1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د اسرائیل او حماس په توافق کي څه راغلي؟

۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبه

که د يرغمل شويو پر آزادۍ باندي توافق عملي شي، د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه کې به وقفه وي، نه د جنګ پای. په دې اړه معلومات په همدې راپور کې راټول شوي دي.

Israel Tel  Aviv Poster Geiseln KinderAC
دا هوکړه د یرغمل شویو د کورنیو او نړیوالې ټولنې تر ډېر فشار وروسته شوې ده. انځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي دي چې دوی او حماس د چهارشنبې په ورځ په غزه کې پر څلور ورځني اوربند هوکړه کړې.

د دغې هوکړې له مخې به له اسرائيل څخه د تښتول شويو يرغملو له ډلي څخه ۵۰ کسان له هغو ۱۵۰ فلسطینيانو سره تبادله کیږي چې په اسرائیل کې بنديان دي.

تمه ده چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لړۍ به د جمعې په ورځ پیل شي.

حماس په جلا توګه ویلي دي چې د دې وقفې په جریان کې به په سلګونو لارۍ چې بشري مرستې، درمل او تېل لیږدوي غزې ته د ننوتلو اجازه ولري.

د دې هوکړې تر اعلان وروسته په غزه کې جګړې روانه وه. قطر، چې د دغه تړون منځګړیتوب یې کړی، ویلي دي چې د جګړې د پای ته رسېدو کره وخت به په ۲۴ ساعتونو کې اعلان شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په ایکس ( پخواني ټویټر) کې لیکلي: «د خوشې شویو کسانو شمیر به د هوکړې د پلي کیدو په راتلونکو مرحلو کې ډېر شي.»

که دا تړون عملي شي، دا به پر غزې د اسرائيل د شپږو اونیو هوايي او ځمکنیو بریدونو لومړۍ دمه وي. هغه جګړه چې د حماس د روغتیا وزارت په وینا تر ۱۳ زره زیات کسان پکې وژل شوي دي.

اسرائيل دا عملیات پر دغه هيواد باندي د اکتور مياشتي پر ۷ نېټه د حماس او نورو فلسطيني وسله والو ډلو د ترهګرو بريدونو په غبرګون کې پيل کړي دي. د حماس ترهګرو په بريد کي د اسرائيل په لوېديځ کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

حماس چې د جرمني، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ځينو نورو هيوادونو له خوا د یوې ترهګري ډلې په توګه پیژندل شوې، په دغو ترهګریزو بریدونو کې یې  شاوخوا ۲۴۰ کسان له اسرائيل څخه يرغمل او غزې ته وتښتول. په تښتول شويو کسانو کي پر اسرائيليانو سربيره بهرنيان هم شامل دي.

ولې دغه هوکړه اوس وشوه؟

دا هوکړه د یرغمل شویو د کورنیو او نړیوالې ټولنې تر ډېر فشار وروسته شوې ده.

د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر په وینا، د جنګ کابینې ډېرو غړو د دې هوکړې په اړه مثبتې رایې ورکړې.

د نتانیاهو دفتر په ایکس پاڼه لیکلي: «د اسرائیل حکومت مکلف دی چې ټول یرغمل شوي کورونو ته راستانه کړي.»

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې تړانګې دوه پر درېیمه برخه وګړي د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.انځور: Victor R. Caivano/AP/dpa/picture alliance

دا هوکړه د قطر په منځګړتوب د امریکا او مصر په ګډون د سیمې او نړۍ د قدرتونو په همغږۍ د اسرائيل او حماس ترمنځ له څو اونیو خبرو وروسته شوې ده.

نړیوال څارونکي هیله لري چې دا تړون به د پاتې یرغمل شویو په خوشې کولو کي مرسته او د غزې په تړانګه کې د ملکي خلکو ناوړه بشري وضعیت ښه کړي.

د اسرائیل حکومت اعلان کړی دی چې پر اسرائیليانو سربېره تر نیمايي ډېر یرغمل شوي بهرني اتباع یا دوه تابیعته کسان دي. دغه کسان د امريکا متحده ایالاتو، تایلینډ، انګلستان، فرانسې، ارجنټاین، آلمان، چیلي، هسپانیا او پرتګال په ګډون د شاوخوا ۴۰ هیوادونو څخه دي.

 

د اسرائيلۍ ورځپاڼي هارآرتص په وينا، د سره صليب نړيواله کمېټه به له پاتې يرغمل شويو کسانو څخه ليدنه وکړي او د اړتيا وړ درمل به ورته ورسوي. تر دې دمه د حماس یا اسرائيل له خوا دې کمیټې ته د لیدو تائید نه دی ورکړل شوی.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې تړانګې دوه پر درېیمه برخه وګړي د جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش چې په ۲۰۱۷م کال کې یې دغه دنده پر غاړه اخیستې خبریالانو ته وویل: «موږ د دومره شمېر ملکي وګړو د مرګ شاهدان يو چې له هغه وخت راهیسې چې ما د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه کار پيل کړی، په هیڅ جګړه کې دومره نه وو.»

که په جګړه کې دمه پای ته رسیږي څه پیښیږي؟

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني هیله څرګنده کړې ده چې د یرغمل شویو بندیانو په اړه هوکړه به په غزه کې د سولې لامل شي: «موږ هیله لرو چې دا به د یوېې هراړخیزې او تلپاتې هوکړې لامل شي چې جګړه او وینه تویدنه پای ته ورسوي او د مشروع نړیوالو پریکړو سره سم د هراړخیزې او عادلانه سولې پروسې له پاره د جدي خبرو اترو لړۍ پیل کړي.»

خو نتانیاهو بیا ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې له دمې وروسته به جګړه تر هغه وخته دوام وکړي چې حکومت یې د حماس د له منځه وړلو په ګډون خپلو اهدافو ته ونه رسیږي. بله موخه د یرغمل شویو خوشې کول دي.

اسرائیل اعلان کړی دی چې د حماس له خوا د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو په بدل کې به اوربند د یوې بلې ورځې له پاره وغځوي.

د اسرائیل د عدلیې وزارت د هغو ۳۰۰ فلسطینیانو نوملړ خپور کړی دی چې ښايي آزاد شي. دا لیست د هغو کسانو دوه برابره دی چې باید د دې تړون له مخې آزاد شي. په دغه تړون کې د ۱۵۰ فلسطینۍ ښځو او ماشومانو د خلاصون یادونه شوې ده.

په همدې حال کې حماس ویلي دي چې دغه وقفه به د دوی د پراخې جګړې مخه ونه نیسي.

د حماس په بیان کې راغلي دي: «لکه څنګه چې موږ د اوربند تړون اعلانوو، موږ دا تائیدوو چې زموږ ګوتې به پر ماشه وي او زموږ بریالي جنګیالي به د خپلو خلکو د دفاع او اشغالګرو ته د ماتې ورکولو له پاره وضعيت څاري.»

نړیوال غبرګونونه څه دي؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د دې تړون هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا«په غزه کې د بې ګناه فلسطیني کورنيو د کړاوونو د کمولو له پاره اضافي بشري مرستې تضمینوي.»

نوموړي وویل چې دا تړون باید ټول امریکایي یرغمل کور ته راولي: «زه به تر هغه متوقف نشم ترڅو دوی ټول آزاد شوي نه وي.»

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د قطر او امریکا د منځګړیتوب د بریا ستاینه وکړه چې د «بشري اوربند» لامل شو. د نوموړي دفتر ویلي دي: «السیسی په اسرائیل کې د بندیانو د یرغمل شویو کسانو د تبادلې هرکلی کړی دی.»

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې دی، د دې هوکړې هرکلی کړی دی، خو له اسرائیل سره یې د اوږدمهاله اوربند او «د نړیوال مشروعیت پر بنسټ د سیاسي حل لارې د پلي کولو» غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، ویلي چې اروپايي ټولنه به په غزه کې د جګړې له دمې «دغي سيمي ته د ډیرو بشري مرستو د رسولو په برخه کې ګټه واخله.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، دغه تړون «یو پرمختګ» وباله، «حتی که په نړۍ کې هیڅ شی د هغوئ د (یرغمل شویو) کړاوونه جبران نه کړي. بشري وقفه باید د غزې خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو له پاره وکارول شي.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل