په اسرئیل کې د بني براک ښار او د ارتودکس یهودانو د استوګنې سیمي، د کرونا اپيډمي د خپریدو په مرکز بدل شوی. پولیس د پوځ په مرسته د بنی براک ښار د تګ راتګ لارې تړلي دي. د حکومت سپارښتنو او مقرراتو ته د محافظه پاله یهودانو بی اعتنایي د یهودانو په شدیدو مذهبي سیمو کې په ډیرې چټکۍ سره د کرونا وبا د خپریدو سبب شوی دی.
د آلمان د یوې تلویزوني شبکې انټرنټ پاڼې "تاگسشاو" په خپل رپوټ کې د ارتودکس یهودانو د استوګنې په سیمو کې په پراخه کچه د کرونا ویروس د خپریدو خبر ورکړی دی.
د بني براک ښار چې ۲۰۰ زره نفوس لري د اسرائیلو مهم مذهبي ښار ګڼل کیږي. دا ښار چې د تل آبیب په ولایت کې موقعیت لري د ارتدکس یهودانو د استوګنې ځای دی. په تیرو ورځو کې هم پولیسو له خپلو موټرو سره د دې ښار په سړکونو کې ګزمې کولې.
پولیسو د لوډسپیکرونو په وسیله د سیمو پر خلکو غږ کاوه چې یوازې د خریدارۍ او داکتر ته د مراجعې په صورت کې دې له خپلو کورونو څخه ووځي.
د مقرراتو نه مراعاتول د دې سبب شوه چې پولیس د پوځ په مرسته ښار وتړي او د ښار په مختلفو برخو کې په لسګونو پوستې رامنځته کړي. سربیره پر دې د خلکو د تګ راتګ د څارنې له پاره پوځ له بی پیلوټه الوتکو یعنې ډرون څخه هم استفاده کوي.
د مذهبي مشرانو مقاومت
د اسرائیلو په سختو مذهبي سیمو خلک حکومتي سپارښتنې او مقررات نه مني او همدارنګه په مذهبي مراسمو او درسونو کې ګډون کوي.
د معتصب یهودانو له پاره له حکومتي قوانینو څخه د هغوې د مذهبي مشرانو یا رابینو خبره مهمه ده. د بني براک ځوانان خو حتی پولیسو ته د نازیانو خطاب کوي.
وضعیت دې حد ته رسیدلی دی چې د دې احتمال شته چې د بني براک ښار ۴۰ سلنه وګړي پر کرونا اخته شوي وي.
په ځانګړي توګه د پاخه عمر لرونکو کسانو وضعیت مسئولین انديښمن کړي دي. حکومت هڅه کوي تر ۴۵۰۰ داسې کسان چې عمرونه یي تر ۸۰ کلونو لوړ وي له بني براک څخه وباسي او په هوټلونو کې یې میشت کړي.
د کرونه خطر جدي نه نیول
د اسرائیلو مذهبي او ارتدکس اتباعو د ډیرې مودې راهیسې د کرونا ویروس د خپریدو خطر جدي نه دی نیولی. دوی د حکومت د سپارښتنو برخلاف په کنیسه و او د دیني درسونو په جریان کې سره راټولیږي.
د پولیسو او حکومتي چارواکو خبردارۍ د دوی غوږونو ته نه وو رسیدلي. ارتودکس یهودان، له ځیرک تلیفونو، انټرنټ، راډیو او تلویزون څخه استفاده مطلق حرام ګڼي.
د دیني مسائلو کارپوه بن خیم، د اسرائیلو ۱۳ ټلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي دي، چې معتصبه مذهبي مشرانو باید دا درک کړې وي، چې تورات شریف اوس د ویروس په مقابل کې د دوی حفاظت نه کوي.
ویل کیږي چې د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپریدو سرعت د اسرائیل د نورو سیمو په پرتله په مذهبي سیمو کې ۸ برابره زیات دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ق.ن
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
کومو وباوو تر ټولو زيات انسانان وژلي؟ ـ انځوريز راپور
د بشريت په تاريخ کې ساري ناروغيو انسانانو ته سخت تاوانونه رسولي دي. له دغو وباؤ څخه تر ټولو وژونکي په دغه راپور کي پېژندلای سئ چي حتی د ځينو سيمو بشپړه څېره يې وربدله کړه:
انځور: picture-alliance/National Museum of Health and Medicineپه دغه انځوريز راپور کي د راغلو نورو پنځو ناروغيو په پرتله په کولرا پر يوه وخت هومره زيات انسانان نه دي اخته سوي. خو د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا هرکال د ۳ او ۵ ميليونو تر منځ انسانان په اخته کيږي چي پکښي ۱۲۰ زره يې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه ناروغي د هغو اوبو او غذا له کبله رامنځ ته کيږي چي په کولرا مکروب ککړ وي. کولرا د سختي نسناستي او استفراق لامل کيږي.
انځور: picture-alliance/Dr.Gary Gaugler/OKAPIA۵ مقام ـ انطوني طاعون ـ ۵ مليونه قربانيان
انطوني طاعون د روم د مارکوس انطونيوس قيصر د واک په زمانه کي په ۱۶۵مېلادي کال پېل سو او تر ۱۸۰ ميلادي کال پوري يعني ۱۵ کاله يې دوام وکړ. نني کارپوهان اټکل کوي چي دغه وبا په اصل کي د چيچک يا کوي د ناروغۍ ويروس سره مربوط ويروس له کبله رامنځ ته سوې وه. په دغه زمان کي د نړۍ د ټول نفوس اټکل ۱۹۰ ميليونه کيږي چي پکښي له دغې ناروغۍ ۵ ميليونه انسانان مړه سول. ويل کيږي چي دغه ناروغي له عراقه تر اروپا ورسېده.
انځور: Courtesy of C. S. Goldsmith; William Bellini, Ph.D./CDC/dpa/Montage: DW۴ مقام ـ جستينياني طاعون ـ ۲۵ مليونه قربانيان
په ۵۴۱ ميلادي کال د کښتيو په بار کي له مصر څخه اروپا ته د موږکانو له لاري د طاعون مرض انتقال سو. دغه طاعون په داسي حال کي ۲۵ ميليونه انسانان ووژل چي هغه وخت په ټوله نړۍ کي د انسانانو شمېر نژدې ۲۰۰ ميليونه ؤ. په دې توګه نو دغې وبا د نړۍ اتمه برخه انسانان ووژل. دغې وبا په قسطنتنيه کي ۴۰ سلنه نفوس وواژه. کارپوهان اټکل کوي چي دغه د وروستيو طاعون ناروغيو لومړۍ دوره وه.
انځور: picture-alliance/dpa۳ مقام ـ ايډز ـ ۳۵ ميليونه قربانيان
ايډز ناروغي د ايچ آی وي ويروس له کبله رامنځ ته کيږي او د ۲۰۱۵م کال د شمېرو له مخي نژدې ۳۷ ميليونه انسانان په ايچ آی وي اخته دي. د اټکلونو له مخي په ايچ ای وي د اخته کيدو تر ټولو لويه منبع چي نژدې ۹۳ سلنه کيږي، د وينو د عطاء لاره ده. د دې تر څنګ په ايچ ای وي اخته کس سره بې پوښه جنسي اړيکي، ککړي پيچکارۍ، ککړي پاکي چړې او ورته څيزونه هم په ايچ آی وي د اخته کيدو لامل کيدلای سي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul۲ مقام ـ هسپانوی والګی ـ ۵۰ ميليونه قربانيان
که څه چي دغه والګی له هسپانيا څخه نه ؤ خپور سوی، خو ورباندي د هسپانوي والګي نوم کښېښودل سو. دغه والګی په ۲۰۰۹م کال د سواين والګي ته ورته ؤ او لومړۍ پېښه يې په ۱۹۱۸م کال په مارچ کي په متحده ايالاتو کي راڅرګنده سوه او نژدې ۵۰ ميليونه انسانان يې په ټوله نړۍ کي ووژل. په ۱۹۱۹م کال د ناڅرګنده دلايلو پر اساس په ناڅاپه توګه دغه ناروغي بېرته ورکه سوه.
انځور: picture-alliance/Everett Collection۱ مقام ـ توره وبا ـ د ۷۵ او ۲۰۰ ميليونو تر منځ قربانيان
توره وبا يا تور مرګ هغه طاعون ته ويل کيږي چي په ۱۴ مېلادي پېړۍ کي يې د ۱۳۴۷ او ۱۳۵۱ کلونو تر منځ په نړۍ او په زياته په اروپا کي خپور سو. په يادو کلونو کي د نړۍ نفوس ۴۵۰ ميليونه انسانان اټکل کېدی. دغه وبا هغه وخت د ۷۵ او ۲۰۰ ميليونو تر منځ او په دې توګه د نړۍ د ۳۰ او ۶۰ سلنې تر منځ نفوس له منځه يووړ. اروپا ته دغه ناروغي د ورېښمو د لاري تجارانو راوړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/NIAID