رويټرز ليکي، نارنجي واسکټ اغوستونکو هغه وخت کوچنۍ مریم ابو اکیل ته پام شو چې په ویجاړیو کې ېې د هغې د ژړا ضعیف غږ واورېد. ژغورونکي وتوانېدل د ويجاړیو ژورې ته ځان ورسوي او هغه وژغوري.
د مریم تر راوښکلو وروسته داکټرانو د پېښې په ځای کې د هغې ټپونه پانسمان کړل او یو بل ژغورونکي په چټکې هغه روغتون ته ورسوله.
رويترز لیکي چې د مريم مور او خور د اسرائيلي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي او پالنه ېې اوس پلار او ورور کوي.
د مريم کورنۍ د غزې او اسرائيل تر منځ سرحدي علاقه کې اوسېدل خو اوس له نورو بېځایه شوو سره د ابو ادوان په نوم یوې کورنۍ کره اوسېږي. تر حملې وروسته ګڼ شمیر کسان د ابو ادوان کور مخې ته راټول شوي ول.
رويټرز وايي چې د رفح روغتون وار د مخه د ډېرو ټپیانو لرلو سره مبارزه کوي او وضعیت په کې ښه نه دی. دغه آژانس زیاتوي چې په روغتون کې ماشومان په ځمکه پراته دي. يو ماشوم چې سر ېې په پټۍ تړلی او مخ ېې په وينو ککړ، ژاړي.
په رفح کې د بېځایه شوو فلسطینیانو یو موقتی کمپ - انځور د پنجشنبې ورځې د دسمبر ۲۸مه ۲۰۲۳انځور: Hatem Ali/AP Photo/picture alliance په غزه کې وروسته له هغې حالات کړکيچن شول چې د حماس ډلې د اکتوبر مياشتي پر ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه. د فرانسې خبري آژانس د اسرائيل د شمیرو پر اساس وايي چې په دغه حمله کې ۱۱۴۰ کسان چې اکثریت ېې ملکیان ول، وژل شوي دي.
اسرائيل وايي دوی د ملکیانو د حفاظت له پاره تر نهايي توان پورې چې په اختیار کې لري استفاده کوي او ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پړه پر حماس ډلې وراچوي چې پر وینا ېې د ملکيانو په منځ کې فعالیت کوي. حماس دغه ادعا ردوي.
حماس د آلمان په ګډون امريکا متحده ايالاتو اروپايي ټولني او ځينو نورو هيوادونو له خوا د يوې ترهګري ډلي په توګه درجه بندي شوې ده.
د اسرائيل او غزې تر منځ سرحدي علاقه کې د اسرائيلي ځواکونو یو ټانکانځور: AMIR COHEN/REUTERS په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس له خوا اداره کېږي، د جمعې په ورځ (د دسمبر ۲۹مه) وويل چې د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائيل ځواکونو په حملو کې ۲۱۵۰۷ تنه فلسطينان وژل شوي او ۵۵۹۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په عین حال کې د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان ادارې (یو ان آر ډبليو اې) د جمعې په ورځ وويل چې د دوی یو مرستنیدو کاروان د اسرائيلي ځواکونو تر بريدونو لاندې راغلی دی.
د دغې ادارې مشر، ټام وایت، پر ایکس شبکه ليکلي: «اسرائيلي ځواکونو زموږ د مرستو پر یو کاروان د غزې له شماله د راګرځېدو پر مهال د یو ټاکل شوي سړک په اوږدو کې ډزې کړي دي.» هغه ويلي چې د دوی د کاروان مسئول او د ټيم غړو ته ېې زیان نه دی رسیدلی. د اسرائيل پوځ ویلي دی چې د پېښې په هکله څېړنه کوي.
