دغه لوبې داسې مهال ترسره کیږي چې ټاکل شوې د روان کال په مارچ میاشت کې د نړیوال جام د غوراوي له پاره هم سیالۍ ترسره شي. په عین حال کې افغانستان او زمبابوې تر دې مخکې هم د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شوي چې افغانستان پکې برلاسی پاتې شوی دی.
د لوبو مهالویش او تلویزیوني پوښښ
د دې لړۍ لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه به سبا یعنې د فبروري میاشتې په ۵ نیټه او دوهمه لوبه د فبروري میاشتې په ۶ نیټه د شارجې په نړیوال کریکټ ستدیوم کې په ځایې وخت د ماښام په اوه بجو پیل شي چې د افغانستان په وخت د ماښام ۷ نیمې بجې کیږي. د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې دغه لوبې به د تلویزیون له لارې هم خپري شي. په افغانسان کې د یک تلویزیون په نامه خصوصي تلویزیون دغه لوبي خپروي او په بهر کې بیا د پاکستان جیو سوپر او د کویزي په نامه تلویزیون خپروي.
د ۵۰ اوریزه یو ورځنیو لړۍ بیا د فبروري میاشتې په ۹ نیټه پیلیږي. د همدې لړۍ دوهمه لوبه په ۱۱ نیټه، دریمه په ۱۱، څلورمه په ۱۶ او وروستۍ لوبه بیا د فبروري میاشتې په ۱۹ نیټه ترسره کیږي. یادې ټولې لوبې د ورځې پرمهال یعنې د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوه نیمو بجو ترسره کیږي.
انځور: facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial د لوبو په هکله ښه او بد خبر
د کریکټ د مینه والو له پاره ښه خبر دا دی چې محمد شهزاد محمدي تر نږدې یو کلن بندیز وروسته بیرته لوبډلې ته راغلی او ټاکل شوې په دې لوبو کې د افغانستان په پاره ولوبیږي. پر شهزاد محمدې باندې د کریکټ نړیوالې شورا د ممنوعه درملو د استفادې له امله د لوبو بندیز وضع کړی وو چې د جنوري میاشتې په وروستیو کې دغه بندیز بیرته لیرې کړل شو.
د زمبابوې د لوبو له پاره د افغان کریکټ لوبډلې تیز توپ اچوونکي حمید حسن هم ډیر زیار ایستلی وو او ټاکل شوې وه چې هغه به په دې سفر کې د ملي لوبډلې سره یوځای د زمبابوې پر وړاندې له څو کلن ځنډ وروسته ولوبیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA د افغانستان کریکټ بورډ څو شیبې مخکې پر خپله رسمي فیسبک پاڼه لیکلي چې: « له بده مرغه د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی حمید حسن په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او نوموړي ته د روغتیایي مسؤلینو له لوري د درې اوونیو استراحت ورکړل شوی.»
دا په داسې حال کې ده چې له ملي لوبډلې سره راشد آرمان هم څو ورځې مخکې د بیګ باش سفر په بریالۍ توګه تر پای ته رسولو وروسته، له ملي لوبډلې سره یوځای شوی او ټاکل شوې چې د زمبابوې پرخلاف به د لوبډلې برخه وي.
پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:
د کريکټ په ټيسټ لوبو کې چا لس زره منډي پوره کړي؟
يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې د کريکټ په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډې جوړي کړي. آيا تاسې پوهيږئ چې د يونس خان د مخه د نړي نورو کومو لوبغاړو دومره ډير رنزونه کړي دي؟ انځور: N. Naamani/AFP/Getty Images براين لارا د هغو لوبغاړو په سر کې راځي چې په لږ لوبو کې یې لس زره منډي پوره کړي دي. ده په ۱۱۱ لوبه کې دا مقام خپل کړ. په دې موخه لارا ۱۹۵ اننګز (نوبت) ولوبول.
انځور: Picture-Alliance/Photoshot د کرکيټ د نړۍ يوه ډير ښه توب وهونکي سچن تندولکر په کلکته کې د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر۱۶نيټه له پاکستان سره د يوې لوبې پر وخت په انفرادي توګه د لس زرو پاته منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۱۲۱ ټيسټ لوبه او ۱۹۵ اننګز (نوبت) وو. تندولګر د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر ۱۵ نيټه په لومړي ځل په ټيسټ ميچ کې لوبيدلی وو.
