«د اسرائيل په بريد کي د ۵ خبريالانو په ګډون ۱۹ کسان وژل سوي»
۱۴۰۴ شهریور ۳, دوشنبه
د فلسطيني خبري آژانس وفا د راپور له مخي پينځه خبريالان وژل سوي دي. د اسوشېتيد پرس خبري آژانس د راپور له مخي، په وژل سويو کسانو کي د دوی يوه آزاده خبرياله مريم دګا (۳۳ کلنه) هم شامله ده. رويترز خبري آژانس هم خبر ورکړی دی چي د دوی يو آزاد کارکوونکی وژل سوی دی او د رويترز يو بل کارکوونکی چي هغه هم آزاد عکاس دی ټپي سوی دی.
الجزيرې تلويزيوني شبکې هم ويلي دي چي د دغي شبکې يو کمره مين وژل سوی دی. په لومړی سر کي روښانه نه وه چي څلورم خبريال له کومي رسنۍ سره کار کاوه. له غزې څخه د راپورونو له مخي پينځم يو آزاد خبريال وو چي له ډېرو عربي رسنيو سره يې کار کاوه. د وفا خبري آژانس په حواله، په دغه بريد کي طبي کارکوونکي هم وژل سوي دي.
د اسرائيل پوځ د روغتون پر محوطه بريد تائيد کړ
د اسرائيل پوځ په يوه بيانيه کي د غزې په جنوبي برخه خان يونس سيمه کي د ناصر روغتون پر محوطه باندي بريد تائيد کړ.
په بيانيه کي راغلي دي چي دوی بې ګناه خلکو ته د هر ډول زيان رسېدو په اړه خواشيني دي او په ځانګړې توګه يې خبريالان نه دي په نخښه کړي. د اسرائيل لوی درستيز د سمدستي تحقيقاتو امر کړی دی. پوځ دا نه دي ويلي چي د بريد هدف څوک ول.
عيني شاهدانو د دغه روغتون پر څلورم پوړ چي خبريالان اوسېدل د بريد خبر ورکړی دی. دوی ويلي دي چي کله چي طبي کارکوونکي او د ملکي دفاع پرسونل د ژغورني له پاره ورغلل يو بل بريد هم وسو. په ټولنيزو رسنيو کي داسي ويډيوګاني لاس پر لاس کيږي چي پکښې بريد ښودل کیږي. عربي تلويزيوني شبکې الغد يوه داسي ويډيو خپره کړې ده چي پکښې ښودل کيږي چي پر ولاړو کسانو باندي بريد کيږي. ظاهراً دا دوهم بريد وو.
د غزې په جګړه کي ۲۰۰ خبريالان وژل سوي
د خبريالانو د ساتني کمېتې د معلوماتو له مخي له نږدې دوو کلونو راهيسي د غزې په جګړه کي شاوخوا ۲۰۰ خبريالان وژل سوي دي چي ډېر يې فلسطينيان دي. د وفا خبري آژانس د راپور له مخي د شنبې په ورځ د غزې تراډي په شمال کي د اسرائيل سرتيرو يو فلسطينی کمره مين وواژه.