(AFP)mks/akh/
له آرشیف څخه:
د مرګ او ژوند په منځ کي د غزې د فلسطینیانو انځوریز راپور
غزه د بشري ناورین په درشل کي ده. د اکتوبرمیاشتي پر اوومه نېټه د حماس د ترهګریزو بریدونو په ځواب کي د اسرائيل د ځوابي بریدونه دوام لري، په غزه کي د وژل سویو او ټپیانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. انځور: Fatima Shbair/AP/picture alliance د اسرائيل درانه ځوابي بریدونه پر اسرائيل د حماس د ناڅاپي تروریستي بریدونو په دوام، دغه هیواد هم پر غزه هوايي بریدونه وکړل چې د حماس ډلي په کنترول کي ده. اروپايي ټولنه، امریکا متحده ايالات او ځيني نور هیوادونه حماس تروريستي ډله ګڼي. د اکتوبر پر نهمه دوشنبه د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وویل: «کوم څه، چي به موږ په راتلونکو ورځو کي له خپلو دوښمنانو سره کوو د دوی د راتلونکو نسلونو له پاره به لکه زنګ داسي وي.»
انځور: Belal Al SabbaghAFP/Getty Images د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر(OCHA) په وینا نژدې ۸۰۰ تعمیرونه یومخ ویجاړي سوي دي او په سونو نور د اسرائيل په هوايي بریدونو کي تاواني سوي دي. راپورونه وايي، چي په سونو زره کسان اوبه نه لري.
انځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance د پاته سویو کسانو په لټه کي د اسرائيل په هوايي بریدونو کي د غزې تراډي په شمال کي د جبالیه کډوالو پنډغالي له منځه تللي او ژغورونکي کوښښ کوي، چي پاته سوي ژوندي کسان وژغوري. هغه شمیرې چي د پنجشنبې په ورځ خپرې سوي دي، د دواړو لوریو قربانیان تر۲۵۰۰ زیات دي. لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسرائيليان او ۱۳۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي په زرهاوو کسان ټپیان دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images مړي په یوه موټر کي وړل کیږي او یوه فلسطینۍ ښځه بوغاري وهي . په غزه کي د روغتیا مسؤلان وايي تر ۱۴۰ ډېر کوچنیان او ۱۰۰ ښځي وژل سوي دي.
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images فلسطینیان په یوه زاړه مني بس موټر کي د اسرائيل له انتقامي هوايي بریدونو څخه تښتي. د ملګرو ملتونو د یو راپور پربنسټ په غزه کي ۱۸۷ زره کسان بې ځایه سوي دي. ۱۳۷ زره کسانو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کي او ۴۰ زره په شخصي کورونو کي پنا اخیستې ده. امکان نه لري، چي د غزې تراډه دي یومخ پرېږدي. اسرائيل دغه سیمه محاصره کړې او د مصر لار يې هم تړلي دي.
انځور: Saleh Salem/REUTERS اسرایلي ځواکونه د غزي تراډي پوله خپله مهاروي د اسرائيل ځواکونه د غزې تراډي پر پوله ګزمه کوي. د حماس ډلي وسله والو د اکټوبر مياشتي پر اوومه پر پوله د اسرائيل درول سوی کټارې ماتي او دغه هیواد ته له ور اوښتلو سره یې عملیات شروع کړل، چي ډېری قربانیان يې ولسي وګړي ول. اسرائيل په ۱۹۹۴م کال کي د غزې پر پوله اغزن تار وغځاوه. په غزه کي د مصر سره پر پوله هم اغزن سیم درول سوی دی.
انځور: Oren Ziv/AP/picture alliance د غزې پر پوله اسرائيلي ځواکونه اسرائيل ۳۰۰ زره ریزرف ځواکونه چمتو کړي دي. د غزې اوسیدونکي ویره لري چي اسرائيل به مځکني عملیات شروع کړي. د غزې پولي ته د اسرائيل زغروال موټر او پوځي تجهیزات لېږل سوي او پولي ته څېرمه د اسرائيل ښارګوټي یومخ تش سوي دي.
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance په غزه کي انساني ناورین ته انتظار جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images