1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گانټس په اسرائيل کې د ائتلافي حکومت جوړېدو غوښتنه وکړه

۱۴۰۴ شهریور ۲, یکشنبه

د اسرائیل پخواني دفاع وزیر د یرغمل شوو د خوشې کولو له پاره د مؤقت یووالي حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې. په ورته وخت کې د ټول هیواد په کچه اسرائیل کې د یرغمل شوو د خوشی کولو په ملاتړ او د غزې د اشغال په مخالفت کې مظاهرې شوي.

تر اوسه نه هم نتیاهو او نه هم د اپوزیسیون مشرانو د ګانتس وړاندیز ته غبرګون ښودلی دی.
تر اوسه نه هم نتیاهو او نه هم د اپوزیسیون مشرانو د ګانتس وړاندیز ته غبرګون ښودلی دی.انځور: Nir Elias/REUTERS

د اسرائیل د جنګي کابینې پخواني غړي او د «سپين-آبي» ګوند مشر بني ګانتس د شنبې (د اګست ۲۳ نیټه)  په ماښام په یوه تلویزوني ناسته کې له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او اپوزیسیون له استازو سره د یوه مؤقت ائتلافي حکومت د تشکیلولو وړاندیز وکړ؛ داسې یو ائتلاف چې ښي اړخي افراطي ګوندونه په کې حضور ونه لري او هدف یې په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شوو خوشی کول وي.

ګانتس وویل: «زه د هغو یرغمل شوو چې غږ یې نه اوریدل کیږي او هغو سرتیرو چې چغې وهي، خو په دې حکومت کې څوک ورته غوږ نه نیسي، له پاره دلته یم. زمونږ د لومړي وزیر دنده د یهودانو او ټولو اتباعو ساتنه ده. هر یرغمل چې د مرګ له خطر سره مخامخ دی کیدای شي زما او یا ستا زوی وي.»

بني ګانتس چې د بنیامین نتانیاهو د جنګي کابینې یو له درو وزیرانو څخه و، سره له دې چې له حماس سره یې د توافق پر اړتیا ټینګار کولو په خپلو خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه ونه کړه.

هغه وویل: «د حماس ترهګر چې یرغمل یې په ولږه کې ساتلي دي باید لمنځه یوړل شي، دقیق په هغه شان چې نازیان نابود کړای شول. مونږ به هغوی تر وروستۍ ورځې پورې تعقیب کړو، خو لومړی باید خپل ورونه وژغورو.»

ګانتس په خپلو خبرو کې دوو یرغمل شوو ځوانانو ۲۴ کلن اویاتار داوید او ۲۲ کلن روم براسلاوسکي ته اشاره وکړه چې په دې وروستیو کې د حماس په تبلیغاتي ویډیوګانو کې په ډیرو خرابو شرایطو کې ښودل شوي و.

دا موضوع په اسرائیل او نړیواله کچه له ډیرو غبرګونو سره مخامخ شوې وه. دغه دوه کسان د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیل د حماس د برید په ترڅ کې یرغمل شوي او په غزه کې د دغې ډلې په تونلونو کې په ناوړه شرایطو کې ساتل کیږي.

د موقت حکومت دنده به د یرغمل شوو خوشی کول وي

د ګانتس په خبره وړاندیز شوی حکومت د یرغمل شوو د خوشی کولو له پاره موافقې سره خپل کار پیلوي. وروسته بیا د عسکري نظام د اصلاح او په هغې کې د ارتدوکس افراطي اتباعو د ځای پرځای کولو له پاره تګلاره تصویبوي او په پای کې به د ۲۰۲۶ په پسرلي کې د انتخاباتو له پاره لاره هواروي.

بني ګانتس چې پخوا د اسرائیل د جنګي کابینې یو له درو غړو څخه و او د غزې په جګړه کې د اسرائیل د ستراتیژۍ او همدارنګه د غزې د راتلونکي په هکله له نتانیاهو سره د اختلافاتو له کبله له خپلې دندې څخه استعفا کړې وه.

ګانتس په هغه وخت کې هم ویلي و«حکومت باید له حماس څخه د یرغمل شوو آزادولو ته لومړيتوب ورکړي، نه د خپلې سیاسي بقا دوام ته.»

تر اوسه نه هم نتیاهو او نه هم د اپوزیسیون مشرانو د ګانتس وړاندیز ته غبرګون ښودلی دی.

په ورته وخت کې په اسرائیل کې د یرغمل شوو د خوشې کولو له پاره پراخ اعتراضونه دوام لري. د شنبې (د اګست ۲۳ نیټه) په ماښام زرګونو کسانو په تل ابیب کې د یرغمل شوو د خوشی کولو له پاره د موافقې او جګړې پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

په غزې ښار کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پراخولو له اعلان را په دې خوا دغه اعتراضونه پراخ شوي دي.

اسرائیل په غزه کې د یوه لوی پنډغالي د جوړولو پلان لري

01:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب