1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د اسد له سقوط یو کال وروسته د سوریې وضعیت څه ډول دی؟

کاترين شایر | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۷, دوشنبه

د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد له سقوط یو کال وروسته، دغه هیواد په یوه حساس پړاو کې قرار لري. که څه هم په ځینو برخو کې پرمختگونه ترلاسه سوي، خو د سوریې عادي خلک لا هم له ډیرو ننگونو سره مخامخ دي.

د اسد د رژیم له سقوط څخه د لمانځنې په ترڅ کې یوه ښځه د سلفي اخیستلو په حال کې لیدله کیږي
د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد له سقوط یو کال وروسته، دغه هیواد په یوه حساس پړاو کې قرار لري. انځور: Chris McGrath/Getty Images

د ډسمبر اتمه، د بشار الاسد د حکومت د سقوط لومړۍ کلیزه ده. د اسد کورنۍ څه د پاسه ۵۰ کاله پر سوریې حکومت وکړ. حافظ الاسد له ۱۹۷۱ م کال راهیسې په دغه هیواد کې واک په لاس کې درلود او په ۲۰۰۰ م کال کې د هغه له مرگه وروسته، زوی یې بشار الاسد د چارو واک په لاس کې واخیست. د اسد د کورنۍ استبدادي حکومت په ۲۰۱۱ م کال کې د اولسي پاڅون او وروسته د داخلي خونړۍ جگړې سبب سو چې تقریباً ۱۴ کاله یې دوام وکړ.

د ۲۰۲۴ م کال د ډسمبر پر ۸ مه د «هیئت تحریر شام» په نوم پوځي ملیشو په یوه ناڅاپي برید سره د اسد حکومت تقریباً پرته له مقاومته رانسکوره کړ. اسد او کورنۍ یې روسیې ته وتښتیدل او د جنورۍ په میاشت کې د هیئت تحریر شام مشر، احمد الشرع د مؤقت ولسمشر په توگه په کار پیل وکړ. له هغه راهیسې تر اوسه پورې په سوریې کې کوم کارونه ترسره سوي او کومو مواردو ته باید رسیدگي وسي؟

آرشیف: پاڅون کوونکي د حمص ښار ته د رسیدو په حال کېانځور: Mahmoud Hasano/REUTERS

ستونزمن امنيتي وضعیت

په اوس وخت کې هلیکوپترونه نور بیرلي بمونه نه غورځوي او روسۍ الوتکې روغتونونه نه په نښه کوي خو سره له دې هم، لکه څنگه چې په نوامبر کې د ملگرو ملتو د سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ورته اشاره وسوه، سوریه لا هم له پیچلي امنیتي وضعیت سره مخامخ ده. د تر ډیره ځایه قومي ډلو لکه کردانو او دروزیانو د اوسیدو اصلي ځایونه د مرکزي حکومت ترکنترول لاندې نه دي ، له علوي اقلیتونو سره نښتې خونړۍ دي او نا حل سوي پاته دي.

ددغه هیواد پایتخت، دمشق تر یو ځایه آرام دی. د «سوریه ویکلی» په نوم خبري آژانس د رپوټ له مخې،  چې په امریکا متحده ایالاتو کې میشت د منځني ختیځ د مؤسسې د کارپوه، چالز لیستر له خوا خپریږي، د تاوتریخوالي بهیر په دا وروستیو کې مخ په کمیدو سوی دی.

سره له دې، د سوریې د نوي حکومت د امنیتي ځواکونو او په ټول دغه هیواد کې نورو ډلو ترمنځ نښتې ادامه لري. اسد ته وفادار ځواکونه هم په پټه حضور لري.  ستره ستونزه، واک ته د «اسلامي دولت» یا داعش ترهگري ډلې بیرته رسیدل دي چې له موجوده امنیتي تشې څخه گټه پورته کوي.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

د اروپایي ټولنې د مهاجرت د ادارې (EUAA) د رپوټ له مخې، د سوریې نوي واکمنان پر ټول هیواد بشپړ کنترول نه لري. دغه آژانس رپوټ ورکړی دی چې« د بې قانونۍ، جرمونو او غچ اخیستلو د تاوتریخوالي د مواردو په هکله رپوټ ورکول سوی دی.»

د انتقالي عدالت ننگونه

د تاوتریخوالو د دوام اصلي دلایل د اسد له حکومت سره په همکارۍ د شکمنو کسانو تعقیب دی. په هغه مقاله کې چې په واشنگټن کې د سوریې د عدالت او حساب ورکولو د مرکز (SJAC) له خوا خپره سوه، راغلي دي چې په همدې دلیل، د اغېزمن انتقالي عدالت موجودیت، داسې یوه پروسه چې د اسد د رژیم او ډیرو نورو ډلو د جنایتونو څېړنه وکړي، ډیره مهمه ده.

