1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره ۳۴۸ میلیونه ډالري مرسته

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

افغان حکومت له اسیا پراختيايي بانک سره د ۳۴۸ میلیونه ډالرو بلاعوضو مرستو تړون لاسلیکیدو خبر ورکړی دی. دغه پیسې به د کندهار د «دهلې بند» پر پراختيا باندي ولگيږي.

ADB Wasserversorgung Wasserresourcen Verbesserung Afghanistan
انځور: Ministry of Finance/Afghanistan

د افغانستان د ماليې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلاميې کې وویل چې د اسیا پراختيايي بانک د کندهار ولایت د اوبو د سرچینو د مدیریت او ودې او په ځانګړې توګه د «دهلې بند» د پراخولو په هدف له افغانستان سره ۳۴۸ میلیونه ډالر مرسته کوي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي، ویلي دي: «دغه مرستې د اسیا پراختيايي بانک له ځانګړي صندوق څخه تمویلیږي او د زراعت، طبیعي زیرمو او کلیو پر ودې باندې مصرفیږي.»

د افغانستان له پاره د اسیا پراختيايي بانک رئیس نرندا سنګرو، ویلي دي چې د دغه سند لاسلیکیدل ښيي چې د اسیا پراختيايي بانک د افغانانو د ژوند ښه کیدو ته اوږدمهاله ژمنه لري.

هغه زیاته کړه: «دغه پروژه به د زراعت په ودې او موثریت، د اوبو له مدیریت، انرژي له تولید او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.»

افغانستان یو زراعتي هیواد دی او ډیر افغانان خپل عواید په همدې سکتور کې د کار له لارې ترلاسه کوي. د افغانستان د مالیې وزارت ویلي دي چې په کندهار کې د اوبو د مدیریت او ظرفیت د لوړولو په مرسته به په دې ولایت کې د بریښنا او اضافي اوبو د تولید امکانات رامنځ ته شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب