د افغانانو يوې بلې ډلې هم د آلمان پر لور پرواز کړی
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه
د آلمان له خوا د منلو له پروگرام څخه ځینو افغانانو له پاره په پاکستان کې د انتظار وخت نور پای ته ورسید. د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» د یوې خبريالې په حواله په آلمان کې د حکومت د بدلون راهیسې دشپږم ځل له پاره د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو الوتکې د پاکستان له پلازمینې اسلام آباد څخه د آلمان پر لور پرواز کړی دی.
د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې په دغه پرواز کې ۵۲ کسان شاملیږي چې یوه ډله به یې په هانوور او بله ډله به یې په برلین کې راکښته سي. دآلمان نوي حکومت تراوسه پورې یوازې هغو افغانانو ته له اسلام آباد څخه د پرواز اجازه ورکړې ده چې د دغه هیواد له خوا یې د منلو د پروګرام په چوکاټ کې ژمنې ترلاسه کړي او د ویزې د ترلاسه کولو له پاره یې په محکمه کې دعواوې بریالۍ وې.
اړوند:رپوټ: آلمان ته د نه انتقال په بدل کې افغانانو ته د پیسو وړاندیز
د نوموړي آژانس په حواله په دې ترڅ کې په دې اړه هم له سره غور کیږي چې بیا هم د پخواني حکومت په شان الوتکې چارتر سي، ترڅو دغه کسان آلمان ته انتقال سي. ددې کار علت د وخت فشار دی: پاکستان غواړي د نوي کال له پیل څخه هغه افغانان هم بیرته خپل ټاټوبي ته اخراج کړي چې د آلمان له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي. د الوتکو د ممکنه چارتر کولو له پاره لا دقیق وخت نه دی ټاکل سوی. په مجموعي ډول په پاکستان کې شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان آلمان ته د تگ له پاره انتظار باسي.
نوي حکومت د منلو پروگرام ځنډولی دی
ډیری افغانې کورنۍ له میاشتو او حتی کلونو راهیسې په اسلام آباد کې د انتظار په حالت کې دي. د جرمني نوي حکومت د می په میاشت کې، له ځانگړي گواښ سره مخامخو افغانانو له پاره د منلو پروگرام په ټپه ودراوه.
په دغه پروگرام کې په افغانستان کې د جرمني د ادارو پخواني محلي کارکوونکي، د هغوی د کورنۍ غړي او خپلوان او هغه کسان شامل دي چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ځورونې وېره لري. په دې ډله کې پخواني وکیلان او خبریالان هم شامل دي.
اړوند:آلمان د افغانانو د منلو پروګرام کې نوې ژمنې نه دي کړي
دا چې پر دغه ځنډ سربیره بیا هم ځینو کسانو او د هغوی کورنیو ویزې ترلاسه کړې دي، علت یې دادی چې هغوی نوموړي هیواد ته د داخلیدو له پاره، په آلماني محکمو کې دعوی کړې وه. په دې ترڅ کې آلمان ته د انتقال د څو قضیو ملاتړ د «کابل ایرلفت» په نامه مرستندویه ډلې له خوا کېږي.
یوې ځوانې ښځې ، چې د هغو کسانو له ډلې څخه وه چې اوس د وتلو په حال کې ده، د جرمني خبري اژانس (dpa) ته وویل: "په افغانستان کې، زه د طب زده کوونکې وم او په هرصورت مې یې غوښتل چې ډاکټره سم." هغه چې مجبوره شوه بالاخره په افغانستان کې خپلې زده کړې پريږدي، ویې ویل: "زما یوازینۍ هیله دا ده چې په آلمان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم."