1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسلامیستانو ماشومان آلمان ته ګواښ رامنځ ته کوي»

۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبه

د آلمان د کورني استخباراتو ادارې مشر ویلي چې هغه ماشومان چې په اسلامیستو کورنیو کې روزل کیږي ښايي ټولنې ته ګواښ پیښ کړي. محافظه پال سیاستوال وایي چې چارواکي باید اجازه ولري چې تر ۱۴ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان وڅاري.

Symbolbild Anwerbeversuche IS
انځور: picture-alliance/chromorange/R. Peters

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې مشر هنس جورج ماسین، د دوشنبې په ورځ وویل چې د آلمان د اسلاميستو کورنیو  ماشومان «یو داسې بالقوه ګواښ رامنځ ته کوي چې بې ارزښته» نه دی.

په آلمان کې د اساسي قانون د ساتنې اداره د دې هیواد کورنۍ استخباراتي اداره ده.

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې په یوه نوي رپوټ کې چې د فونکه رسنیزې ډلې یې په حواله دغه خبر خپور کړی دی، ویلي دي چې داسې نخښې شته چې ښيي د «کم عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو افراطي کیدل»  د پخوا په پرتله ډیر ممکن دي او تر پخوا په سرعت سره هم ترسره کیږي.

د دې استخباراتي ادارې په حواله په آلمان کې له دې کبله نزدې ۳۰۰ ماشومان اغیزمن شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې په ځینو دغو کورنیو کې ماشومانو ته «د زیږدو له وخت راهیسې افراطي عقاید ښوول کیږي چې له مخې د نورو پر وړاندې تاوتریخوالی توجیه کیږي او هغو کسانو ته په کم نظر کتل کیږي چې د دوی ډلې پورې تړاو و نه لري.»

په رپوټ کې د هغو کورنیو په اړه چې په منځني ختیځ کې یې د جګړو سیمو ته سفر کړی او یا هم په آلمان کې پاتې شوې دي، اندیښنه ښول شوې ده. ماسین خبرداری ور کړی دی چې د هغه په خبره د ماشومانو جهادي تربیه کول «د اندیښنې وړ» موضوع ده او په راتلونکو کلونو کې به چارواکو ته په یوې جدي ننګونې بدل شي.

آلماني سیاستوال وايي د منځني ختيځ د جگړو سيمو ته تللي يو شمير کسان ډير کم عمره ولانځور: Getty Images/AFP/S. Hamed

د کم عمره کسانو څارنه

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې موندنې د دې لامل شوي چې د صدراعظمې انګلا میرکل، د عیسوي دیموکرات اتحاد د ګوند یو شمیر غړي د څارنې له پاره د ټاکل شوي حد اقل عمر د لا ټیټیدو غوښتنه وکړي.

د دې ګوند یوه غړي پاتریک سینسبورګ، د فونکه رسنیزې ډلې ته ویلي دي: «دا په دې معنی نه ده چې تر ۱۴ کلونو کم عمر لرونکي کسان دې مجرم وبلل شي، بلکې موخه یې داده چې زموږ له هیواد څخه دې ځینې ګواښونه لیرې کړای شي. د بیلګې په توګه اسلامي ترهګري چې ماشومان هم خپل هدف ګرځوي.»

په بایرن ایالت کې د انګلا میرکل متحد ګوند مسیحي سوسیال اتحاد د کورنیو چارو ویاند ستیفن مایر، هم ویلي دي چې دغه تدابیر به همداراز د زیانمنو شویو ماشومانو د ساتنې له پاره وي. هغه زیاته کړې ده چې په منځني ختیځ کې د جګړو سیمو ته تللې یو شمیر کسان ډیر کم عمره ول.

sm/bs (Reuters, AFP, dpa, KNA)

زموږ له آرشيف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب