1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او متحده عربي اماراتو سیالۍ

۱۴۰۲ دی ۸, جمعه

د افغانستان کرېکټ بورډ تیره شپه ناوخته د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړو.

ICC Cricket World Cup 2023 - Australia v Afghanistan
انځور: FRANCIS MASCARENHAS/REUTERS

په یاد نوملړ کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز، محمد اسحق، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی.

په دغه نوملړ کې څلور تنه احتیاطي لوبغاړي راشد خان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم شامل دي.

کرېکټ بورډ په دغه خبرپاڼه کې د هغه دریو افغان لوبغاړو «مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل الحق فاروقي» نومونه هم شامل کړي چې تیره اونۍ پرې د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې وه.

کريکټ بورډ پر درو افغان لوبغاړو بندیزونه لګولي

کرېکټبورډ ویلي چې یادو لوبغاړو دغه ادارې ته د یوه برېښنالیک له لارې له مراجعې کولو وروسته د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ سیالۍ نن د ډسمبر میاشتې په ۲۹مه د افغانستان په وخت ۶:۳۰ دقیقې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې دویمه سیالي د روانې میاشتې په ۳۱ مه او دغه راز دریمه او وروستۍ سیالي د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه ترسره کېږي.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

33:09

This browser does not support the video element.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب