د افغانستان او پاکستان د طاقت مقايسه
۱۳۹۵ اسفند ۱۵, یکشنبهد افغانستان او پاکستان د پياوړتيا مقايسه
پاکستان او افغانستان هغه هيوادونه دي چي حکومتونه يې له وسله والو ډلو سره په کورنۍ جګړه يا جګړې ته ورته حالت کي دي. د افغانستان او پاکستان د پوځي او اقتصادي قدرت يوه پرتله په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
نفوس ـ افغانستان ۳۳ مليونه ـ پاکستان ۱۹۹ مليونه
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
نارينه ـ افغانستان ۱۴ مليونه ـ پاکستان ۹۵ مليونه
د عسکرۍ وړ ـ افغانستان ۸ مليونه ـ پاکستان ۷۵ مليونه
فعال عسکر ـ افغانستان ۲۰۰ زره ـ پاکستان ۶۲۰ زره
ټولې الوتکې ـ افغانستان ۱۸۵ ـ پاکستان ۹۲۳
جنګي الوتکي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۰۴
ترانسپورتي الوتکي ـ افغانستان ۱۵۳ ـ پاکستان ۲۶۱
نظامي خدمت وړ هوايي ډګرونه ـ افغانستان ۵۲ ـ پاکستان ۱۵۱
ټانکونه ـ افغانستان ۷۰۰ ـ پاکستان ۲۹۲۴
زغروال موټر ـ افغانستان ۹۶۶۹ ـ پاکستان ۲۸۲۸
ګرځنده توپونه ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۴۶۵
څو ميله لرونکي توپونه ـ افغانستان ۵۰ ـ پاکستان ۱۳۴
اټومي وسلې ـ افغانستان صفر ـ پاکستان د ۲۴ او ۷۵ تر منځ
منبع: globalsecurity.org
بهرنۍ قرضې ـ افغانستان ۱،۲ مليارد ډالره ـ پاکستان ۵۸ مليارد ډالره
کاري ځواک ـ افغانستان ۷،۵ مليونه نفر ـ پاکستان ۶۱،۵ مليونه نفر
تائيد سوي د تيلو ورځنۍ ځېرمي ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۳۷۱ مليون بېرل
پاخه سړکونه ـ افغانستان ۴۲ زره کيلومتر ـ پاکستان ۲۶۰ زره کيلومتر
اورګاډي پټلۍ ـ افغانستان صفر ـ پاکستان ۷۷۹۱ کيلومتر
مساحت ـ افغانستان ۶۵۲ زره مربع کيلومتر ـ پاکستان ۷۹۶ زره مربع کيلومتر
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۵مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.10.2015):
کوم هیواد څومره اتومي وسلې لري؟
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري.
روسیه
په ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
امریکا متحده ایالات
امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
فرانسه
فرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
چین
د آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
بریتانیا
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
پاکستان
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):
انځورونه: د چين پوځ څومره غښتلی دی؟
چين د نړۍ تر ټولو لوی پوځ لري. د ګلوبل فاير پاور په نووم سازمان د چين د پوځ په تړاو مهم معلومات او شمېرې خپرې کړي دي. دغه معلومات په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ:
۲،۳ مليونه مسلح عسکر
د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۲،۳ مليون احتياطي عسکر
۲۹۴۲ الوتکي
۱۲۳۰ جنګي الوتکي
۸۰۱ څرخي الوتکې
۲۰۰ جنګي څرخي الوتکې
۹۱۵۰ ټانکونه
۱۵ مهمي بندرګاوې
۶۸ اوبتلونه
۷۱۴ لوی جنګي بېړۍ
۱ الوتکه وړونکې بېړۍ
د دغه انځوريز راپور معلومات د ګلوبل فاير پاور وېبپاڼي څخه د ۲۰۱۶ کال د دسامبر په ۲۶مه نېټه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]