1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل پوځ په غزه کې د دريو يرغمل شويو جسدونه موندلي

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

په غزه کې د دريو يرغمل شويو جسدونه موندل شوي دي چې د اکتوبر پر ۷مه نيټه پر اسرائيل د حماس ډلې د ترهګریزو بريدونو پر مهال تښتول شوي ول. د ناروې د کډوالو شورا په دې منځ کې په غزه کې د وضعيت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

آرشيف انځور: اسرائيلي عسکر غزې کې د عملياتو له پاره چمتوالی نیسي
آرشيف انځور: اسرائيلي عسکر غزې کې د عملياتو له پاره چمتوالی نیسيانځور: Ohad Zwigenberg/AP/picture alliance

د اسرائيل دفاعي ځواکونو ويلي دي چې د دوو عسکرو جسدونه یې موندلي دي چې د اکتوبر پر ۷مه نيټه د حماس وسله والې ډلې د بريد پر وخت تښتول شوي ول.

د اسرائيل پوځ د جمعې په ورځ د ايکس شبکې چې مخکې تويتر بلل کیدله، له لارې په خپاره شوي يوه پوست کې ويلي دي چې  په غزه کې د عملياتو پر وخت د نيک بایزر او رون شيرمن په نوم عسکرو جسدونه موندل شوي دي چې بيرته اسرائيل ته راوړل شوي دي.

زياته شوې چې دواړه عسکر ۱۹ کلن ول.

د پوځ په اعلاميه کې زياته شوې: «د اسرائيل دفاعي ځواک د قربانيانو د کورنيو سره د زړه له تله خواخوږي ښوولې ده او د دوی ملاتړ ته به دوام ورکړي. د لادرکه شويو موندل او د ټولو يرغمل شويو بيرته خپلو کورونو ته راستنول زموږ ملي دنده ده.»

تر دې د مخه د اسرائيل دفاعي ځواک د ايکس پاڼې په يوه بل پوست کې ويلي ول چې د ۲۸ کلنې فرانسوۍ یرغمل شوې ايلي تولندانو جسد یې هم موندلی او بيرته اسرائيل ته انتقال کړی دی.

دا درې کسان په هغو، د اټکلونو پر اساس ۲۴۰ کسانو کې شامل ول چې پر اسرائيل د حماس وسله والې ډلې  د بريدونو په ترڅ کې يرغمل نيول شوي ول. دا بریدونو د دې هېواد په تاريخ کې تر ټولو خونړي بلل کيږي.

غزه ښار کې د حماس د قوماندې مرکز ويجاړ شوی

اسرائيل ويلي دي چې په غزه ښار کې یې د حماس وسله والې ډلې د قوماندې او کنترول يو مرکز نيولی او ويجاړ کړی دی.

د اسرائيل د پوځ يوه وياند اويچي ادرايې د ايکس شبکې له لارې ويلي چې «تخريب کوونکي له منځه وړل شي» او «د يوه تونل لاره یې ويجاړه» کړې ده چېرې چې «يوه وسله وال زموږ پر ځواکونو د چاوديدونکو توکو په واسطه د ګوزار هڅه کړې وه.»

خو دا معلومات په خپلواکه توګه نه شي تائيديدلای.

د غزې په الشجاعیه سيمه کې د قوماندې دا مرکز په سيمه کې د حماس له پخوانيو سنګرونو څخه ګڼل کیږي. اسرائيل اټکل کوي چې حماس ټولټال ۲۴ کنډکونه لري چې هر يو یې کابو ۱۰۰۰ کسان لري.

د اسرائېل پوځ د جمعې په ورځ همدا راز ويلي دي چې د غزې تراړې په جنوب کې یې د خان يونس په سيمه کې نور وسله وال هم وژلي دي.

د راپورونو پر اساس د خان يونس په يوه تونل کې چې د عملياتو په ترڅ کې عسکرو هغه موټر سايکلونه هم موندلي چې د اکتوبر د ۷مې نیټې په خونړيو بريدونو کې کاريدلي ول.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

01:19

This browser does not support the video element.

زياته شوې چې د اسرائيل دفاعي ځواک د وسلو يوه زېرمه هم ويجاړه کړې او پر هغه ودانۍ یې هم بريد کړی دی چې د حماس وسله والو د پټنځای په توګه کاروله.

د ناروې د کډوالو شورا: د غزې اوسيدونکي قحطۍ ته پرېښول شوي

د ناورې د کډوالو شورا يوه وياند احمد بايرام د جمعې په ورځ ډويچه ويله ته وويل چې په دې تړاو يو ډول رضايت ليدل کيږي چې «د غزې اوسيدونکي پرېښوول شوي څو له قحطۍ سره مخامخ او يا حتی ښايي له قحطۍ مړه شي.»

هغه په دې اړه د اندیښنې په څرګندولو سره چې دفلسطينيانو د وسله والې ډلې حماس او اسرئيل ترمنځ جګړه کې د نوي اوربند هیڅ نخښه نه ليدل کیږي، وويل «دا څه باید ودريږي».

بایرام وويل چې تېره ورځ (پنجشنبه) يوازې د دوو لاريو په اندازه مرسته غزې ته داخله شوې ده «چې دا هلته د موجودې پراخې تقاضا د پوره کولو له پاره هيڅ هم نه ده.»

نوموړي په غزه کې د اسرائيل د حملې له وجېد غزې په زيربنا کې د ويجاړيدو د يوه مثال وړاندې کولو پر وخت دې ته اشاره وکړه چې څرنګه د يوې ورځې اورښت ناوړه وضعيت نور هم پسې خراب کړی دی.

نوموړي وويل: «د يوې ورځې بارانونو د غزې کوڅې په جبو بدلي کړي دي. د امبولانسونو عمله تر ويجاړيو لاندې بندو پاتو کسانو ته نه شي رسېدلی. تصور وکړئ چې یو څوک تر ويجاړيو لاندې ايسار وي او هر لوري ته سېلاب هم وي او هیڅوک تاسې ته رسېدای هم نه شي.»

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب