1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او غزې بحران: نښتې دوام لري

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د حماس له خوا د اسرائيل پر سويل د توغنديو تر توغولو وروسته اسرائيل پر غزې تراډې تازه هوايي بريدونه کړي دي. د يوه اوربند له پاره روانې ديپلوماتيکي هڅې هم تر اوسه بريالۍ شوي نه دي.

Israel I Angriff im Gazastreifen
انځور: Mustafa Hasson/AA/picture alliance

د دوشنبې (۲۰۲۱م کال د می ۱۷) په سهار هم اسرائيل  پر غزې تراډې هوايي بريدونه وکړل. دا بريدونه له هغه وروسته شوي چې د اسرائيل عسقلان او بيرشبع ښارونو له غزې تراډې څخه د توغنديو هدف ګرځيدلي دي.

د اسرائيل پوځ د دوشنبې په سهار وختي د تويتر له لارې ويلي چې جټ الوتکو یې په غزه کې د «ترهګرو پټنځايونه» ويشتلي دي.

د اسوشيتدد پريس خبري آژانس په حواله د دغه بمبار په ترڅ کې د غزې ښار په نخښه شوی دی. د ځايي رسنیو په حواله هوايي بريدونو د ښار برېښنا قطع کړې ده.

د اسرائيل پوځ ادعا کړې چې د دغو هوايي بريدونو په ترڅ کې يې د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه ويشتلي دي. تر دې بريدونو وروسته د اسرائيل په جنوب کې يووار بيا د توغنديو د خطر زنګونه واوريدل شول.

د غزې تراډي د روغتيا وزير په حواله د تاوتريخوالي په دې نوې څپه کې تر اوسه پوري ۱۹۷ فلسطينيان وژل شوي دي. همدا راز د لسو تنو اسرائيلیانو د وژل کيدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

د يکشنبې په سهار د اسرائيل د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۴۲ کسان ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د اوربند هڅې په ټپه ولاړې دي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يکشنبې په ورځ د دې بحران د يوه ديپلوماتيک حل موندلو په موخه په آنلاين بڼه سره غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتیرش روان زرو زیاتی «وحشتناک» وباله. 

نوموړي د غونډې د پرانيستو پر وخت وويل: «د نښتو تازه پړاو د وژنو، ويجاړيو او زور زياتي څرخ ته دوام ورکوي. جګړه بايد وردیږي، بايد سملاسي ودريږي.»

انځور: Mahmud Hams/AFP

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې لِنده توماس – ګرينفيلد د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړيو ته وويل چې هېواد یې «د ديپلوماتيکو کانالونو له لارې د بحران د حلولو په لټه کې دی.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن هم د يکشنبې په ورځ د قطر، مصر او سعودي عربستان له بهرنيو چارو وزيرانو سره د تليفون له لارې خبرې کړي دي.

د فلسطينيانو د خپلواکمنې ادارې د بهرنيو چارو وزير رياض الماليکي د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غونډه کې له امريکا د خپلو «مسئوليتونو د پرځای کولو» غوښتنه کړې او پر اسرائيل یې د «جنګي جنايتونو» تور لګولی دی.

په غونډه کې د چين، ناروې او تونس هيوادونو د اسرائيل او حماس دواړو د غندلو له پاره يوه اعلامیه وړانده کړه.

نتنياهو: عمليات به دوام ولري

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د يکشنبې په ورځ وويل چې پر غزې تراډي به بريدونه «په بشپړ قوت» سره دوام ولري او زياته یې کړه چې «غواړي حماس درنه بيه پرې کړي.»

له سي بي ايس شبکې سره د خبرو پر وخت نتنياهو په غزه کې پر هغه ودانۍ د هوايي بريد دفاع وکړه چې خبري آژانسونو پکې دفترونه درلودل. هغه زياته کړه دغه ودانۍ د حماس دلې له خوا د ترهګریزو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه کارول کيدله.

اسرائیل په غزه کي پر تونلونو يرغل کړی دی

د بې سرحده خبريالانو ټولنې د جزا پر نړيواله محکمه د رسنيو پر دې ودانۍ د بريد په اړه د تحقیقاتو غږ کړی دی څو وڅېړل شي چې آیا دا جنګي جنايت وو او که څنګه؟

د اسرائيل او فلسطين ترمنځ دې تازه بحران تر هغه وروسته زور واخيست چې تېره اونۍ اسرائيلي پوځيانو په اقصی جومات کې د فلسطيني عبادت کوونکو د شړلو په موخه عمليات وکړل.

تېره دوشنبه حماس ډلې ګواښ کړی وو چې که اسرائيلي عسکر له قدس شريف څخه ونه وځي نو د اسرائيل پر ښارونو به توغندي وتوغوي، خو اسرائيل له سيمې د عسکرو د ايستلو څخه ډډه وکړه.

د دې په ځواب کې حماس ډلې د بيت المقدس پر لور توغندي وتوغول. په غبرګون کې یې د اسرائيل پوځ بيت المقدس ته په اشارې سره په غزې تراډه کې د «څلورو ديوالونو د ساتونکي» په نوم عمليات پېل کړل.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب