د دویچه ویله د اکاډمۍ له خوا ملاتړ کیدونکې د خبریالانو یوه شبکه له ۲۰۱۵م کال راهیسې د دواړو هیوادونو په دې سیمه کې فعالیت کوي.
انځور: DW/L. Rahnert
د دویچه ویله د اکاډمۍ ملاتړ!
په انځور کې چپ لوري ته لیدیا راهنرت د دویچه ویله په اکاډمۍ کې د قرغزستان له پاره د فرهنګې مجلې مسوله ده، هغه هم د پلو په پخولو کې مرسته کوي. د خبریالانو له پاره ګډ خوراک د دې سبب ګرځي چې دوی له دې لارې د سیمې له خلکو سره خبرې پیل کړي.
انځور: DW/L. Rahnert
موخه: له شخړو راپور جوړونه
د تاجيکستان او قرغزستان په پوله کې وضعیت متشنج دی. په دې برخه کې شاوخوا ۵۰۰ داسې سیمې شته چې وضعیت یې ښه نه دی. په دې سیمو کې د عادي خلکو او یا پوځیانو ترمنځ وخت نا وخت شخړې هم پیښیږي. د خبریالانو شبکه باید د سیمې اوسیدونکو ته په دې هکله معلومات هم ورکړي.
انځور: DW/L. Rahnert
مسائیل باید پټ ونه ساتل شي
رسنۍ باید د ګډ پخلي او ګډو خوراکونو له لاري د سیمې له بزګرانو او خپلو لیدونکو، لوستونکو او اوریدونو سره نږدې اړیکې ولري او دوی وپیژني چې دوی ته کوم مسائیل تر نورو ډیر مهم دي.
انځور: DW/L. Rahnert
د ګاونډي په هکله علاقه!
د دویچه ویله خبریالانو دا ځل په قرغزستان کې د تاجيکستان پولې ته څیرمه د «بادکند» په نامه سیمي ته تللي. سربیره پر دې دا ځل د ازبکستان د «اندیجان» له سیمې څخه هم دوه خبریالان په دې پروګرام کې برخه لري. ازبکستان هم له تاجيکستان او قرغزستان سره ګډه پوله لري.