوښتنه کړې وه. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب