1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

زمبابوې هم له افغانستان او بنګله دیش سره په سپتمبر کې لوبیږي

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

د بنګله دیش کریکټ بورډ د افغانستان او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ په سپتمبر میاشت کې د یوې ورځنۍ ټیسټ لوبې او د هغې په تعقیب د زمبابوې په گډون د درو سرو هیوادونو تر منځ د شل اوریزو لوبو نیټې تائید کړي دي.

ICC Cricket World Cup - Bangladesh gegen Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/PA Wire/A. Davy

د کریکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په جولای میاشت کې پر زمبابوې باندې له دې کبله بندیز ولگاوه چې له حکومتي نفوذ څخه يې د سپورت په آزاد ساتلو کې پاتې راغلي دي. په دې ترتیب په څو اړخیزو لوبو کې د زمبابوې ګډون له شک او تردید سره مخامخ وو.

د بنګله دیش کریکټ بورډ ویاند جلال یونس، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ ته اړونده چارواکو خبر راکړی دی چې په دوه اړخیزو لوبو کې پر زمبابوې باندې کوم بندیز نه شته.» زمبابوې د کریکټ د نړیوالې شورا په سیالیو کې ګډون نه شي کولی.

افغانستان هم په دغه درې اړخیز ټورنمنټ کې شامل دی. په اصل کې په پام کې وه چې بنګله دیش له افغانستان سره په سپتمبر میاشت کې دوه اړخیز ټورنامنټ تر سره کړي، خو د بنګله دیشي چارواکو په وینا د زمبابوې په غوښتنه هم دغه هیواد په یادو سیالیو کې شاملیږي.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله د اګست میاشتې پر ۳۰مه نېټه بنګله دیش ته ورسیږي. د سپتمبر له پنځمې نیټې څخه تر نهمې نیټې پورې د افغانستان او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ یوازینۍ ټیسټ لوبه په چټاګنګ، کې تر سره کیږي. افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو وروسته تر اوسه دوې ټیسټ لوبې کړي دي چې لومړۍ لوبه یې پر هند بایللې ده او له آیرلنډ څخه یې خپله دوهمه ټیسټ لوبه ګټلې ده.

د درو واړو هیوادونو تر منځ د شل اوریزو لوبو لړۍ د سپتمبر پر ۱۳مه نیټه پیلیږي چې لومړه لوبه د کوربه هیواد او زمبابوې تر منځ ده. افغانستان به خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د سپتمبر میاشتې پر ۱۴مه نیټه د زمبابوې پر وړاندې وکړي.

همداشان افغانستان به د سپتمبر پر ۱۵مه د بنګله دیش، د سپتمبر پر ۲۰ د زمبابوې او د سپتمبر پر ۲۱مه د بنګله دیش پر وړاندې ولوبیږي. د دغه لړۍ پایلوبه به د دوو غوره لوبډلو ترمنځ د سپتمبر پر ۲۴مه نیټه په پلازمینه ډهاکه کې تر سره شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل