د اسد مخالفان غواړي له هغه سره خبري وکړي
۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعهد بشار الاسد رژيم بېلابېلي مخالفي ډلي د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په رياض کي سره راټولي سوي وې څو يوه گډه متحده جبهه جوړه کړي.
څه موده مخکي امريکا او څو نورو هيوادونو وړانديز کړی وو چي د يوې متحدي جبهې په جوړلوو او خبرو اترو له پيلولو سره به د سوريې بحران ختم سي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي د سوريې د مخالفانو په نوې جبهه کي تر ډېره هغه ډلي چي تر دې دمخه يو پر بل باندي د اعتبار نه لرلو په خاطر همکارۍ ته حاضري نه وې اوس د جنگي ډلو په بغل کي درېدلي دي او يو ستر ائتلاف ئې جوړ کړی دئ.
دغه دوه ورځني غونډه چي د عربستان په کوربه توب جوړه سوې وه د سوريې اپوزيسيون تر سلو زياتو مشرانو پکښې گډون کړی وو او یو عالی کمېسيونه ئې جوړ کي څو له حکومت سره د خبرو څارنه به کوي.
دوی ټول د سوريې پر يووالي او يو غير پوځي حکومت جوړولو سره سلا سوي. دوی ولي چي بشار اسد او پلويان ئې بايد په لومړيو کي له واکه ليري سي. خو دا چي بشار اسد به دا ومني؟ تر اوسه لا روښانه نه ده.
د اسد رژيم د مخالفانو غونډه او په سوريه کي د ياغيانو او حکومت ځواکونو تر منځ اوربند په داسي حال کي کيږي چي په څو ورځو کي به په نيويارک کي د ځينو هيوادونو مشران سره راټوليږي، ترڅو د سوريې بحران د ختمولو په لارو چارو باندي سره وږغيږي.