1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو د اسنادو په اړه له الماني چارواکو تحقیق روان دی

۱۴۰۳ تیر ۹, شنبه

د یو شمیر افغانانو مشکوک اسناد د دې سبب شول چې څارنوالۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له کارمندانو څخه تحقیقات وکړي. د څيړنو پایلې ښيې چې المان ته د دغو کسانو د داخلیدو له پاره اړین شرایط پوره شوي دي.

Deutschland | Afghanische Flüchtlinge landen mit dem letzten Flugzeug über Taschkent aus Kabul am Frankfurter Flughafen
آرشیف انځور: په المان کې د فرانکفورت هوایي ډگر ته د افغانانو راتگانځور: Kai Pfafenbach/REUTERS

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ په پلازمېنې برلین کې وویل چې د برلین او کوتبوس څارنوالیو د «شاوخوا ۲۲ کسانو په هکله معلومات غوښتي دي.»

مخکې له دې د «فوکوس» المانۍ مجلې رپوټ ورکړی وو چې ګواکی الماني چارواکي په دې تورن دي چې په رسمي ډول یې د سفارتخانو او قونسلګرو کارمندانو ته امر کړی دی هغو غوښتنلیک وړاندې کوونکو ته [چې نیمګړي یا په ښکاره ډول جعلي اسناد لري] المان ته د راتګ اجازه ورکړي.

د څارنوالۍ د غوښتنلیک په اساس، د بهرنیو چارو وزارت دری تحقیقات تائید کړي دي چې د برلین په عمومي او کوتبوس ښار په څارنوالیو کې د ترسره کیدو په حال کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند واضحه کړه، چې په دغو مشکوکو اسنادو کې په اصطلاح ۲۲ موارده «نیابتي پاسپورتونه» شامل دي، چې د افغانستان د چارواکو له خوا صادر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه مسافرتي اسناد معتبره دي، خو د المان د حکومت له خوا په رسمیت نه پيژندل کیږي او په حقیقت کې لرونکو ته یې ویزه نه ورکول کیږي.

دا چې نیابتي پاسپورتونه یا «پروکسي» اصلي اسنادو ته ورته دي، نو د ویزې ورکونې په پروسه کې یې تشخیصول آسانه نه دي او نورو اسنادو، د بیلګې په توګه د الماني سفارتونو له خوا بهرنیو اتباعو ته د سفري اسنادو صادریدو ته اړتیا لري.

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی دی چې ټول هغه کسان چې له نیابتي پاسپورتونو سره المان ته راغلي دي، تر بریالیو امنیتي ارزونو لاندې نیول شوي دي چې المان ته د راتګ شرایط یې پوره کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دغو کسانو د تیښتې دلیل دا وو چې دوی سیمه ایز کارکوونکي ول او یا یې مدني ټولنو کې مشارکت درلود او تر تعقیب لاندې نیول شوي ول». دغه ویاند زیاته کړه چې المان ته د دوی د راتګ په هکله کومه پوښتنه باقي نه وه پاتې شوې.

د رپوټونو په حواله دغو افغانانو لومړی پاکستان ته سفر کړی دی او هلته له امنیتي ارزونو وروسته په روان میلادي کال کې په دوو چارتر الوتکو کې المان ته راغلي دي.

دا هم هغه موارد دي چې په برلین کې تر ارزونې لاندې دي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره هغه مورد چې په کوتبوس کې تر بررسۍ لاندې ده د یوه افغان قضیه ده چې یونیم کال مخکې یې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

په لومړیو کې د دغه کس د ویزې غوښتنه د الماني چارواکو له خوا رد شوې وه، خو د المان له حکومت څخه تر شکایت وروسته ورته ویزه ورکړل شوې وه. د هغه د سفري سند په اړه هم پوښتنې مطرح شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل