«د اسد د گوتو په شمار ورځې پاته دي»
۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سهشنبهد سپینې ماڼۍ ویاند جې کرني، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سوریې له رژیم څخه د لوړپوړو چارواکو تېښته ښيي چې پر قدرت باندې د اسد ولکه د ماتیدو په حال کې ده. کرني وویل:
«که اسد پخپله حلقه کې اتحاد نه شي ساتلی دا په دې معنی ده چې هغه نه شي کولای د سوریې خلک هم له وسلې پرته پر خپل ځان راټول کړي.»
کرني زیاته کړه چې د اسد له رژیم څخه د لوړ پوړو چاواکو جدا کیدل ښيي چې د هغه رژیم له دننه څخه د متلاشي کیدو په حال کې دﺉ او خلک په دې باور دي چې نور نو د اسد د واک ورځې د ګوتو په شمار دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې امریکا به د اسد له مخالفینو او نړیوالې ټولنې سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي چې په دې هیواد کې د سیاسي لیږد یو سوله ییز بهیر رامنځ ته شي.
«له ترهګر رژیم څخه جدا شوم»
لومړی وزیر ریاض حجاب تر اوسه پورې د اسد له رژیم څخه جدا شوی تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دﺉ. تر هغه لږ وروسته چې حجاب اردن ته ورسید، هغه د اسد له مخالفینو سره خپله ملګرتیا اعلان کړه.
د حجاب له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «زه نن له وژونکي او ترهګر رژیم څخه خپل بیلیدل اعلانوم. زه دا خبره هم اعلانوم چې د ازادۍ او ویاړ له ځواکونو سره یوځای شوی یم. زه د انقلاب یو سرتیری یم.»
دا په داسې حال کې چې د اسد د رژیم یو شمیر غړي وایي چې د سوریې له پاڅون کوونکو سره د حجاب یوځای کیدل به د دې هیواد په جګړه کې د پام وړ کوم بدلون رامنځ ته نه کړي ځکه چې د هغوی په اند حجاب د اسد د اعتمادي کسانو په ډله کې نه وو.
حجاب به په راتلونکو څو ورځو کې قطر ته سفر وکړي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض