افريقا او سره زر ايستونکي ماشومان يې
ينس بروشرز / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۷, پنجشنبه[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
په استراليا کي په سروزرو پسې لټون
سل کاله کيږي چي په استراليا کي سره زر استخراجيږي. دغه مځکي له ټولي نړۍ څخه په زرونو کسان جلب کړي دي. هر پلټونکی د يوه پاسپورت په لرلو او ۲۰ يورو په تحويلۍ سره هلته له مځکي څخه د سروزرو د استخراج اجازه تر لاسه کولای سي.
د استراليا په لوېديځ کي يوه سيمه
د استراليا په لوېديځ دغه سيمه کي چي خاوره ئې سره ده د سروزرو کانونه موجود دي.
د مځکي پر سر نښانې
په استراليا کي سوپر پيت (Super Pit) تر ټولو ستر د طلا کان دی چي په نړۍ کي څلورم ځای لري. د دغه کان اوږدوالی څلور او بر ئې دوه کيلومتره دئ او ژوروالی ئې ۶۲۰ متره دئ.
د کان د ډبرو لېږدول
د استراليا په لوېديځ کي له کانونو څخه ډبري راايستل کيږي او په دغو موټرو کي چي ټايرونه ئې د سړي له قد سره برابر دي لېږدول کيږي. دغه باري موټر درې ميليونه يورو بيه لري او ۳۸۰۰ ليتره تيل ځايوي.
د سروزرو کان اړوند ښار
کالگورلي، هغه ښار دئ چي د استراليا د لوېديځ ښار پرت په ۶۰۰ کيلومترۍ کي پروت دئ. دغه ښار د سروزرو د کان په خاطر جوړ سوی دئ او عوائيد هم يوازي له دغي لاري پوره کیږي. په دغه ښار کي چي ودانۍ ئې يو پوړيزي دي ۳۰ کسان ژوند کوي. د دوی ډېری ځوانان دي او په کانونو کي کار کوي.
کوستا کاسا
د دغه ښار اوسېدونکي د شپې له خوا په دغه ځای کي سره راټوليږي او الکول څښي.
۹۶۵ کیلومتره معدني سیمه
د استراليا په لوېديځ کي د سروزرو کان سيمه دومره ستره ده لکه ټول يونان هيواد.
د استراليا په لوېديځ کي د سروزرو کان سيمه يوه برخه. دلته د اورگاډو پر ځای له ټيلرانو څخه کار اخيستل کيږي.
بېکاري نسته
د استراليا په لوېديځ معدني سیمي کي يووازي طلا نه، بلکي نيکل او عناصر هم استخراجيږي. په دغه سيمه کي ډېر کانونه سته. په دغه سیمه کي بېکاري اصلاً څوک نه پيژنې، هرڅوک چي وغواړي کار وکړي کار ورته سته.
د استراليا په لوېديځ کي د سروزرو کانونو سيمه.
د طلا د اسختراج پيل
نژدې ۱۲۰ کاله دمخه د استراليا په لوېديځ کالگورلي ښار کي د سروزرو استخراج پيل سو. په ۱۸۹۳م کال کي يوه ايرلندي مهاجر پدي هانان، په تصادفي توگه په دغه سيمه کي د سروزرو ټوټې وموندلې. تر هغه وروسته د سروزرو په زرونو انسانان دغي سيمي ته ورغلل او پلټني ئې پيل کړې. خو ډېرو لږو کسانو طلا وموندلي او ډېر نور ئې په ارمان هلته مړه او ښخ سول.
په ۲۰ يورو د طلا د استخراج اجازه
اوس هم د استراليا لوېديځ ته د سروزرو پلټونکي ور روان دي. د استراليا د لوېديځ هر اوسېدونکی د خپل کار ترځنگ په سروزرو پسې هم گرځي. هرڅوک چي د کارگورلي ښار د څارني دفتر ته خپل پاسپورت وښيي او ۲۰ يورو تحويل کړي د سروزرو د استخراج اجازه ورکول کيږي. دغه اجازه هم استراليايانو او هم سيلانيانو ته ورکول کيږي.