د افغانانو په ګډون ۶۰۰۰ کډوال پخپله خوښه له آلمان څخه وتلي
۱۳۹۵ تیر ۱۷, پنجشنبهاعلان
دغه خبره د آلمان د فدرالي پولیسو رییس اندریاس یونگ، د «فرانکفورتر نویه پریسه» ورځپاڼي ته د چهارشنبې په ورځ (د۲۰۱۶م کال د جولای میاشتي ۶مه نیټه) کړې ده. د ده په خبره ډیری ستانه شوي کډوال، مایوسه دي او وايي، هغه انتظارات چي یې په آلمان کې له ژوند څخه لرل، نه دي پوره سوي.
دغه آلماني چاروکي همداراز زیاته کړې ده چي ډیر شمیر ستانه شوي کډوال د البانیا، افغانستان او ایران له هیوادونو څخه وو.
د یونگ په خبره قاچاقبرانو مهاجرو ته وعده ورکړې وه چي په «آلمان کي هرچا ته یو کور، موټر او ۱۰۰۰ یورو ورکول کیږي، خو هغوی ژر واقعیت ته متوجه سول».
په ۲۰۱۵ کال له دغه لوی نړیوال هوايي ډگر څخه مجموعأ ۱۵۰۰۰ کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه سوي ول.