د اسد رژيم يوه ستره اډه ياغيانو نيولې ده
۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه د سوريې د ياغيانو يوې ډلي د سه شنبې په ورځ په ادليب ولايت کي د اسد رژيم ستره وروستۍ پوځي اډه په خپل کنترول کي راوستې ده.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د دغي اډې په نيولو سره نو اوس د ادليب ولايت يوه ډېره کوچنۍ برخه د اسد پوځ په کنترول کي ده.
ادليب د لاذقيه ولايت په بغل او ترکيې سرحد ته نژدې پروت دی. لاذقيه ولايت په بشپړه توگه د اسد ځواکونو په کنترول کي دئ.
په سوريه کي په القاعدې ډلي پوري تړلي ډلي «جبهه نصرت» تيره ورځ په انترنيت کي اعلان کړی چي د المسطومه پوځي اډه ئې نيولې ده. دغي ډلي ادعاکړې ده: «د خدای په مرسته، المسطومه اډه په بشپړه توگه د نصرت جبهې په کنترول کي سوه.»
د سوريې د بشري حقونو د څارني ټولني مشر رامي عبدالرحمن ويلي دي: «له المسطومې اډې څخه د اسد رژيم ټول ځواک وتلی دئ او اډه ئې ياغيانو ته پرې ايښې ده.» دغه ټولنه چي مقر ئې په لندن کي دئ، خپل معلومات د سيمي له عيني شاهدانو څخه اخلي.
د سوريې کورنۍ جگړه چي د ۲۰۱۱م کال په مارچ مياشت کي د خلکو په پاڅون سره پيل سوه تر اوسه پوري پکښې تر ۲۲۰ زره زيات انسانان وژل سوي دي.
په سوريه کي د امريکا هوايي بريدونه
د راپورونو له مخي د دوشنبې او سه شنبې په ورځ په سوريه کي د امريکا په مشرتوب ائتلاف په هوايي بريدونو کي د دغه هيواد په حسکه ولايت کي ۱۷۰ ياغيان وژل سوي دي.
د امريکا پوځ د معلوماتو له مخي په دغو دوو ورځو کي د امريکا په مشرتوب ائتلاف حسکه ولايت ته نزدې ۷ هوايي يرغلونه کړي دي.