انځور: AP د سريلانکا د ټيسټ لوبو ستوري کمارا سنګا په خپله ۱۵۹ ټيسټ لوبه کې لس زره منډي پوره کړې. دی د استرليا په ملبورن کې دې هدف ته ورسيد. دا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۲۶ نيټه وه.
انځور: AP رکي پونټنګ د ۲۰۰۸ م کال د مي پر ۳۰ نيټه په نارت ساونډ کې له ويست اندیز سره په لوبه کې د لسو زرو منډو پاته برخه پوره کړه. ده دا هدف د ۱۱۸ ميچو په پر وخت د ۱۹۶ اننګز په لوبولو سره ترلاسه کړ.
انځور: AP په ۲۰۰۸ م کال کې راهول دراوډ په چنايي کې له سويلي افریقا سره په يوه لوبه کې خپل لس زره منډې پوره کړې. د توپ ويشتونکو مخې ته د «ديوال» په نوم شهرت لرونکي دې لوبغاړي په ۱۲۰ لوبو کې د ۲۰۶ اننګز تر لوبولو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ.
انځور: AP د خيبر پښتونخوا د مردان سيمې يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې همدا څو ورځې ترمخه يعني د اپريل پر ۲۱ نيټه یې په کنګستن کې له ويست اندیز سره په لوبه کې خپلې لس زره منډې پوره کړې. دا د نوموړي ۱۱۶ لوبه او ۱۰۸ اننګز وو. يونس خان د ۲۰۰۰م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه په ټيسټ لوبو پیل وکړ.
انځور: AP مهيلا جی وردنې د ۲۰۱۱م کال د دستمبر پر ۲۶ نيټه په دربن کې لس زره رنز پوره کړل. دا د نوموړي ۱۲۷ لوبه او ۲۱۰ اننګز وو. جی وردنې په ۱۹۹۷م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: AP سنيل ګواسکر لومړی لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډي جوړې کړي. دې تکړه توپ وهونکي د ۱۹۸۷م کال په مارچ مياشت کې په احمد آباد کې له پاکستان سره په يوه لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP تکړه آل راونډر ژاک کيلس په يوهانسبورګ کې له استرليا سره په يوه لوبه کې چې د ۲۰۰۹ م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه وه لس زره منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۲۱۷ اننګز او ۱۲۹ لوبه وه. کيلس په ۱۹۹۵م کال کي په ټيسټ لوبو پيل وکړ.
انځور: Reuters بريتانوي توپ وهونکي کک د ۲۰۱۶م کال په مي میاشت کې له سريلانکا سره د لوبې پرمهال خپل لس زره رنز پوره کړل. کک په ۲۰۰۶م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar ايلن باردر چې په ډيرو کاميابو کپتانانو کې شميرل کيږي، د ۱۹۹۳م کال په جنورۍ مياشت کې یې د سدني په لوبغالي کې له ويست اندیز سره په لوبه کې لس زره منډې پوره کړې. ده په ۲۳۵ اننګز يا (نوبتونو) کې دا هدف تر لاسه کړ او هغه مهال دې هدف ته رسيدونکی دويم لوبغاړو شو. ده په ۱۹۷۸ م کال کې ټيسټ لوبي پيل کړي وې.
انځور: Getty Images شيو ناراين چندرپال، ويست اندیز شيو ناراين چندرپال د ۲۰۱۲م کال د اپريل پر ۲۳ نيټه دې هدف ته ورسيد. په روسو کې له استرليا سره په لوبه کې نوموړی د لس زرو رنزو جوړونکو په کتار کې ودريد. دا د هغه ۱۴۰ لوبه او ۲۳۹ نوبت وو.
انځور: AP د استرليا دې آل راونډر د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ پر۲ نيټه د سدني په لوبغالي کې له بريتانيا سره په لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. ده په تر ټولو زياتو يعني ۲۴۴ اننګز کې تر لوبيدو وروسته لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP