1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کې د سولې خبرو پر مهال افغانستان کې د پاکستان بر

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان پوځي سرچينې او عيني شاهدانو ويلي، پاکستان د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د سرحدي سيمو بریدونه کړي دي. دا بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې د سولې خبرو له پيل سره هممهاله شوي دي.

د افغانستان پوځي سرچينې او عيني شاهدانو ويلي، پاکستان د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د سرحدي سيمو بریدونه کړي دي.
تر اوسه پورې طالب چارواکو او عیني شاهدانو د تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي. انځور: Stringer/REUTERS

د افغانستان يوې پوځي سرچينې او عيني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته له پاکستانه د افغانستان پر خاوره توغندي او د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي چې نن د ترکیې استانبول ښار د پاکستاني چارواکو او طالب چارواکو د مذاکراتو کوربه دی.

یادې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «پاکستان د سپکو او درنو وسلو استفاده کړې او ملکي سيمې يې په نخښه کړي دي.» د عيني شاهدانو په وينا، دغو بريدونو شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ دقيقو دوام وکړ. یادې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، زياته کړه: «موږ د احترام له مخې لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، ځکه چې د استانبول خبرې اترې روانې دي.»

د وروستيو اوونيو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند وضعيت ډېر نازک شوی، او د پولې دواړو غاړو ته د پوځونو حضور زيات شوی دی. د شنونکو په باور، دا ډول بريدونه کولی شي د سولې هڅې له خطر سره مخ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا نوره هم کمه کړي.

د اړیکو د تازه ترینګلتیا دلیل

په وروستیو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي. اسلام آباد پر کابل تورې پورې کوي چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي. په افغانستان کې حاکم طالبانو د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ شخړه وروسته له هغو راپورته شوه چې د اکتوبر په ۹مه په پلازمېنه کابل کې چاودنې وشوې، چې د طالبانو حکومت يې پړه پر پاکستان واچوله، او د غچ اخيستلو له پاره یې د پولې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځي اهدافو بریونه وکړل. په دې نښتو کې له ۷۰ زيات کسان، چې ملکيان هم پکې شامل وو، وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

دواړو هېوادونو د اکتوبر په ۱۹مه د ترکيې او قطر په منځګړيتوب د اوربند هوکړه وکړه، خو د هغې جزييات لا نه دي نهايي شوي. په استانبول کې د تيرو څو ورځو پرله‌ پسې خبرو اترو يوه کړکېچنه دوره تېره اوونۍ د اوربند د غځولو او د پنجشنبې په ورځ د بيا خبرو او ملاقات پر هوکړې پاى ته ورسېده.

کوربه هېواد ترکيې د تيرو خبرو په پاى کې وويل چې دواړه لورې د سولې د ساتلو او د سرغړونکو د مجازاتو لپاره د "څارنې او تصديق ميکانيزم” پر جوړولو موافقې ته رسېدلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل