د اسماني تیږې ټوټو ډیر کسان ټپیان کړل
۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه د سیمي د اوسیدونکو له خوا په اخیستل شوو ویدیو ګانو کې د دغې تیږې د ټوټو د رالویدو جریان ښوول شوی دی. د وروستیو رپوټونو له مخې د دې پېښې له کبله شاوخوا ۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د اروپا د فضايي سازمان انجنیر رایتر کرسکین، ویلي دي: «دغه شان اسماني تیږې ځمکې ته تر رارسیدو مخکې د موندلو وړ دي خو ستونزه دا ده چې که هغوی تر یوې معینې اندازې وړوکې وي، نو نه شي موندل کیدای. خو پر حال یو ستوری پیژندونکی يو څه چانس ته هم اړتیا لري. زه باید ووایم چې زموږ اوسني تخنیکي امکانات موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې د هغې تیږې په اندازه اسماني ډبره چې په روسیه کې رالویدلې ده، مخکې له مخکې ومومو.»
د دغې اسماني ډبرې ټوټې چې په اور کې سوځیدې د چل یابینسک، په سیمه کې رالویدلې دي. په تلویزیونونو کې د دغې ډبرې د ټوټو د رالویدو له کبله رامنځ ته شوې داسې بڅرکي ښودل شوې دي چې د انسان سترګو ته یې زیان رساوه.
د روسیې له ملکي کسانو څخه د ساتنې وزارت ویلي دي چې د پېښې ډیری قربانیان د هغو ښیښو په واسطه ټپیان شوي دي چې د ډبرې د ټوټو تر رالویدو وروسته ماتې شوې دي. دې وزارت زیاته کړې ده چې دې پېښې لږ تر لږه شپږو ښارونو ته تاوان رسولی دی. خو روسي چارواکو ویلي دي چې د پېښې له کبله د دې هیواد اتومي تأسیساتو زیانمن شوي نه دي.
ښاغلي کرسکین ویلي دي چې دغه اسماني ډبره کیدای شي چې د یوه متر په اندازه لوی والی ولري. هغه زیاته کړې ده: «هر هغه څه چې له لیرې کایناتو څخه پر ځمکې ولګیږي، سرعت يې په یوه ثانیه کې لږ تر لږه ۱۱.۲ کیلو متره وي. دا په دې معنی ده چې هغه ځمکې ته له رسیدو سره ډیره خوځوونکې انرژي تولیدوي. نو له دې کبله کله چې هغوی ځمکې ته رسیږي نو ډیرې ورانۍ رامنځ ته کوي.»
د انترفاکس خبري آژانس ویلي دي چې روسیې د دغه وضعیت د کنترولو له پاره ۲۰۰۰۰ مرستندویه ځواکونه چمتو کړي دي.