1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

غزه کې د ملکیانو پر ساتنې د لویدیځ سیاستوالو ټینگار

۱۴۰۲ آبان ۱, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا او بریتانيا مشرانو له اسرائیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی دی چې نړیوال بشردوستانه قوانین دې مراعت شي.

Rafah | südlicher Gazastreifen
انځور: Said Khatib/AFP

پر غزې تراډي د اسرائیل د بریدنونو له ډیریدو سره هم مهاله د امریکا ولسمشر جو بایدن د اسرائیل او حماس د جګړې په اړه د لوېدیځو هیوادونو له څو مشرانو سره تلیفوني خبرې کړي دي.

سپينې ماڼۍ ویلي دي چې جو بایدن د کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا او بریتانیا له مشرانو سره خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د دغو هیوادونو مشرانو له اسرائیل څخه خپل ملاتړ او د ترهګرۍ پر وړاندې یې له ځان څخه د دفاع کولو د حق ملاتړ اعلان کړی او د ملکي خلکو د حفاظت په شمول یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د مراعتولو غوښتنه کړې ده.»

دغو مشرانو غزې ته د بشردوستانه مرستو د لومړۍ محمولې د رسیدلو هرکلی کړی دی او ژمنه یې وکړه چې په سیمه کې له خپلو متحدینو سره همغږۍ ته دوام ورکوي، څو «خوراکي توکو، اوبو، روغتیایي خدماتو او نورو بشردوستانه اړتیاو ته مصئون او ډاډمن لاس رسی» ممکن شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې دغو مشرانو د خپلو اتباعو په اړه چې د حماس او اسرائیل په جنګ کې بند پاتې دي، په ځانګړي توګه هغه چې د غزې ترک کولو ته لیوالتیا لري هم خبرې کړي دي.

د دغو هیوادونو مشرانو د حماس له خوا د دوو تنو یرغمل شوو د خوشې کیدو هرکله کړی دی او د ټولو یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د حماس ترهګرو د اکتوبر مياشتي پر ۷ نیټه پر اسرائیل یو ستر ترهګریز برید ترسره کړ او د اسرائیل چارواکو له خوا د ورکړل شوو ارقامو په حواله لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې ووژل. حماس چې د امریکا، اروپایي اتحادیې، المان او ځنې نورو هیوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوی دی، په دې برید کې یې تر ۲۰۰ ډیر کسان له ځان سره یرغمل نیولی دی.

غزې ته د مرستو په دوام د بایدن او نتنیاهو موافقه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او اسرائیل عزې تراډې ته د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. سپينې ماڼۍ ویلي دي چې بایدن او نتنیاهو په تلیفوني اړیکه کې ویلي دي چې غزې ته دې د اساسي توکو لیږد ادامه پیدا کړي.

ملګرو ملتونو د سوون توکو د لیږد پر اړتیا ټینګار کړی

فلسطیني بې ځایه شوو ته د ملګرو ملتونو د مرستو رسونکي ادارې ویلي دي چې د مرستو دوه کاروانونه چې غزې ته رسېدلي دي په هغو کې د سوون توکي شامل نه دي، په داسې حال کې چې شدیده اړتیا ورته موجوده ده.

د دغې ادارې کمیسارې غزې تراډې ته په بیړه د سوون توکو د انتقال غوښتنه کړې ده او ویلې یې دي چې د سوون توکو کمښت په غزې تراډه کې په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو وضعیت ډیر خراب کړی دی.

فلسطیني بې ځایه شوو ته د مرستو رسولو نړیوال آژانس چې په سیمه کې تر ټولو لوی مرسته رسوونکی سازمان دی ویلي دي چې په راتلونکو درو ورځو کې یې د سوون توکو زیرمې ختمیږي.

د نوموړي ادارې مشرې فیلیپ لازارینې، ویلي دي: «بې له سوون توکو به نور، اوبه، روغتونونه او فعاله نانوایانې نه وي. بې له سوون توکو به اړمنو کسانو ته مرسته شوي توکي ونه رسول شي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب