1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل په اړه د جزا نړیوالي محکمې د څارنوال پراقدام نیوکه

۱۴۰۳ خرداد ۱, سه‌شنبه

د اسرائیل په اړه د نړیوالي محکمې د لوی څارنوال اقدام د دغه هیواد د لوېدیځو متحدینو له انتقادونو سره مخامخ سو.جو بایدن د نتانیاهو او د دفاع وزیر گالانت د نیولو حکم د صادرولو د غوښتني پر وړاندي خپله سخته «غوسه» څرگنده کړه.

Niederlande I Internationaler Strafgerichtshof (IStGH) in Den Haag
انځور: Remko de Waal/ANP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي دي «دغه ډول تورونه په هر دلیل چي وي، د اسرائیل او حماس ترمنځ هیڅ ډول د مقایسي وړ نه دي.» د هغه په خبره «امریکا متحده ایالات به تل د اسرائیل د امنیت پر وړاندي د گواښونو پرضد د اسرائيل ملاتړ وکړي.»

د هغې پوښتنې په جواب کي چي آیا متحده ایالات به د حماس ډلي د مشر د نیولو د اقدام ملاتړ وکړي، واشنگټن ویلي دي چي امریکا متحده ایالات په دې باور نه دي چي د جزا نړیواله محکمه به دغې موضوع ته د رسیدگۍ صلاحیت ولري. نه د امریکا متحده ایالات او نه هم اسرائیل د جزا د نړیوالی محکمې غړیتوب لري.

انتوني بلینکن، د جزا د نړیوالي محکمي د لوی څارنوال کریم خان، دغه غوښتنه «له شرمه ډک یو عمل» وباله. انځور: Brendan Smialowski/AP/dpa/picture alliance

تر دې مخکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د جزا د نړیوالي محکمي د لوی څارنوال کریم خان، دغه غوښتنه «له شرمه ډک یو عمل» وباله. بلینکن څرگنده کړه دا کار به د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو په هکله خبري اتري وځنډوي.

له برلین څخه هم پر خان باندي انتقادونه سوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي په عین وخت کي د نتانیاهو او د حماس د افراطي ډلې د مشرانو د نیولو په هکله د حکم د صادرولو غوښتنې د «یوې معادلې یو ناسم انځور» رامنځته کړی دی. په برلین کي یوه ویاند څرگنده کړې ده چي په حقیقت کي باید محکمهاوس «ډیر هغه متفاوت واقعیتونه ارزیابي کړي» چي لوی څارنوال کریم خان، په تفصیل سره په خپله عریضه کي وړاندي کړي دي.

په داسي حال کي چي د حماس مشرتابه د یوې «وحشیانه عام وژنې» مسؤلیت لري او حماس لاهم په «غیر انساني شرایطو» کي يوشمېر اسرائیلیان یرغمل ساتلي او همدارنگه یې د غزې په تراډه کي له ملکي کسانو څخه د سپر په توگه کار اخیستی، د اسرائیل حکومت دا «حق او د دې مسوولیت لري چي خپل ولس وساتي او دفاع يې وکړي» دا ښکاره خبره ده چي نړيوال بشري حقونه له«خپلو ټولو ژمنو سره» عملي کیږي.

د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتانیاهو په خپله د هغه پر وړاندي د نیولو حکم د صادرولو په هکله عریضې باندي سخت انتقاد وکړ. نتانیاهو څرگنده کړه، چي دی د خان له خوا د «ډیموکراتيک اسرائیل او د حماس قاتلانو پرتله کول په کرکي سره ردوي.» نتانیاهو زیاته کړه: «په کوم جرأت سره کولای سئ، د حماس هیولا د اسرائیل د پوځ له سرتیرو سره چي په نړۍ کي تر ټولو اخلاقي سرتیري دي، پرتله کړی؟» هغه څرگنده کړه، دا په دې معنی دي، لکه په دوهمه نړیواله جگړه کي دي د هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ له اخلاقي پلوه له آدولف هیټلر سره مقایسه سي. د اسرائیل خارجه وزیر کاتڅ له یوې «تاریخي رسوایۍ» څخه خبره وکړه.

د جزا نړیوالي محکمې لوی څارنوال د دوشنبې په ورځ د بشریت او جنگي جنایتونو په تور د اسرائیل د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د هغه د دفاع وزیر گالانت او همدارنگه د حماس د مشرانو د نیولو حکم د صادرولو غوښتنه وکړه. خان په خپله عریضه کي نتانیاهو او گالانت په غزه کي د جگړې په نتیجه کي په «هدفي وژنو» «لوږي» او همداراز«له منځه وړلو او يا/ قتل» تورن کړل.

د حماس مشر یحی السنوار انځور: Ashraf Amra/ZUMAPRESS/picture alliance

خان همدارنگه په غزه کي د حماسمشران یحی السنوار او دغه راز د حماس سياسي مشر اسماعیل هنیه او د دغي ډلي پوځي مشر محمد دیاب ابراهیم المصري، هم په «قتل» او دغه راز «جنسي تيري او نور جنسي زورزياتي» او«يرغمل نيوني» تورن کړي دي چي دا ټول جنګي جنايتونه دي. د هغه په خبره، سینوار، هنیه او دایف، د اکتوبر مياشتي پر اومه نېټه پر اسرائيل باندي په ستر برید کي «د په سلهاوو ملکي اسرائيليانو د جنايتکارانه وژلو مسئول دي».

اوس نو باید د جزا نړیوالي محکمې قاضیان پریکړه وکړي چي آیا د نيولو په هکله دغه عریضه تعقیب کړي او که څنگه. په دې اړه مشورې ښايي اونۍ او یا هم میاشتي دوام وکړي. که قاضیانو د هغوی د نیولو امر صادر کړ، نو له تیوري لحاظه به د دغي محکمې ۱۲۴ غړي هيوادونه چي که چيري نتانیاهو او تر تعقیب لاندي نور کسان دغو هيوادونو ته ورسي ونیسي. د جزا نړیواله محکمه په خپله د دې امکانات نه لري چي د دوی له خوا صادر سوی حکم اجرا کړي.

داسرائيلد معلوماتو له مخي د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اومه نېټه پر اسرائيل باندي د حماس ډلي په بريد کي شاوخوا ۱۱۶۰ انسانان ووژل سول او نژدې ۲۵۲ نور يې له ځانه سره يرغمل غزې تراډي ته وتښتول. دغه ډله [حماس] د امريکا متحده ايالاتو اروپايي ټولني، آلمان او ځينو نورو هيوادونو له خوا د تروريستي ډلي په توګه درجه بندي سوې ده.

اسرائیل له هغه راهیسي په غزې تراډه کي متقابل پوځي عملیات کوي. د حماس تر کنترول لاندي روغتیا وزارت په حواله په دغو عملياتو کي تر اوسه پوري تر ۳۵۵۰۰ زيات کسان وژل سوي دي. د قربانيانو دغه شمېر تر اوسه پوري په خپلواکه توګه تائيد سوی نه دی.  

    GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل