د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د دغه سازمان د یوه پلاوي او د اسلامي نړۍ د علماوو د سفر خبر ورکړی دی.دغه سازمان وايي، یاد پلاوي امیر خان متقي سره په اسلام کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه خبرې کړې دي.
اعلان
د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د دغه سازمان پلاوی له طالب چارواکو سره د اسلام له نظره د زغم او اعتدال او د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په څېر پر مهمو موضوعاتو خبرې کوي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، یاد پلاوی چې یو شمېراسلامي عالمان په کې شامل دي، د دغه سازمان د اجرایوي کمېټې او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا تر هوکړې وروسته له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی.
د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخت او د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګینیا او یو شمېر نورو دیني عالمانو په دغه پلاوي کې ګډون کړی او د دې تر څنګ یو شمیر نور اسلامي هیوادونه هم د دې بورډ په جوړښت کې شامل دي.
دغو پلاوو د طالبانو له خوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د افغانستان له یو شمېر دیني عالمانو سره د کار او زدهکړو څخه د ښځو او نجونو د منع کولو په ګډون د بېلابېلو اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د طالبانو د بهیرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د حالاتو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان او د نړۍ د علماوو له پلاوي وغوښتل چې طالبان او د افغانستان خلک درک کړي او د طالبانو له ادارې ملاتړ وکړي.
نوموړي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د اجازې په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان اصلي غوښتنې ته اشاره ونه کړه او ویې ویل چې د دغه سازمان پلاوي په افغانستان کې له فساد او نشه یي توکو سره د طالبانو له خوا شوې مبارزه د قدر وړ بولي.
پر زده کړو بندیز؛ نجونو لاسي صنایعو ته مخه کړې
له هغه وروسته چې طالبانو ښځې او نجوني له کار او زده کړو څخه منعې کړي، ځينو یې لاسي صنایعو، نقاشۍ، میناتورۍ او کرهڼې ته مخه کړې. ځینو يې اوس خپل کورني تولیدات د کابل په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او پر ښځو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې ډېرې سوداګرې ښځې سختې زیانمنې شوې دي. د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو اتحادیې مشره ممتاز یوسفزۍ وايي چې اوس په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ ښځې د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو د اتحادیې غړي دي.
انځور: privat
کرهڼیز محصولات
د کرهڼې په برخه کې د مسلکي ښځو د اتحادیې مشره د ښځینه بزګرانو د ستونزو په اړه خبرې کوي او زیاتوي چې د طالبانو له واکمنۍ سره ډېر شرکتونه سقوط شوي دي او د کارکوونکو معاشونه او د دفتر لګښتونه یې نشوای پوره کولای.
انځور: privat
افغان مېرمنو لاسي صنایعو ته مخه کړې
د دغه نندارتون په یوه برخه کې پر کرهڼیزو محصولاتو سربېره د ښځو جامې او لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو. د دغو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو له ډلې صالحه سخي وایي چې د لاسي صنايعو په برخه کې ښځې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او زیانمنې شوې دي. هغه وايي، لاسي صنايعو ته بازار نشته او خلک يې د پېرلو توان نه لري.
انځور: privat
محصلینو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده
دا سوداګره مېرمن زیاتوي، هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې وې، اوس د خیاطۍ او لاسي صنایعو په ګډون يې، مرۍ اوبدلو، حکاکي، میناتوري او نقاشۍ ته مخه کړې ده.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون
د صنعتګرو ښځو غړې صالحه سخي وایي چې د ښځو د لاسي صنایعو له پاره بازار نشته او خلک هم د پېریدلو توان نه لري.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د مارکیټ نه شتون
دا سوداګره زیاتوي چې په نندارتون کې د ښځو له پاره هیڅ اسانتیا نه وه او د ښځو د نندارتون تالار له نارینه وو څخه جلا وو.هغې وویل: «نندارتون ته د ښځو او نارینه وو لارې جلا دي. طالبانو دا موضوع جدي نیولې ده. دا په پیر او پلور باندې زیاتې اغیزه لري. کله چې یوه کورنۍ نندارتون ته راځي، سړی باید له یوې لارې ولاړ شي او ښځه له بلې لارې.»
انځور: privat
پر نقاشو بندیزونه
ځيني هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو پاتې دي، نقاشۍ، میناتورۍ او حکاکۍ ته يې مخه کړې ده. دغه مېرمنې او نجونې چې د خپلو هنري اثارو په پلورلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله نه شي کولای ځینې اثار په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړي.
انځور: privat
په نندارتون کې پر ځینو اثارو باندې بندیز لګول شوی دی
فرشته مرادي چې د نقاشي او میناتوري په برخه کې کار کوي، وايي چې دا هنري اثر یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت د انعکاس له پاره راوړی چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي، خو د طالبانو مامورین دا اثر واخیست او له ځانه سره یې یووړل.
انځور: privat
د نقاشي هنر کمرنګه کېدل
رخسار سادات چې له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته نقاشۍ او انځورګرۍ ته مخه کړې، په افغانستان کې د نقاشۍ د هنر له زوال څخه اندېښمنه ده. هغه وايي چې بندیزونه تر دې حده پورې دي چې نشي کولای هغه څه نقاشي او نندارې ته وړاندې کړي چې دا یې خوښوي.
انځور: privat
د ځینو نقاشیو بندیز
هغه زیاتوي چې د نقاشۍ اثر باید د طالبانو د ادارې له روحیې سره سم وي: «یو تر ټولو مهم محدودیت دا دی چې موږ هیڅکله په خپله خوښه نقاشي نه شو کولای. د مثال په توګه، موږ اجازه نه لرو چې د یوې نجلۍ انځور نقاشي او نندارې ته وړاندې کړو.»
انځور: privat
انځورونه1 | 12
په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته طالبانو په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو پر مخ تر پنځوسو ډېر محدودیتونه لګولي دي. دوی ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو، تفریحي ځایونو ته له تګ او د خپل د خوښې د جامو له اغوستلو هم منع کړې دي.
د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو د سازمان له پرله پسې غوښتنو سره سره طالبانو په دې دوو کلونو کې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.