د می په میاشت کې د سوریې حکومت دوه خپلواک کمیسیونونه جوړ کړل چې یو یې د هغو په زرونو سوریایانو په هکله و چې د اسد د سقوط راهیسې تر اوسه لادرکه دي او بل یې د اسد د حکومت د جنایتونو د څېړلو له پاره و.

د سوریې د عدالت او حساب ورکولو د مرکز د رپوټ له مخې، لومړنی کمیسیون ډیر فعال و، خو دوهم کمیسیون «ښايي د مرکزي حکومت له خوا د کافي ملاتړ د نه موجودیت له امله ډیر لږ پرمختگ کړی وي.»

سربیره پردې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه لکه د بشري حقونو د څار ادارې، د سوریې د انتقالي عدالت پر ملي کمیسیون انتقاد کړی دی. د هغوي په خبره، دغه کمیسیون یوازي د اسد د رژیم جنایتونه څېړي او د نورو ډلو،  لکه هیئت تحریر شام افراطي ملیشو چې احمد شرع یې یو وخت، مشري کوله، ممکنه جنایتونه له پامه غورځوي.

د مستقیمو انتخاباتو نه موجودیت

سوریې د کال په پیل کې خپل لومړني نسبتاً آزاد پارلماني انتخابات پر لاره واچول. خو د انتقالي حکومت په خبره، د هیواد د ستونزمنو شرایطو په دلیل، رایه اچوونه په مستقیم ډول ترسره نه سوه، د سوریې عادي خلکو د رایې ورکولو فرصت نه درلود او د یوه څو مرحله یې بهیر پر اساس، یوازي انتخاب سوو کسانو د انتخاباتي ټولنو له لارې رایې ورکړې. احمد الشرع به د نوي اساسي قانون تر تصویب پورې د لنډ مهاله ولسمشر په توگه پاته وي.

په اوس وخت کې، سوریه د یوه نوي اساسي قانون پر جوړولو کار کوي او ملي بحثونه یې پیل کړي دي چې په هغو کې د مدني ټولنو بیلابیلې ډلې او ښاریان د مختلفو موضوعگانو په هکله بحثونه کوي.

سره له دې، ددغه هیواد د مشرتابه د راتلونکي په هکله، د انتقالي حکومت او بیلابیلو ډلو ترمنځ د پام وړ اختلافات موجود دي. سربیره پردې منتقدین، پر احمد شرع تور لگوي چې خپل قدرت یې تثبیت کړی او یوه دیکتاتورته ورته کړنلاره پرمخ بیايي.

ډیموکراتيکه کول یا شاته تگ؟

په واشنگټن کې د عربي مرکز غړې، پاتریشیا کارام د نوامبر په میاشت کې خپلې مقاله کې ولیکل چې «لا ډیر د وخته مخکې ده چې د سوریې له ډیموکراتيکه کيدو څخه خبرې وکړو، خو نوي جوړ سوي بنسټونه، انتخاباتي سیاست ته د داخلیدو له پاره احتیاطي گامونه دي.»

ډیری نړیوال شنونکي هم وضعیت ته په ورته سترگه گوري او یا هم ورته لیرلید لري. د کارام په خبره، دغو پرمختگونو سوریه له یوه حساس وضعیت سره مخامخه کړې ده: دغه هیواد کولای سي، ریښتینې مشارکتي حکومتولي ترلاسه کړي، یا کولای سي بیرته استبداد ته راستون سي.

نړیوال حضور، خو له کړکیچڼو سره

بهرنی سیاست داسې یوه برخه ده چې سوریې تر ټولو ډیر تغییرات پکښې تجربه کړي دي. هغه سفارتونه چې مخکې تړل سوي وو، پرانیستل سول او ددغه هیواد مؤقت ولسمشر، احمد الشرع  په قدرت سره په نړیوال ډگر کې حضور پیدا کوي.

احمد الشرع چې یو وخت یې د القاعدې له ترهگرې شبکې سره همکاري کوله، مخکې د تحریمونو په لیست کې و او حتی د هغه د نیول کیدو له پاره ۱۰ میلیون ډالري جایزه ټاکل سوې وه. خو په سپټمبر کې یې وکولای سول د ملگرو ملتو په عمومي اسامبله کې وینا وکړي او د نوامبر په میاشت کې هغه له ۱۹۴۶ راهیسې د سوریې لومړنی رهبر و چې سپینې ماڼۍ ته ولاړ.

ولسمشر ترمي په سپینه ماڼۍ کې د سوریې د مؤقت ولسمشر احمد اشرع سره د لیدو پرمهالانځور: SANA/AFP

د سوریې چارواکو همدارنگه د ملگرو ملتو د امنیت د شورا له ټولو پنځو دایمي غړو لکه روسیې او چین سره اړیکې ټینگي کړې دي. دغه کار په بهرني سیاست کې د سوریې د عملي چلند یوه نښه گڼل کیږي. روسیه د اسد د حکومت متحده وه او مخکې له دې احمد الشرع او د هغه ډیری همکاران د روسیې تر بریدونو لاندې وو.

سره له دې، د سوریې د بهرني سیاست تر ټولو ستره ستونزه، ښايي د اسرائیل له خوا دوامداره سرحدي سرغړونه وي.د سوریې په چارو کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي، نجات رشدي، د نوامبر په میاشت کې اعلان وکړ چې «د اسرائیل پوځي عملیات... د ملکي کسانو ژوند په خطر کې اچوي، سیمه ايزې شخړې زیاتوي، حساس امنیتي وضعیت کمزوری کوي او سیاسي انتقال گواښي.»

ویجاړو سیمو ته بیرته ستنیدل

د سوریې ډیری خلک چې د جگړو په ترڅ کې تیښتې ته مجبوره سوي وو، اوس خپلو کورونو ته ستانه سوي دي. د وروستیو ارقامو له مخې، شاوخوا ۲،۹ میلیونه بې ځایه سوي سوریایان بیرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي چې له دغو شمیرو څخه شاوخوا ۱،۹ میلیونه کسان داخلي بې ځایه سوي دي او تقریباً یو میلیون کسان هم له هیواده بهر څخه راستانه سوي دي.

خو هغوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي. د ناروې د کډوالو د شورا د رپوټ په حواله، ډیری بیرته ستنې سوې کورنۍ له ویجاړو سوو کورونو سره مخامخ کیږي، زیربناوې، مکتبونه او روغتونونه زیانمن سوي دي. سربیره پردې ځیني وخت د کورونو پر مالکیت هم اختلافونه موجود وي. د نوامبر په میاشت کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې، رپوټ ورکړ چې د اوبو رسولو له نیمايی زیاتې شبکې او د بریښنا د شبکو څلور پر پنځمه برخه تخریب سوي او یا هم د استفادې وړ نه دي. د سوریې د بیا رغونې لگښت له ۲۵۰ میلیارډه څخه تر ۴۰۰ میلیارډه ډالرو پورې اټکل سوی دی او ښايي دغه لگښتونه لاپسې زیات سي.

د امریکا د خیریه موسسې «مرسی کورپس» له خوا په سوریه کې د شپې د رڼا د سپوږمکۍ د انځورونو نوی تحلیل ښیي چې د بریښنا رسولو وضعیت ښه سوی دی، خو دغه ښه والی په ټول هیواد کې یو شان نه دی.

د نوامبر په لومړیو کې، د سوریې خبري آژانس (سانا) اعلان وکړ چې تر اوسه په ټول هیواد کې ۸۲۳ مکتبونه بیا رغول سوي او د نورو ۸۳۸ مکتبونو بیارغونه ادامه لري.

پر ورځني ژوند باندې اغیزې "لا تر اوسه محسوسې نه دي"

ډیری بیرته ستنیدونکي کسان بیاهم کار نه سي پیدا کولای. داخلي جگړې ددغه هیواد اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده. لا هم د سوریې شاوخوا یو پر څلورمه برخه په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي. سره له دې، هیله بخښونکي خبرونه هم سته. هغه رپوټ چې د روان کال د جولای په میاشت کې د نړیوال بانک له خوا خپور سو، په ۲۰۲۵ م کال کې د سوریې د اقتصاد یو سلنه پرمختگ پیشبیني کړ. د اسد د حکومت پر وخت وضع سوي ډیری تحریمونه په دایمي یا مؤقت ډول لغوه سول، چې کولای سي ددغه هیواد له اقتصادي پرمختگ سره مرسته وکړي.

د سعودي عربستان او قطر په شان هیوادونو څخه د ملیارډونو ډالرو د پانګونې تړونونو په بڼه اضافي مالي مرستې هم اغیزمنې کیدای سي. خو لکه څنګه چې د منځني ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ ټینګار کړی، "د سوریې د خلکو په ورځني ژوند کې لا تر اوسه مشخصې اغیزې نه دي احساس سوي."

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب