د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي دغه برید یو «یهود دښمنه شیطاني اقدام» بللی دی.
البانیزې د یکشنبې په ورځ وویل چې د بوندي په ساحل کې پراخې ډزې «له درک څخه لیري» وې او هغه «اتلان» یې وستایل چې لاس په کار شوي ول: «مونږ نن شاهدان و چې استرالیایانو له نورو سره د مرستې په خاطر د خطر پر لور منډې وهلې. دغه استرالیایان اتلان دي او د دوی زړورتوب د نورو ژوند ژغورلی دی.»
د نیو ساوت ولز لومړي زویر کریس مینز هم وویل: «د سندي په بونډي ساحل کې ډله ایزې ډزې د حنوکا اختر په لومړۍ ورځ په سیډني کې د یهودانو د ټولنې د په نښه کولو له پاره پلان شوې وې.»
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «هغه څه چې باید د آرمتیا او خوښۍ ډکه شپه وای او په هغې کې ټولنې له کورنیو سره جشن لمانځلی وای، د دې شیطاني او وحشتناک برید له امله داسې ونه شول.»
اړوند مطالب: پر کنیسه د برید طرحه؛ جرمني د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړ
مینز دا یو ترهګریز برید وباله او ویې ویل: «زمونږ زړونه د استرالیا د یهودي ټولنې سره دي.»
عیني شاهدانو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په سلګونو کسان د حنوکا فیستیوال لمانځلو له پاره په دې مشهور ساحل کې را ټول شوي ول چې دغو وسله والو کسانو پرې برید وکړ.
پولیس وایي چې د یوه بریدګر په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې دوه برید کوونکي نیول شوي دي.
د ډزو په ځای کې په یوه موټر کې د چاودیدونکو توکو کشف کیدل
استرالیایي پولیسو دغه پيښه یو ترهګریز برید بللی دی او ویلي یې دي چې د یوه شکمن کس اړوند موټر کې د لاس په وسیله جوړ شوی بم موندل شوی دی.
پر عبادتځایونو د خونړیو بریدونو پېښې
په ټوله نړۍ کې په تیرو څو کلونو کې پر یو شمیر عباتځایونو او مذهبي ځایونو بریدونه شوي دي. پر مسجدونو، کلیساوو او د یهودانو پر عبادتځایونو د ځینو خونړیو پيښو لنډ جزئیات د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ.
انځور: Reuters/J. Silvaد کرایسټ چرچ په ښار کې پر مسجدونو یرغل
د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو د فیرونو په پېښه کې ۵۱ مسلمانان ووژل شول او تر۵۰ زیات ټپیان شول. بریدګر برینټن ټیرنټ، د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۵مه نېټه په دغه ښار کې په النور مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر عبادت کوونکو ډزې کړې وې. دغه خونړۍ پيښه هغه د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه په ژوندۍ بڼه خپروله. اوس د دغه برید ګر محاکمه جریان لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/S. Vidanagamaامریکا متحده ایالات: د یهودانو د «هنوکا» پر مذهبي مراسمو برید
له نیویارک څخه کابو د یوه ساعت په واټن کې د مونسې په سیمه کې ډیر شمیر ارتودوکس یهودان مېشت دي. د ۲۰۱۹م کال په دسمبر میاشت کې د یهودانو د یوه راهب په کور کې یو کس پنځه تنه په چړې ټپیان کړل. د نیویارک چارواکو د کرکې انګیزه لرونکی دغه برید سخت وغانده.
انځور: Reuters/E. Munozآلمان: د یهودانو پر عبادتځای حمله
د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د آلمان د زاکسن انهالت ایالت په هاله ښار کې د یهودانو یوه عبادتځای ته یوه وسله وال بریدګر د ننوتو ناکامه هڅه وکړه. دا چې بریدګر ودانۍ ته په ورننوتلو ونه توانید دغه ځای ته څیرمه پرتې هدیره کې يې یوه ښځه په ډزو ووژله. دغه مهال په کنیسه کې د یهودانو د «یوم کيپور» په مذهبي مراسمو کې اتیا کسانو ګډون درلود.
انځور: DW/B. Knightافغانستان: په ننګرهار کې په یوه مسجد کې خونړی برید
د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې د ننګرهار ولایت د هسکه مېنه ولسوالۍ په جودرې کې په یوه مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال د چاودنې له کبله تر ۶۰ زیات کسان ووژل شول. د چاودنې پر مهال د مسجد دننه شا او خوا ۲۵۰ کسان ول. په پيښه کې په لسونو کسان ټپیان هم شول.
