د اسلامي هيوادونو غونډه پای ته ورسېده
۱۳۹۱ آذر ۳, جمعهد دغي سرمشریزي په پای کې یوه بیانیه هم خپره شوې ده، چې پکښې د غړو هیوادونو تر منځ د سوداگرۍ په برخه کې د اړیکو پر غځیدو سربیره له نورو نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو د پیاوړه کولو پر سرهم توافق شوی دی.
د نا یجریا ولسمشر گډلک جوناتن، چې د دغي ټولني مشري یې پرغاړه وه، په اسلام آباد کې غونډه پرانیستله او د D-8 مشري يې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته ورورسپارله.
په دغه سرمشریزه کې د ایران پر ولسمشر محمود احمدي نژاد سربیره، د انډونیزیا او نایجریا ولسمشرانو، د مصر د ولسمشر مرستیال محمد مکي، د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د مالیزیا لومړي وزیر محي الدین محمد یاسین او د بنگله دېش د لومړي وزیر مرستیال ډاکټر علي گوهر هم گډون درلود.
په پام کې وه چې د مصر ولسمشر محمد مرسي هم په دغه غونډه کې گډون کړی وای، خو په وروستي وخت کې یې د شخصي لاملونو له امله په دغه غونډه کې گډون و نه کړ او د هغه مرستیال گډون وکړ. د نوامبر د میاشتې پر نولسمه او شلمه نېټه د ډي اته کمیسیون غونډه تر سره شوې وه او په ۲۱مه نیټه د نوموړې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دغه سرمشریزي اجندا بشپړه کړه.
ولسمشر آصف علي زرداري په خپله وینا کې دغه غونډه د پاکستان له پاره یو ویاړ وباله. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ډي اته، یوازې اته هیوادونه نه، بلکي اته جمهوریتونه دي او دغه غونډه به د یادو جمهوریتونو په ثبات کې یو مهم رول ولري. هغه وویل چې د نوموړي ټولني د غړو هیوادونو مشرانو ته په مخ کې د پرتو چيلينجونو احساس شته.
د ایران ولسمشر احمدي نژاد وویل چې د دغي ټولني غړي هیوادونه د نړیوال نظام له غیر منصفانه چلند څخه برخمن دي. هغه وویل چې بشري وسایل او وړتیاوي د دغه هیوادونو اصلي قوت دی او دې ته د ودې ورکولو ضرورت دی.
د يادي غونډي په سوداگريز فورم کې د پاکستان د لومړي وزیر د نساجي برخې مرستیال مرزا اختیار بیگ وایي چې د ډې اته هیوادونو مسوده یو هر اړخیز او د غړو هیوادونو د اقتصادي ودې د ضمانت سند دی: «په دغه مسوده کې سوداگرۍ ته توجه شوې ده. د سوداگرۍ په مخ کې د پرتو خنډونو د لیري کولو لاري چارې او وړاندیزونه پکښې ځای پر ځای شوي دي. د غړو هیوادونو تر منځ د ویزې په راکړه ورکړه کې د آ سانتیاوو د رامنځ کیدو خبره شوې ده.»
د پنجشنبې په ورځ د نوموړې سرمشریزي د ترسره کیدو پر وخت د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول او په ښار کې عمومي رختصتي اعلان شوې وه.
شکور رحیم/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل