1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل لومړي وزیر د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

د اسرائیل لومړي بینیامین نتانیاهو د دغه هیواد د دفاع وزیر یوآو گالانت له دندې گوښه کړ. د بهرنیو چارو وزیر یسرائیل کاتس، د گالانت پر ځای ټاکل سوی دی.

اسرائیل: بنیامین نتانیاهو او آیوو گالانت
د اسرائیل لومړي وزیر د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړانځور: ABIR SULTAN/AFP

د اسرائیل  لومړي وزیر بینیامین نتانیاهو د دغه هیواد ددفاع وزیر یوآو گالانت، له دندې گوښه کړ. د نتانیاهو دفتر د سه شنبه په شپه اعلان وکړ چې د دې دلیل داسرائیل په واسطه د جگړې د ډول پر څرنگوالي د دغو دوو سیاستوالو ترمنځ د نظر ډيراختلاف وو.

د رپوټونو له مخې د نتانیاهو او گالانت ترمنځ له یو څه مودې راهیسې ځیني اختلافونه موجود دي. د دفاع وزیر، پر نتانیاهو باندي د غزې په تراډه کې د سخت دریځي ډلې حماس په وړاندي د جگړې د څرنګوالي له امله انتقاد کړی وو او د یرغمل سوو کسانو د معاملې  له پاره یې تر فشار لاندي راوستی وو. گالانت د ایکس پر شبکې لیکلي چی د اسرائیل  هیواد امنیت به د هغه د ژوند ماموریت وي او تر دې وروسته به همداسي به پاته وي. 

په پام کی ده چی ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتس د دفاع نوی وزیر سي او ښايي د نتانیاهو پخوانی حریف گیدئون سار د بهرنیو چارو په وزارت کې د کاتس ځای ناستی سي.

په وروستیو میاشتو کې په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره سوي دي چې نتانیاهو د خپل ښي اړخي افراطي ائتلاف د شریکانو تر فشار لاندي په نظر کې لري چې د گالانت پر ځای سعار وټاکي. سعار دحماس ډلې پر وړاندې دا لا سخت سیاست پلوی دی. د حماس ډله د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې، آلمان او د یو شمیر نورو هیوادونو له لوري د تروریستي ډلې په توګه پيژندل کیږي او د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه یې پر اسرائیل ستر بریدونه وکړل.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب