د اسرائيلو په ډزو ټپي شوي فلسطيني ځوان ساه ورکړه
۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبهد فرانسې خبري آژانس ويلي چې وژل شوی فلسطينی، بدرالدين ابو موسی نوميده او ۲۵ کاله عمر يې. د سرچېنې په حواله ابو موسی د «جمعې ورځې په نښته کې په ګولۍ پر سر لګيدلی وو» او نن سهار يې ساه ورکړه.
د فرانسې خبري آژانس ويلي دي چې دغه مطلب د روغتيا وزارت وياند، اشرف القدره له خوا په يوه اعلاميه کې ذکر شوی دی.
وياند زياته کړې چې د ابو موسی د اسرائيل پولې ته نژدې مظاهرو کې چې په سلونو فلسطينيانو په برخه اخيستې و ه ګډون کړی وو.
په اعلاميه کې د وزارت د ویاند له قوله ويل شوي چې په پيښه کې لږ تر لږه ۷۵ نور فلسطينيان هم ټپيان شوي دي، چې ۲۴ ېې په اور ژوبل شوي دي.
د اسرائيل پوځ په دې اړه په سملاسي توګه څه نه دي ويلي.
د غزې او اسرائيل د پولو پر اوږدو د فلسطينيانو د مظاهرو بهير د تیرکال مارچ مياشتې راهیسې پيل شوی دی. په دغې موده کې لږ تر لږه ۳۰۶ تنه فلسطينينان وژل شوي دي. ډيری دغه فلسطينيان د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي. همدارنګه په دغې موده کې ۷ اسرائيليان هم وژل شوي دي.