1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د «اسلامي دولت» تر ۱۰۰ ډیر جنګیالي آلمان ته ستانه شوي

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

د هغو کسانو له ډلې څخه چې له آلمان څخه د داعش ترهګرې ډلې ترڅنګ د جنګیدو په موخه سوريې ته تللي ول، یو پر دریمه برخه یې بیرته دې هیواد ته ستانه شوي دي. آلمان د دې کسانو په اړوند «هر اړخیز» تدابیر نیولي دي.

Symbolbild - polizeiliche Festnahme
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

په نیول شویو تدابیرو کې له افراطیت څخه د دې کسانو راګرځول او په ټولنه کې د هغوی بیا ادغام شامل دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په سوریې او عراق کې د داعش (اسلامي دولت) ترهګرې ډلې تر ماتیدو وروسته، د دې ډلې تر سلو ډیر غړي بیرته آلمان ته ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «امنیتي چارواکو داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې هغوی [راستنو شویو کسانو] په فعاله توګه په سوریې او عراق کې په جګړو کې برخه اخیستې وه او یا یې هم د دې کار له پاره روزنې بشپړې کړې وې.»

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې برخه کې د تر څیړنو لاندې پیښو شمیر تر «دوه عدده شمېر» لوړ نه دی. د آلمان د کورنیو چارو وزارت باور لري چې له دې هیواد څخه ۱۰۶۰ تنه سوریې او عراق ته د جګړې له پاره تللي ول چې له ډلې څخه یې یو پر دریمه برخه بیرته آلمان ته راستانه شوي دي. د دې وزارت په حواله آلمان د دې کسانو په برخه کې «هر اړخیز» تدابیر نیولي دي چې د جرمي تعقیب ترڅنګ پکې له افراطیت څخه د هغوی راګرځول او په ټولنه کې یې بیا ادغام شامل دي.

نور جنګیالي د بهرنیو هیوادونو په زندانونو کې دي

د داعش ترهګرې ډلې یو شمیر آلماني غړي د عراق، سوریې او ترکیې په زندانونو کې دي. د ترکیې حکومت خو پر آلمان او نورو اروپايي هیوادونو باندې غږ کړی دی چې خپل جنګیالي بیرته ومني. د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر په  نومبر میاشت کې ویلي ول چې هیواد یې د «اسلامي دولت جنګیالیو هوټل نه دی».

آلماني چارواکو د پنجشنبې په ورځ دوې ښځې له انقرې څخه د فرانکفورت هوايي ډګر ته تر رسیدو وروسته ونیولې. د دغو ښځو له ډلې څخه پر یوې یې د داعش د غړیتوب شک کیدی. هغوی د ترکیې له خوا آلمان ته اخراج شوې وې.

د «عام وژنې شبکې» څیړنیز سازمان په حواله د داعش ډیر راستنیدونکي جنګیالي په خپلو هیوادونو کې د ترهګرۍ تورونو له کبله محاکمه کیږي، خو دغه سازمان وایي چې هیوادونه باید پر دې کسانو باندې همداراز د عام وژنې تور هم ولګوي. دغه تور تر ترهګرۍ ډیر دروند دی او اوږده سزا لري.

(ms/nz (AFP, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب