1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان استازی د ملکې الیزابت جنازې ته نه دی بلل شوی

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د ملکې الیزابت د جنازې مراسم د نړۍ د مشرانو په ګډون په لندن کې ترسره کیږي. شاهي کورنۍ او د نړۍ نورجګپوړي چارواکې به په دې مراسمو کې ګډون وکړي، خو افغانستان او پنځو نورو هيوادونو استازي نه دي وربلل شوي.

د ملکې الیزابت پر مړينه وير
د ملکې الیزابت تابوت د لندن په ويستمنستر کې ايښوول شوی دیانځور: Kyodo/picture alliance

د سپټمبر ۱۹مې دوشنبې ورځې مراسمو کې د نورو هيوادونو د شاهي کورنیو په سلهاوو غړي، د دولتونو او حکومتونو مشران او ډیپلوماټان ګډون کوي.

د نړۍ ډېرو مشرانو له مخکې اعلان کړی دی چې دغو مراسمو ته د ګډون په موخه لندن ته ځي.

د ملکې اليزابت مړينه؛ د «لندن پل ونړېد» پروتوکول پېل سو

د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې روسیه، میانمار، بلاروس، سوریه، وینزویلا او افغانستان دغو مراسمو ته نه دي بلل شوي. ویل شوي چې شمالي کوریا ته هم بلنه ورکړل شوې خو دا بلنه د سفارت په کچه ده.

دې سرچینې ویلي دي چې سوریه او ونزویلا له دې امله نه دي بلل شوي چې اوس له بریتانیا سره ډيپلوماټیکي اړیکې نه لري او افغانستان د «اوسني سیاسي وضعیت» له امله نه دی بلل شوی.

په لندن ښار کې په زرونو کسان د ملکې اليزابت وروستي ديدار له پاره په کتارونو کې ولاړ ديانځور: Tom Nicholson/via REUTERS

دغو مشرانو ویلي دي چې لندن ته به ولاړ شي:

شاهي ګډونوال:

-له جاپان څخه امپراتور ناروهیتو او ملکه ماساکو

- له هالنډ څخه بادشاه ویلم الکساندر او ملکه ماکسیما 

- له اسپانیا څخه بادشاه شپږم فیلیپه او ملکه لتیزیا 

- له بلجیم څخه بادشاه فیلیپ او ملکه ماتیلد 

- د اسپانیا پخوانی باچا لومړی خوان کارلوس او میرمن یې صوفیا

- له ډنمارک څخه ملکه دویمه مارګرت، ولیعهد فردریک او ولیعهده ماری

- له سویډن څخه بادشاه کارل شپاړسم ګوستاف او ملکه سیلویا

- له ناروې څخه بادشاه پنځم هارالد او ملکه سونیا

ملي مشران:

- ولسمشر جوبایډن او د امریکا لومړی میرمن

-  د هند ولسمشر دروپادی مورمو

- د اتریش ولسمشر الکساندر فون دیر بلن

- د نیوزلنډ لومړی وزیر جاسیندا آردرن

- د آسترالیا لومړی وزیر آنتونی آلبانیز

- د لیتوانیا ولسمشر گیتاناس ناوسدا

- د سریلانکا ولسمشر رانیل ویکرمسینګه

- د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر

- د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول

- د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو

- د پولنډ ولسمشر آندری دودا

- د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتارلا

- د کاناډا لومړی وزیر جاستین ترودو

- د اروپايي شورا مشر چارلز میشل

- د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیر لاین

- د لایتویا ولسمشر اګیلس لویتس

- د ترینیداد و توباګو ولسمشر پائولا مای ویکس

- د فلسطین لومړی وزیر محمد اشتایه

- د فنلنډ ولسمشر ساولی نینیتسو

- د مجارستان یا هنګري ولسمشر کاتالین نواک

- د ایرلنډ ولسمشر مایکل دی هیګینز

- د ایرلنډ لومړی وزیر مایکل مارتین

- د جاماییکا لومړی وزیر اندرو هولنس

- د بلبز عمومي مشر فلویلا تزالام

-  سنت وینسنت او ګرنادینونو عمومي مشر سوزان دوګان

- د بنګله دیش لومړی وزیره شیخ حسینه

هغه هېواونه چې نه دي بلل شوي:

 روسیه، میانمار، بلاروس، سوریه، ونزویلا او افغانستان

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل