د افغانستان اقتصاد تر ډیره په وارداتو ولاړ دی. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وینا په ۲۰۱۷م کال کې له چین څخه د وارداتو حجم ۱،۰۹ میلیارده ډالرو ته رسیده.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف د دغه هوایي دهلیز د پرانیستلو پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل: «زموږ موخه دا ده چې افغانستان په یوه تولیدونکي هیواد واړوو. جلغوزي به چین او نورو هیوادونو ته صادریږي.»
د افغان ولسمشر یوه سلاکار چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي، ویلي دي چې د یو شمیر هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو له پرانیستو راهیسې حکومت صادرونکو ته دوه میلیونه ډالر مالي مرستي (سبسایډي) ورکړې ده. دغه سلاکار وړاندې ویلي دي: «له ۲۰۱۷م کال راهیسې افغان سوداګرو د هوایي دهلیزونو له طریقه د خپلو تولیداتو د صادرولو له لارې تر لسو میلیونو ډالرو ډیره ګټه کړې ده.» د هغه په خبره چین د افغانستان د طبیعي محصولاتو له پاره ښه مارکیټ دی.
تر اوسه هند ته د افغانستان ۸۷ سلنه صادرات د هوايي دهلیز له لارې انتقال مومي او په دې توګه د هندوستان سیال هیواد پاکستان له لارې توکي نه انتقاليږي. دا ځکه چې پاکستان د دواړو ګاونډیو هیوادونو سره په اغلب ګومان د پولې پر سر کړکیچونو کې ښکیل دی.
له ۲۰۱۷م کال راهیسې په ۱۵۳ پروازونو کې د هند درو ښارونو ته ۳،۳۳۴ میترک ټنه تازه میوه، وچه میوه او طبي بوټې، هنجاڼه، او زعفران لیږدول شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
د افغانستان د غالیو کاروبار ولې اغیزمن شوی؟
د افغانستان د غالۍ اوبدلو پخوانی دودیز صنعت له طالبانو سره د جګړې او پاکستان له اړخه د سرحد تر سختیدو وروسته اغیزمن شوی دی. په تیر یوه کال کې د غاليو په پلور کې شا او خوا پنځوس سلنه کمښت راغلی دی.
د «افغان کارپټس» په نوم د یوه دوکان خاوند پرویز حسین وایي چې پاکستاني سوداګر له افغانستان څخه غالۍ رانیسي او له لسو څخه تر پنځلس سلنو ګټه پکښې کوي. د هغه په خبره خلک افغانستان ته د غاليو رانیولو له پاره نه ځي او دا چې په افغانستان کې د غاليو پریمنځولو میتود ښه نه دی. د حسین په خبره ډیر شمیر افغان سوداګر په پاکستان کې اوسیږي او له هغه ځايه غالۍ صادروي.
انځور: Reuters/M. Ismail
پر پاکستان او بندرونو يې تکیه، او یو پر بل باندې د یاغیانو د بریدونو تور لګول د دې سبب شوي چې پر پولو کنترول زیات شي. تیر کال آن ۴۰ ورځي د تورخم لاره بنده وه. دا هغه څه دي چې افغان سوداګر یې له ستونزو سره مخامخ کړی دي.
انځور: Reuters/M. Ismail
په کابل کې دوکاندار احسان وایي چې اوس هلته ډیر لږ بهرنیان تر سترګو کیږي. په دې دوکان کې پنځوس کاله پخوانۍ غالۍ هم شته. د هغه په خبره پخوا به آن داسي وخت راتلی چې په ورځ کې به يې پنځه غالۍ وپلورلې، خو اوس دا کار ډیر ګران دی، ځکه چې څوک نه ورځي.
رویټرز