1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائيل کابينې د موقتي اوربند هوکړه تصويب کړه

۱۴۰۲ آذر ۱, چهارشنبه

د اسرائيل کابينې له حماس ترهګرۍ ډلې سره توافق تصويب کړی دی. دا هوکړه د يرغمل شويو او بنديانو تبادله او يو څو ورځنی اوربند په نظر کې لري. نړيوالو مشرانو د دې هوکړې هرکلی کړی دی.

تل ابيب کې د يرغمل نیول شويو ماشومان انځورونه
تل ابيب کې د يرغمل نیول شويو ماشومان انځورونهانځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

نن، چهار شنبه (د ۲۰۲۳م کال د نومیر ۲۲) سهار وختی د اسرائيل کابينې له حماس سره يوه هوکړه تصويب کړه چې د يرغمل شويو اسرائيليانو آزاديدو ته به لاره هواره کړي.

د اسرائيل په حواله د اکتوبر د ۷مې نیټې د بريدونو په ترڅ کې د حماس ډلې له لوري د يرغمل شويو له ډلي څخه به ۵۰ اسرائيليان آزاد کړل شي چې ټولې یې ښځې او ماشومان دي.

حماس ويلي دي چې اسرائيل به د دې په بدل کې ۱۵۰ هغه فلسطينۍ ښځې او ماشومان آزادوي چې د اسرائيل په زندانونو کې دي. 

د دې هوکړې له مخې به جګړه څلور ورځي ودريږي. د اسرائيل له خوا زياته شوې چې د لا ډېرو يرغمل شویو آزادېدل به په جګړه کې د ځنډ يا وقفې د اوږيدو معنا ولري يعني د هرو لسو نورو یرغمل شويو د آزدولو په بدل کې به جګړه يوه بله ورځ هم ولاړه وي.

د هوکړې د تصويبېدو مخکې د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتنياهو پر دې ټینګار وکړ چې په جګړه کې وقفه به له حماس سره د جګړې د پای ته رسولو په معنا نه وي.

په ټولنیزو رسنيو کې په خپره شوې يوه ويډيو کې نوموړي وويل: «موږ به جګړې ته تر هغه دوام ورکړو ترڅو د جګړې خپلې موخې ترلاسه نه کړو: يعني دا چې حماس ختم کړو، ټول برمته شوي او لادرکه شوي بيرته ترلاسه کړو او دا خبره ډاډمنه کړو چې په غزه کې نور هیڅ داسې عناصر پاته نه دي چې اسرائيل وګواښي.»

نتنياهو استدلال وکړ چې دا هوکړه به «نه یوازې دا چې د جګړې هلې ځلې نه ټکنۍ کوي، بلکې دا به آی ډي اف [د اسرائيل دفاعي ځواکونه] د دې جوګه کړي چې د جګړې د دوام له پاره ځانونه چمتو کړي.»

د اسرائيل لومړي وزير خپلې کابينې ته ويلي چې له حماس سره د هوکړې منل «يوه مشکله خو سمه پريکړه ده.»

اسرائيل، امريکا متحده ايالاتو، آلمان او يو شمير نورو هېوادونو حماس د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي کړی دی.

قطر هيله لري چې هوکړه به د سولې د پروسې باعث شي

دقطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمان الثاني ويلي دي چې دی تمه لري د يرغمل شويو د آزادولو هوکړه به په غزه کې د سولې پروسې ته لاره هواره کړي.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې ويلي: «موږ له خپلو شريکانو په ځانګړي توګه له امريکا او مصر څخه مننه کوو چې په غزه کې [په جګړه کې] د بشري وقفې هوکړې ته په رسېدو کې یې مرسته وکړه.»

هغه وويل: «موږ تمه لرو چې دا به يوه هر اړخیز او پايداره تړون ته لاره هواره کړي چې جګړې او وينې بهېدو ته د پای ټکی کیږدي او د نړيوالو حقوقي پريکړه ليکونو سره سم د سولې د يوه جامع او عادلانه پروسې د رامنځته کولو د جدي مذاکراتو باعث شي.

هوکړې ته د نړيوالو مشرانو غبرګونونه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، ويلي دي چې له دغه هوکړې څخه چې د حماس له خوا د يرغمل شويو د آزاديدو باعث به وګرځي، هرکلی کوي. نوموړي زياته کړې چې په آزديدونکو کسانو کې به امريکايي اتباع هم شامل وي.

بايدن وويل «ډېر زيات خوښ دی» چې ځيني يرغمل شوي به «د دې هوکړې په بشپړه توګه عملي کيدو سره بيرته له خپلو کورنيو سره يوځای شي.«

يوه لوړپوړي امريکايي چارواکو ويلي دي چې انتظار کیږي درې امريکايي اتباع هم په دې ۵۰ کسانو چې آزاديږي، شامل وي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک هم د هغو نړيوالو مشرانو په کتار کې شامله ده چې د اسرائيل او حماس ترمنځ هوکړې هرکلی يې کړی دی.

نوموړې د ايکس د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي دي: «د یرغمل شويو د لومړۍ سترې ډلې دا اعلان شوی خلاصون يوه لويه لاسته راوړنه ده، سره له دې چې په نړۍ کې به هیڅ هم هغه کړاو را ونه ګرځولی شي چې دوی ګاللی دی.»

د اروپايي ټولنې د کمیسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین هم د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ تړونه د «زړه له تله» هرکلی کړی دی.

نوموړې وويل: «زه د هغوی کورنيو په خوښيو کې ځان شريک بولم چې ډېر ژر به خپل خپلوان په غيږ کې ونیسي.»

هغې زياته کړه: «او زه له هغو ټولو مننه کوم چې په دې وروستيو اونیو کې یې د ديپلوماتيکي چېنلونو له لارې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي څو دا هوکړه رامنځته شي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل