1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

د اسلام د پيغمبر په اړه پر څرګندونو د اسلامي هيوادونو غبرګون

۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د هند د حکومتي ګوند بي جی پي د مرکزي وياندې پر څرګندونو باندي خليج هيوادونو سخته غوسه څرګنده کړې ده. د طالبانو وياند او د پاکستان لومړي وزير هم دا کړنه غندلې ده. ياد ګوند اوس خپل دوه وياندويان له دندو ګوښه کړي دي.

Nupur Sharma
انځور: Saumya Khandelwal/Hindustan Times/imago

هند د برحاله هندو قام پرست ګوند بهارتيه جنتا پارټي يا بي جی پي ګوند د چارواکو له خوا د اسلام د پيغمبر په اړه د سپکاوي د ډکو څرګندونو له کبله د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جون ۵) د اسلامي هيوادونو له سخت غبرګون سره مخ شو او دغه کړنه یې د نه منلو وړ کار وباله.

بي جی پي ګوند د عربي هيوادونو تر شديد احتجاج وروسته د خپل ګوند د مرکزي وياندې نوپور شرما غړيتوب وځنډاوه، په داسې حال کې چې د ډهلي د برخې د وياند نوين کمار جندل د ګوند غړيتوب له منځه يوړو.

د خليج هيوادونو او طالبانو غبرګون

د بي جی پي ګوند مرکزي وياندې دغه څرګندونې کابو لس ورځې تر مخه د يوه بحث په ترڅ کې کړې وې. هغه وخت په هند کې د نوموړې د دې څرګندونو پر ضد مظاهرې وشوې او پر ضد يې په محکمه کې دعوا هم ثبت شوه خو د هند حکومت یې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود.

خو د يکشنبې په ورځ تر ټولو دمخه د قطر هيواد په دې اړه سخت غبرګون وښود او بيا یې په دوحه کې د هند سفير احضار کړ. کويت هم همدا راز د هند سفير احضار کړی وو. تر دې وروسته د بي جی پي ګوند د خپلو دواړو وياندويانو په اړه د لاس په کار کیدو خبره وکړه او ویې ويل چې دوی ټولو مذهبونو ته درناوی لري.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت په خپله يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دې څرګندونو نه يوازې د قطر د وګړو بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات مجروح کړي دي.

په دې ترڅ کې د قطر، کويت او ايران له خوا د هندي سفيرانو تر احضاريدو وروسته سعودي عربستان هم د اسلام د پيغمبر په اړه نامناسبې تبصرې غندلي دي او دا يې ويلي دي چې دا د «اسلامو فوبيا» يا د اسلام سره د دښمنۍ انګیزه لري.

ډیلي کې د مسلمانانو پر ودانیو ولې بیلډوزر ګرځول شوي؟

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د تويتر له لارې دغه کړنه غندلې او ويلي يي دي د هند له حکومته غوښتنه کوي چې «متعصبو اشخاصو ته دې د اسلام مقدس دين ته د سپکاوي او د مسلمانانو د احساساتو د پارولو اجازه نه ورکوي.»

په دې منځ کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د اسلام پغمبر پر سپکاوي سخت غبرګون ښوولی دی. نوموړي د تويتر له لارې ويلي: «زه زموږ د ښکلي پيغمبر په اړه څرګندونې په کلکه غندم.« هغه وويل چې «موږ دا خبره په څو ځلي کړې ده چې د مودي په دوره کې په هند کې د مذهبونو آزادۍ له منځه وړل کيږي او له مسلمانانو سره ناوړه چلن کيږي»

هند څه وايي؟

په دوحه کې د هند سفير د دې په غبرګون کې ويلي دي چې د قطر چارواکو ته یې دا پېغام ورکړی دی چې په دې تړاو لانجمن ټويټونه او يا تبصرې «په هيڅ ډول د هند د حکومت د فکر عکاسي نه کوي او دا يوازې د ځينو عناصر فکر دی.»

د هند لومړی وزير او د بهارتيه چنتا ګوند مشر نريندر موديانځور: ZED

په دغه بيانيه کې زياته شوې ده: «د هند حکومت په خپل دودیز ميراث او د تنوع په برخه کې د پیاوړي کلتوري دود سره سم ټولو مذهبونو ته درناوی لري. د هغو کسانو پر ضد چې دغه له سپکاوې ډکې څرګندونې یې کړي دي، لا د مخه کلک ګامونه پورته کړل شوي دي.»

خو په هند کې څارونکي وايي چې د بی جی پي د دې دواړو مشرانو پر ضد تر اوسه هیڅ قانوني چلن نه دی شوی. دوی په دې آند دي چې د ګوند غړيتوب ځنډول له قانوني چلن سره مترادف نه دي.

اصل لانجه څه ده؟

د بي جی پي ګوند مرکزي وياندې نوپور شرما کابو لس ورځې تر مخه د يوه تلويزيوني بحث په ترڅ کې د اسلام پيغمبر په اړه سپکې سپورې ويلې وې. د حيرانتيا وړ خبره داده کله چې د خپرونې کوربنې چې يوه مشهوره ژورناليسته ده، هڅه وکړه د نوموړې مخه ونيسي نو هغې خپلو خبرو ته دوام ورکړ او څه چې یې په خوله راتلل هغه یې وويل.

وروسته بیا د «آلټ نيوز» په نوم د يوې ويب پاڼې يوه ژورناليست محمد زبير دغه بحث له خلکو سره شريک کړ خو د بي جي پي ګوند غړيو د دې پر ضد د کوم ګام پورته کولو پر ځای پر محمد زبير نیوکې وکړې. خو کله چې دا مسئله پراخه شوه نو د تلویزيون چارواکو بخښه وغوښتله او د نوپور شرما څرګندونې یې له ټولنیزو رسنيو څخه لغوه کړې.

په هندوستان کې يو شمېر کسان ژوندي سوځول شوي

بهارتيه جنتا ګوند حتی په دې اړه يوه اعلامیه هم خپره نه کړه او د همدې چپتيا له وجې يوه سياستوال او د ګوند د ډهلي د برخې وياند هم له سپکاوي ډک ټويتونه وکړل. د مسلمانانو ځينو ټولنو د دې پر ضد دعوې هم وکړې خو هيڅوک ونه نيول شول. تر دې وروسته بيا مظاهرې ترسره شوې.

په دې لړ کې د جمعې په ورځ په کانپور کې په يوه احتجاجي مظاهره کې اخ و ډب هم رامنځته شو. د دغه ایالت چارواکو د مظاهره کوونکې پر ضد د کلکو اقداماتو امر ورکړی او تر اوسه تر ۵۰ ډېر کسان نيول شوي دي. خو د حيرانتيا خبره داده چې په نيول شويو کې يو هندو هم شامل نه دی.

ب. ص/ ن . ز (صلاح الدين زين، نوی ډهلی)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب