د اسرائيل او فلسطين د خبرو تر مخه زورزياتی
۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبهوروسته له هغه چي له فلسطيني خواري څخه د اسرائيلو د «سيدروت» پر سرحدي ښار باندي توغندی وتوغول سوه، د اسرائيلو هوايي ځواک د چهارشنبې په شپه په غزې تراډه کي يو شمېر هدفونه بمباري کړل.
د اسرائيلو د پوځ يوه وياند پيتر لرنر، ويلي دي چي د دغه هيواد له خوا هوايي بريد د فلسطیني جنگياليو د هغه توغنديي يرغل په جواب کي تر سره سوی دئ، چي پر ملکي اسرائيليانو باندي ئې کړی وو. هغه وويل : «دا يوه مزخرفه وضعه ده چي د نړۍ په هيڅ ځای کي د منلو نه ده.» تر اوسه پوري د دغه پيښي د قربانيانو په اړه څه نه دي ويل سوي.
اسرائيلو او فلسطينيانو پتېيلې ده چي نن چهارشنبه (۲۰۱۳ کال د اگست ۱۴) په بيت المقدس کي د سولي خبري پيل کړي. د امريکا متحده ايالاتو له خوا منځگړی مارتين انديک، د اسرائيلي هيئت له مشري سيپي ليوني او د فلسطينيانو د هيئت له مشر صايب عريقات سره غواړي چي په لومړي سره کي د خبرو اترو د وخت او قيد و شرط پر ټاکلو باندي يوې موافقې ته سره ورسږي.
اسرائيليان او فلسطينيان د امریکا متحده ايالاتونو په منځگړيتوب تر درې کلن ځنډ وروسته دوې اوونۍ دمخه يو وار بيا د سولي د خبرو اترو د پيلدو چاري پيل کړي. د دغو خبرو اترو يوازنۍ موخه د يوه خپلواک فلسطيني دولت د جوړولو پر سر موافقې ته سره رسېدل ده.
تيره ورځ ناوخته اسرائيلو د دغو خبرو د ښه پرختگ له پاره په اوږده بند باندي محکم سوي ۲۶ تنه فلسطيني بنديان آزاد کړل. په پلان کي ده چي د خبرو اترو له پيل سره به ۱۰۴ فلسطيني بنديان آزاد سي.
خو دغه خبري اتري نه يوازي د راکټي بريدونو د ترسره کولو تر سيوري لاندي راغلي دي، بلکي د اسرائيلو له خوا په فلسطيني سيمو کي د اسرائيلي ناقلينو له پاره د نورو کورونو د جوړولو اعلان هم زياته اغېزه باندي کړې ده.
د بيت المقدس ښاروال د سه شنبې په ورځ د ۹۴۲ نوو کورونو د جوړولو اعلان وکړ. د دې ترمخه د اسرائيلو د ودانیو جوړولو وزير له فلسطين څخه په لاندي سوو سیمو کي د ۱۱۰۰ نوو کورونو د جوړولو مصوبه اعلان کړه.