1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افشا شوو سندونو له مخې چین د ایغور مسلمانانو مغزونه مینځي

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

د چین د حکومت اړوند افشا شوي مخفي سندونه زندانونو ته ورته په کمپونو کې پر ایغور مسلمان لږکیو باندې د پراخې جبري تربیې څخه پرده پورته کوي. پر دوی د فزیکي او ذهني کنترول سیستم عملي کیږي، داسې تورونه چې حکومت یې ردوي.

China | Muslime | Id Kah Moschee
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/File

د یکشنبې په ورځ د چین حکومت اړوند د مخفي افشا شویو سندونو له مخې، دغه هیواد د شینجيانگ په سیمه کې د ایغور مسلمان لږکیو سیستماتیکه مغزي مینځنه کوي. د دغو سندونو له مخې زندان ته ورته په کمپونو کې د ایغور مسلمانانو د ژوند وضعیت ډیر خراب دی. په پيکنگ کې حکومت بیا ادعا کوي چې دوی په دغو کمپونو کې د اویغور، قزاق او نورو قومي لږکیو د سلګونه زره کسانو د سخت دریځه کیدو د مخنیوي په موخه په رضاکارانه توګه د بیا روزنې پروګرامونه وړاندې کوي.

د چین حکومت دغه مخفي سندونه د یوې نامعلومه سرچینې له لوري د تحقیقاتي ژورنالیزم نړیوال کنسورسیوم او شاوخوا ۱۷ نړیوالو رسنیو ته سپارل شوي دي. په دغو رسنیو کې د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې او اسوشیتید پریس په ګډون د زود دویچه څایتونګ آلمانۍ رسنۍ هم شامله ده.

دغه سندونه چې زیاتره یې د ۲۰۱۷م کال اړوند دي، ښيي چې یوه لسیزه وړاندې د چین په شینجيانگ ایالت کې تر خونړیو اعتراضونو او ترهګریزو بریدونو وروسته، د چین حاکم کمیونیستي ګوند څرنګه تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې زندان ته ورته د کمپونو یو سیستم رامنځ ته کړ چې تر اوسه پورې پکې له یو میلیون څخه زیات انسانان ساتل شوي دي.

د تحقیقاتي ژورنالیزم نړیوال کنسورسیم دغه اسناد د یادو کمپونو د پرمخ بیولو له پاره یو لارښود او همدا راز د انسانانو د څار یو منظم سیستم بللی دی.

انځور: AFP/G. Baker

په افشا شویو سندونو کې څه راغلي دي؟

د افشا شویو سندونو له مخې، په چین کې دغه کمپونه په اصل کې د رویې او نظریې د بدلون اجباري مرکزونه دي او دا چې مسلکي زده کړې بیا یوازې د زندانیانو تر خوشي کیدو وروسته په نورو ځانګړو ځایونو کې وړاندې کیږي. په سندونو کې همدا راز د زندانونو چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د زنداني شویو کسانو د تیښتې مخه ونیسي او د دې کار له پاره یې د څار برجونه هم جوړ کړي، دروازې یې دوه قلونه لري، د خطر زنګونه نصب کړل شوي او په ټولو دروازو کې د څار امنیتي کامرې هم نصب کړل شوي دي.

د سندونو له مخې دغه زندانونو ته ورته کمپونه د څار تر پراخو تدابیرو لاندې دي چې پکې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي هم کارول شوې او د اړتیا په صورت کې د پوښتنو ګرویږنو له پاره ځینې کسان په اتوماتیک ډول انتخابوي. په دغو سندونو کې د دغو کارونو او د کمپونو د مخفي ساتلو لارښونه هم شوې او دا هم پکې ویل شوي چې څرنګه د خپریدونکو ناروغیو مخه ونیول شي.

د افشا شویو سندونو له مخې د یوه زنداني نمرې د زندان د شدیدو کړنلارو په عملي کولو او همدا راز د ماندرین ژبې د کارولو په اساس ورکول کیږي. په سندونو کې ویل شوي چې زندانیان باید د حد اقل یوه کال له پاره په دغو مرکزونو کې پاتې شي او د دې امکان هم شته چې دوی د نامعلومې مودې له پاره دلته وساتل شي.

انځور: AFP/G. Baker

په افشا شویو سندونو کې یو سند ښيي چې يوازې د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې، ۲۴ زره او ۶‍۱۲ تنه شکمن کسان د معلوماتو د مرکز له لوري تشخیص شوي دي چې له دې ډلې څخه ۱۵ زره او ۶۸۳ تنه یې د زده کړې او روزنو له پاره انتقال شوي، ۷۰۶ تنه یې زندان ته او ۲۰۹۶ تنه بیا په کور کې تر څار لاندې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين حکومت بیا دغه سندونه او په سندونو کې خپاره شوي معلومات ردوي او دغه څه یې جعلي بللي دي. په لندن کې د چین سفارت په یوه لیکلي ځواب کې د افشا شویو سندونو په هکله وویل: «له هغه وخت راهیسې چې دغه اقدامات عملي شوي، هلته په تیرو دریو کلونو کې هیڅ ترهګریز برید نه دی شوی. شینجیانگ اوس ډیر خوندي دی.» د یاد سفارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې د زندانیانو مذهبي او شخصي آزادۍ ته په بشپړه توګه درناوی کیږی.

په ۲۰۰۹م کال کې د چین د شینجیانګ ایالت په مرکز اورمچي کې د یوه پاڅون په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۲۰۱۴م کال کې ایغور بیلتون غوښتونکو د چین په جنوبي ښار کونمینګ کې د چړو په واسطه شاوخوا ۲۹ کسان وژلي وو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل