1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل پوځ پر سوریي د هوایي برید خبر په رسمي ډول اعلان کړ

۱۳۹۹ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

تیره میاشت اسرئیل څو واره د سوریي په خاوره کې اهداف په نخښه کړي وو. اسرائیل معمولاً د دې بریدونو په اړه چپ پاتې کیږي. دا ځل د سوريې پوځ د قوماندې پر مرکز او کنترولونکي سیستم د هوایي برید خبر په رسمي ډول اعلان شو.

Israelische Luftwaffe Israeli Apache Helikopter Raketenangriff ARCHIV
انځور: M. Kahana/AFP/Getty Images

د سه شنبې ورځې (د اګست میاشتې ۴ نیټه) په لومړیو ساعتونو کې یو وار بیا د سوریي خاوره د اسرائیل د هوایي بریدونو هدف وګرځید. اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې دا برید د ګولان په لوړو کې د اسرائیل پر یوې غیر فعالې پوستې د خنثی شوي برید په ځواب کې ترسره شوی دی.

د سوریي رسنیو هم ویلي دي چې د هیواد پوځ یې له خپل دفاعي سیستم سره د دغو بریدونو مقابله کړې ده. د سوریي پوځ ویلي دي چې د اسرائیلو برید ځاني تلفات نه درلودل او یوازې مالي زیان یي اړولی دی.

ډیر لږ داسې پيښیږي چې اسرائیل دې په رسمي ډول په سوریې کې د خپلو هوایي بریدونو او پوځي عملیاتو په هکله خبر ورکړی وي.

د اسرائیلي پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دغو هوایي بریدونو په جریان کې د سوریي په پوځي اډو کې د څارنې مرکزونه او کنترولونکی سیستم په نښه شوی دی.

د اسرائیلي پوځ د بیانیي پر اساس دغه بریدونه د جولان پر غونډیو د خنثی شوي برید په ځواب کې ترسره کړی دی. اسرائیل ویلي دي چې څلورو تنو هڅه کوله چې د ګولان پر لوړو د اسرائیل د یوې غیر فعالې اډې ته نږدې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي. د اسرائیلي پوځ د بیانیې په اساس دغه عملیات مخکې له ترسره کیدو کشف او خنثی شوي دي.

د دغو څلورو تنو د برخلیک په هکله هیڅ ډول اطلاع نه شته، خو احتمال کیږي چې دغه کسان به د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي وي. سربیره پر دې تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغو کسانو د کومې ډلې پورې تعلق درلود او څوک وو.

د ګولان لوړې، د سیمي دیوال دیخوا اسرائیل او بلې غاړې ته د سوریې قنطیره ولایت دیانځور: Getty Images/AFP/J. Marey

اسرائیلي پوځ په وار وار د سوریي حکومتي چارواکو ته خبرداری ورکړی دی چې که هر څه د سوریي په خاوره کې پيښیږي مسئولیت یي د دغه هیواد د حکومت پر غاړه دی.

په قنیطره کې د سوریایي پوځ پر مرکزونو برید

د سوریي د بشري حقونو سازمان چې مرکزي دفتر یي په لندن کې دی اعلان کړی دی چې د سوريې پوځ پر مرکزونو د اسرائیلو هوایي بریدونه په قنیطره ولایت کې متمرکز وو.

د سوریي د دولتي تلویزون په رپوټ کې راغلي دي چې اسرائیلي چورلکو څو توغندي فیر کړي دي چې مالي زیان یي نه درلود.

د سوریي دولتي تلویزون ادعا کړې ده چې د دغه هیواد هوایي دفاع سیستم د اسرائیلو د خصمانه هوايي برید پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. سربیره پر دې ویل کیږي چې د اسرائیلو پوځ په هوایي بریدونو کې د عراق او سوریي سرحدي پولې ته نږدې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو سنګرونه هم په نښه شوي دي.

باید یادونه وشي چې د ګولان پر لوړو امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. له همدې امله اسرائیل په دې سیمه کې خپل نظامي حضور زیات کړی دی. د سوريې د پوځ پر مرکزونو د اسرائیلو وروستي هوایي بریدونه د ګولان پر غونډیو د اسرائیلو له پوځي اډو څخه ترسره شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب