د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کې ۳ چینایان وژل سوي
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه
په پلازمینې دوشنبې کې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله، د مرکزي آسیا د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریت تاجیکستان کې، له افغانستان څخه د یوه سخت وسله وال برید په نتیجه کې درې چینايی اتباع وژل سوي دي. لکه څنگه چې خارجه وزیر ویلي دي، قربانیان د تاجیکستان په جنوب ختیځ کې د شمس الدین شاهین په سیمه کې د کانونو د شرکت کارکوونکي ول. د دغو معلوماتو له مخې پر نوموړو کارکوونکو باندې، دغه برید د افغانستان له لوري د وسلو او ډرونونو په کارولو سره ترسره سوی چې په لاسي بمونو سمبال ول.
اړونده موضوع: د تاجيکستان او افغانستان سره په سرحد کې پر چینایانو برید شوی
ياد وزارت ددغه برید پړه پر مجرمو ډلو اچوي. دغه شرکت د افغانستان سرحد ته نیژدې د سرو زرو کیندنه هم کوي. یو کال مخکې لا هلته د یوې حملې په نتیجه کې یو چینايی تبعه وژل سوی وو.
په تاجیکستان کې د ګاونډي هېواد چین ډیری شرکتونه پراخ حضور لري. تاجیکستان له افغانستان سره یوه ۱،۳۴۰ کیلومتره اوږده پوله لري چې کله ناکله بشپړه خوندي نه وي، چې له دغې لارې مرکزي آسيا ته د مخدره موادو قاچاقيدو ادعاوې هم کيږي.
په دغه هیواد کې روسي ځواکونه هم ځای پرځای سوي دي چې په تیرو وختونو کې یې له تاجک سرتیرو سره د مانورونو په ترڅ کې د هېواد د پولو د خونديتوب په اړه روزنې هم ليدلي دي.
تاجیکستان له افغانستان څخه د اقداماتو غوښتنه کوي
په دوشنبه کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره شوې اعلامیې کې ویلي چې "د جرمي ډلو له خوا دغه ناوړه عملونه په کلکه غندي او له افغان چارواکو څخه غواړي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په سرحد کې د ثبات او امنیت د ډاډمنولو له پاره اغیزمن اقدامات ترسره کړي."
په اعلاميه کې همدا راز زياته سوې ده چې تاجیکستان له ډیره وخته راهیسې په سرحدي سیمه کې د گډکار د فضا د رامنځته کولو له پاره هڅې کوي. سره له دې مجرمې ډلې د وضعیت د بې ثباته کولو له پاره دا ډول کړنو ته ادامه ورکوي.