د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۶ مه نیټه) د بیت المقدس ښار یوې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، میرمن سارا نتنیاهو له خوا د توافقي پریکړې وړاندېز ومانه. د دې توافقې پریکړې له مخې پر میرمن نتنیاهو هغو لګیدلو تورونو ته رسیدګي وشوه چې په کې ویل کیږي هغې د حکومت شاوخوا سل زره ډالر پر قیمي ډوډۍ مصرف کړي. دغه تورونه تیر کال پر هغې باندې لګیدلي ول چې په کې د اعتماد ماتول او جعل کاري هم شامل وو.
خو اوس ورته د یوه توافقې پریکړې له مخې رسیدګي شوې. په توافقې پریکړې کې میرمن نتنیاهو منلې یوازې د پنځوس زره ډالرو په مصرفولو او نورو کوچنیو جرمونو اقرار کړی دی. د لومړي وزیر پر میرمنې تور دی چې په داسې حال کې چې د حکومت له لوري دوی ته په چمتو شوي کور کې یو آشپز هم په دنده ګمارل شوی، نوموړې په عصري رستورانتونو کې پر خوراکونو خورا ډیرې پیسې مصرف کړي دي.
د اسرائیلو د لويې څارنوالي دفتر ویلي چې د لومړي وزیر بن یامین نتنیاهو، میرمن اوس اړ ده چې د دوسیې د تړلو له پاره د ۱۵۰۰۰ ډالرو اضافه جریمه ادأ کړي.
(kh/ms (ap)
زموږ له ارشیف
د نړۍ تر ټولو فاسد هیوادونه
ترانسپرینسي انټرنیشنل یا د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۷م کال د نړۍ د تر ټولو فاسدو هیوادونو شاخص خپور کړی دی. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ د تر ټولو فاسدو هیوادونو په اړه معلومات لوستلای شئ. انځور: picture-alliance/U.Baumgarten افریقایې هیواد سومالیا د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۸۰ نمبر کې دی. د شفافیت نړیوال سازمان په حواله په ۲۰۱۶ م کال کې هم سومالیا ۱۰ پوئنټونه درلودل. په داسې حال کې چې تر دې مخکې دریو کلونو کې هم دغه هیواد له ۸ نمرو سره د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد پاتې شوی دی.
افریقایې هیواد سویلي سوډان له ۱۲ نمرو سره په ۱۷۹ نمبر راغلی دی. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو کې سویلي سوډان ته ۱۵ پوئنټونه ورکړل شوي ول، خو په تیرو دوو کلونو کې په دغه افریقایې هیواد کې فساد زیات شوی دی.
انځور: Reuters/T. Negeri سوریې له ۱۴ نمرو سره د فاسدو هیوادونو په کتار کې دریم مقام خپل کړی دی. په ۲۰۱۲ م کې په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو یو کال وروسته دې هیواد ۲۶ پوئنټونه درلودل.
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic افغانستان له ۱۵ نمرو سره په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ د تر ټولو فاسدو هیوادونو په کتار کې څلورم مقام خپل کړی دی.
له نن څخه پنځه کاله مخکې افغانستان له ۸ پوئنټونو سره د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد بلل شوی وو.
انځور: DW/H. Sirat په کورنۍ جګړه کې ښکيل هیواد یمن له ۱۶ نمرو سره په ۵ مقام کې ځای نیولی دی. په ۲۰۱۲ م کال کې دغه هیواد له ۲۳ نمرو سره لږ فاسد هیواد بلل شوی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Arhab افریقایې هیواد سوډان هم د جنوبي سوډان په شان د نړۍ د لسو فاسدو هیوادونو په کتار کې ځای لري. دغه هیواد له ۱۶ پوئنټونو سره د یمن تر څنګ په شپږم مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Chol شمالي افریقایې هیواد له ۱۷ پوئنټونو سره په مجموعي دول د ۱۸۰ هیوادونو په دې نوملړ کې په ۱۷۱ نمبر راغلي دی. په ۲۰۱۲ م کې د لیبیا نومرې ۲۱ وې.
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Malla شمالي کوریا د لومړي ځل له پاره په دې شاخص کې شامل کړای شوی دی او دا هیواد هم د ۱۷ نمرو سره په دې شاخص کې د لیبیا ترڅنګ په ۱۷۱ نمبر کې ځای نیولی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/W. Maye-E ۹- ګنی بساو او استوایې ګنی وسطي افریقایې هیواد ګنی بساو او استوایې ګڼې ته هم ۱۷ نمرې ورکړل شوي دي او دا هم د لیبیا او شمالي کوریا تر څنګ په مشترګ ډول په ۱۷۱ نمبر کې راغلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Kambou سویلي امریکایې هیواد وېنزويلا په مجموعي ډول له ۱۸ نمرو سره د ۱۸۰ هیوادونو په دې فهرست کې په ۱۶۹ نمبر راغلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. Barreto بنګله دیش، کینیا او لیبنان د سویلي آسیایې هیواد بنګله دیش ترڅنګ کینیا او لیبنان هم له ۲۸ نمرو سره د فساد په دې شاخص کې په ۱۴۳ نمبر راغلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.M. Ahad ایران، اوکراين او میانمار ایران له ۳۰ نمرو سره د څلورو نورو هیوادونو تر څنګ په مشرک ډول په ۱۳۰ نمبر راغلی دی.
انځور: picture-alliance/AA/S. Coskun پاکستان ته ۳۲ نمرې ورکول شوي دي او دغه سويلي آسیایې هیواد د مصر او ایکوادور ترڅنګ په ۱۱۷ نمبر راغلی دی. په ۲۰۱۲ م کال کې پاکستان ته ۲۷ نومرې ورکړل شوې وې.
انځور: Creative Commons هند، ترکیه، ګانا او مراکش په مجموعي ډول له ۴۰ نومرو سره په مشترک ډول ۸۱ نمبر راغلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Swarup