1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلام آباد لوړې محکمې د عمران خان ضمانت منلی دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د اسلام آباد لوړې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان ضمانت منلی دی او ويلي دي چې نوموړې دې آزاد کړل شي.

Pakistan | Der ehemalige pakistanische Premierminister Imran Khan
انځور: Muhammad Reza/AA/picture alliance

عمران خان د اسلام آباد په های کورټ کې بریتانوي ورځپاڼۍ، انديپېنډيټ، ته وويل: «دوی زما د نيولو له پاره هيڅ دليل نه درلود. زه برمته کړل شوم. داسې ښکاري لکه د ځنګل قانون چې حاکم وي.»

د خان مدافع وکيل، فیصل چوهدري رويټرز خبري آژانس ته وويل: «د اسلام آباد های کورټ د دوو اونيو له پاره د نوموړي ضمانت منلی دی او د احتساب ملي ادارې ته ېې امر کړې چې په دغه موده کې دې عمران خان نه نیسي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ثناءالله رانا د محکمې تر اعلان وروسته وویل: «موږ هلته په محکمه کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د محکمې حکمونه تعقیب او پرې نه ږدي چې د محکمې د حکمو خلاف هيڅ ډول تاوتریخوالی ترسره شي.»

ورته نور ولولئ: د عمران خان پر نیونه د سترې محکمې او حکومت تر منځ اختلاف

عمران خان نن، د جمعې په ورځ تر هغه وروسته په اسلام آباد کې های کورټ يا لوړې محکمې ته حاضر شوی چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ يا سترې محمکې د هغه نيول غيرقانوني بللي ول.

د عمران خان تر نيول کیدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې اعتراضونه وکړل انځور: Asif Hassan/AFP

پر خان باندې نور تورونه هم لګول کيږي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي دي که سترې محکمې د هغه نيول غیرقانوني هم بللي او آزاد ېې هم کړي دوی به ېې بېا ونیسي. خو د اسلام آباد هايي کورټ يا لوړې محکمې نن وویل چې تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې دې خان په هیڅ يوه قضيه کې هم نه نيول کيږي.

د سيمه ایز رسنیو رپوټونه وايي چې عمران خان تر هغې پورې په محکمه کې د پاتيدو پريکړه کړې تر څو په دا خبره په تحريري ډول ترلاسه نه کړي چې دی به بيرته نه نيول کیږي. خو تر اوسه لا وضعيت واضح نه دی چې آيا نوموړی به بيرته ونيول شي او که څنگه؟

پر تلویزیون خپره شوې ويډيو کې ښودل کیږي چې د پاکستان مخکنی صدراعظم د جمعې په ورځ وختي محکمې ته د داخلیدو په حال کې دی. په ويډيو کې ښکاري چې خان تورې عينکې په سترګو کړي، آبي رنګه کمیس او پرتوګ او خړ واسکت ېې اغوستي او په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه او وکیلان ورڅخه راچاپير دي محکمې ته داخلیږي. خان په محکمې ته د داخلیدو پر وخت د کمرو خواته په خپلو ګوتو د بریا نښه ښوروي.

ورته نور ولولئ: د عمران خان د ګوند د رهبرۍ ټول مهم سیاستوال نیول شوي دي

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ ونیول شول، خو سوپرېم کورټ د پنجشنبې په ورځ د هغه نیول یو «غیرقانوني» اقدام وباله. د خان تر نېولو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې له تاوتریخوالو ډګ اعتراضونه ترسره کړل چې پکې لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي دي. په دغو ګډوډويو کې اعتراض کونکي پر پوځي مرکزونو هجوم وې وړ، د یوې دولتي راډيو ستیشن ودانۍ او بسونو ته ېې اورونه اچولي او د پوځ د یو لوړپوړي چارواکي پر کورو او نورو ځایونو ېې حملې ترسره کړې.

حکومت د لاډيرو تاوتریخوالو د مخنيوي له پاره پوځ په دندو وګماره او په دغو تاوتريخوالو کې نژدې ۲۰۰۰ کسان نيول شوي دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب