1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استانبول کنفرانس ته د افغان سولې د طرحې مسوده نهايي شوه

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان استازې له ولسمشر غني او عبدالله سره د سولې د طرحې او د استانبول کنفرانس د څرنګوالي په هکله خبرې کړي. د سولې حکومت جوړول، پر ارزښتونو موافقه او اوربند د دې کنفرانس له احتمالي اجنډا څخه شمیرل کیږي

Afghanistan-Friedensplan fertiggestellt Friedenskonferenz
انځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

د استانبول برخلیک ټاکونکي کنفرانس ترسره کیدو ته د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي. که څه هم د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په رسمي ډول د دغې غونډې د دایریدو نېټه نه ده اعلان کړې، خو سرچینې وایي چې احتمال لري دغه غونډه د جمعې په ورځ (د وري میاشتې ۲۷/ د اپریل ۱۶) نیټه پیل او لس ورځې به دوام وکړي.

د ترکیې کنفرانس ته په ډیره بیړه تیاری روان دي. د افغانستان د سولې طرحې دغه مسوده له سیاستوالو سره وروسته له یوې اونۍ بحثونو، د یکشنبې په ورځ د تهیه او توحید د کمیټې له خوا نهايي او ټاکل شوې ده ډیر ژر د ملي مصالحې عالي شورا په غونډه کې تائید شي. 

د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوزون، وایي: «وروسته له تصویب څخه به دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت طرحه وي، چې د ترکیې په غونډه کې به وړاندې شي.»

د مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د سولې طرحې په مسوده کې د جمهوري نظام په ساتنې او تقویت، د اتباعو او بشري حقونو، رسنیو او بیان پر آزادۍ، انتخابات او د جګړې پر ختمیدو ټینګار شوی دی.

 د سولې لارې نقشې په نامه د افغانستان د سولې طرح هم په دې مسوده کې شامله ده.

په دغه ۱۴ مخیزه مسوده کې موضوعات له جزویاتو سره تشریح شوي دي.

د دغې مسودې په یوه نسخه کې چې ځينو رسنیو ته رسېدلې ده، راغلي دي «د افغانستان د سولې موافقتنامه» څلور اصلي برخې لري په ځانګړي توګه د افغانستان د راتلونکي له پاره لارښود اصول، د افغانستان سیاسي نقشه، راتلونکی سیاسي نظام او د جګړې ختمیدل دي.

د سیاسي نقشې لارې په برخه کې دوه انتخابه وړاندېز شوي دي چې لومړی انتخاب د سولې حکومت او دویم انتخاب د انتقالي حکومت تر عنوان لاندی دی چې د جوړښت به يې نسبي تغیر ولري.

د یو شمیر رسنیو په حواله په همدې برخه او د دغه هیواد د اجرائیه قوې په هکله راغلي دي چې په دې نهاد کې به ولسمشر د یوې ښځې په ګډون له څلورو معاونینو سره، لومړی وزیر د یوې ښځې په ګډون له څلورو معاونینو سره، د کابینې وزیران، د مستقلو ریاستونو مشران او نورې ادارې شاملې وي.

د ترکیې د غونډې احتمالي اجنډ

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې وروستیو کې ویلي دي چې د استانبول د غوندې له پاره چې ښایې د روانې اونۍ په پای کې به پيل شي، درې احتمالي آجنداوې موجودې دي.

پر ارزښتونو موافقه، اوربند او د سولې حکومت رامنځته کیدل، د استانبول کنفرانس د اجنډا له پاره پيش بیني شوي موضوعات دي چې د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره پرې د لیدنو کتنو پر مهال خبرې کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت اعلان کړی دی چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومتي چارواکو او سیاستوالو سره تر لیدنې کتنې وروسته کابل ترک کړی دی.

بل لور ته د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي ځانګړې استازي دیبورا لاینز، له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري سره لیدلي دي.

د مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې میرمن لاینز نن دوشنبه (د اپریل میاشتې ۱۲ نیټه) د سولې په بهیر کې د وروستیو تحولاتو، د استانبول د غونډې د تیاریانو او د سولې له پاره د افغان حکومت د طرحې په اړه بحث او خپل نظرونه تبادله کړي دي.

میرمن لاینز له افغان چارواکو سره د لیدنې کتنې پر مهال ویلي دي چې د سولې په بهیر کې باید د ښځو، ځوانانو او قربانیانو غږ واوریدل شي.