انځور: Reuters/O. Sobhaniسریلانکا: په کلیساوو کې چاودنې
تیر میلادي کال په سریلانکا کې د عیسویانو د ایستر اختر پر مهال پر درو کلیساوو او درو هوټلونو باندې د سخت دریځه اسلامپالو له لوري د ځانمرګو بریدونو د لړۍ په ترڅ کې ۲۶۰ کسان ووژل شول. ځایي تندلارو په دوو کاتولیک او یوې پروتستنات کلیسا کې ځانمرګي بریدونه وکړل چې ډیر ماشومان پکې هم ووژل شول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Jayawardenaکالفورنیا: په کنیسه کې فیرونه
د سریلانکا تر بریدونو یوه اوونۍ وروسته د امریکا متحده ایالاتو په کالفورنیا ایالت کې د یهودانو پر یوه عبادتځای باندې د فیرونو په پایله کې یوه ښځه ووژل شوه. ۱۹ کلن سپین پوستی شکمن بریدګر ونیول شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Poroyتایلنډ: د بودایانو پر عبادتځای باندی حمله
د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې د تایلنډ په سویلي ایالت نارتهیوات کې وسله وال بیلتون غوښتونکي د بودانو یوه عبادتځای ته ورننوتل او فیرونه یې وکړل. په رتناو پاپ، نومې عبادتځای کې په دغه پېښه کې دوه کسان ووژل شول.
انځور: Reuters/S. Boonthanomپه فلیپین کې پر کلیسا تر برید وروسته پر مسجد حمله
د فلیپین په سویل کې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې پر ۳۰مه نېټه پر مسجد باندې په یوه برید کې دوه کسان ووژل شول. دغه برید د یوه لاسي بم په واسطه شوی وو. د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه پر یوه کلیسا هم یو خونړی برید شوی وو. د دغه برید په ترڅ کې د کاتولیک مسیحانو یوه کلیسا په نخښه شوې وه. په دغه چاودنه کې ۲۳ تنه وژل شوي او سل نور ټپيان شوي ول.
انځور: picture alliance/dpa/AP/WestMinCom Armed Forces of the Philippinesد هند په پنجاب ایالت کې پر درمسال برید
د هند په شمال کې د سکانو پر یوه عبادتځای باندې د لاسي بمونو د برید په پایله کې درې کسان ووژل شول او په لسونو نور ټپیان شول. دغه پېښه د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې د هند د پنجاب ایالت په یوه کلي کې رامنځ ته شوې وه. د حملې پر مهال په ګوردواره یا درمسال کې په سلونو عبادت کوونکو حضور درلود.
انځور: N. Nanu/AFP/Getty Imagesامریکا متحده ایالات، پېنسلوینیا
د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د پېنسلوینیا په پېتسبرګ، نومې ښار کې د یهوادنو پر یوه کنیسه باندې د برید په پایله کې ۱۱ کسان ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Rourke په پاکستان کې د احمدیانو پر عبادتځای برید
د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب ایالت فیصل آباد ښار ته څیرمه په یوه کلي کې خلکو د احمدیانو پر یوه عبادتځای هجوم وروړ او شپږ کسان یې ټپیان کړل. په پاکستان کې په متواتر ډول پر احمدي ټولنې بریدونه کیږي. د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴م کال کې احمدیان د غیرمسلمان اقلیت په توګه اعلان کړي وو.
انځور: Reuters/S. Sayeedد ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې په کابل کې د شیعه مسلمانانو په مسجد کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۳۹ کسان ووژل شول او تر ۴۱ زیات ټپیان شول. د بريد پړه داعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخيستله.
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Alizadah د نیو ساوت ولز پولیسو کمیسار مال لانیون، د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د نن شپې فعلي شرایطو په پام کې نیولو سره، ما دا یوه ترهګریزه پيښه اعلان کړه.»
لانیون وویل :«مونږ د لاس په وسیله جوړ شوی بم په هغه موټر کې موندلی دی چې د وژل شوي مجرم پورې تعلق لري.»
تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه برید د کوم سازمان له خوا ترسره شوی او نه هم کومې ډلې په رسمي ډول د دې برید مسئولیت منلی دی.
د استرالیا د مسلمانانو شورا دغه برید غندلی دی
د استرالیایي مسلمانانو یو لوی سازمان دغه خونړی برید غندلی دی. د استرالیایي امامانو ملي شورا په یوه اعلامیه کې دغه برید «وحشتناکه» بللی دی او ویلې یې دي چې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او ټولو اغیزمنو شوو کسانو سره یې غمرازي کړې ده او ورته دعا کوي.
شورا ویلي دي چې د ډزو دغه پيښه ډیره خواشینوونکې وه او له استرالیایانو څخه یې غوښتي دي چې یو د بل ترڅنګ او یو موټی پاتې شي.
دغې شورا ویلي: «دا د ټولو استرالیایانو، له دې ډلې د استرالیایي مسلمانانو ټولنې له پاره هغه شیبه ده چې په اتحاد، مهربانۍ او پيوستون کې یو د بل په څنګ کې ودریږي.»
په آلمان کي تر خونړۍ پيښي وروسته د مسلمانانو اندېښنې زياتي سوي
This browser does not support the video element.