د افغانستان خپلواکي او د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک
ن.ز۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه
په افغانستان کي هرکال د زمري مياشتي ۲۸مه د هيواد د خپلواکي د ورځي په نوم لمانځل کيږي. په دغه ورځ شاه امان الله خان له انگليسانو څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ. د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک.
اعلان
د شاه امان الله خان لنډ ژوند ليک
افغانستان خپله خپلواکي د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کي تر لاسه کړه. شاه امان الله خان په ۱۸۹۲م کال کي په کابل کي وزېږېد، د پلار تر مړيني وروسته د ۱۹۱۹م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه د سلطنت پر تخت کښېناست. د سلطنت مقام ته تر رسېدلو وروسته هغه ژر د افغانستان د سياسي خپلواکۍ غوښتونکو سو. خو انگلستان د شاه دغه غوښتنه نه ومنله، نو هغه وو چي د افغان انگليس دريمه جگړه پيل سوه.
تر لنډ جنگ وروسته انگلېسانو د افغانستان آزادي په رسميت وپيژندله. شاه امان الله خان د ۱۲۹۸م لمريز کال د اسد مياشتي پر ۲۸ نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځي راهيسي دغه ورځ په افغانستان کي لمانځله کيږي.
امان الله خان ولي له سلطنته ليري سو
شاه امان الله خان سلطنت ته په رسېدو سره يو لړ سياسي او ټولنيز اصلاحات پيل کړل چي دا د ځینو قوتونو له مخالفتونو سره مخامخ سول او په هيواد کي يې بغاوتونه را وپارول.
په ۱۹۲۴م کال کي د ملا لنگ په مشرتوب د پکتيا د خلکو بغاوت. په ۱۹۲۸م کال کي د شينوارو بغاوت او تر هغه وروسته د حبيب الله کلکاني بغاوت چي په پايله کي ئې د ۱۹۲۸م کال د جنورۍ مياشتي په لومړيو کي د کابل ښار د امان الله خان له ځواکونو څخه ونيو او شاه امان الله خان دې ته مجبور سو چي کندهار ته ولاړ سي.
که څه هم چي امان الله خان بيا له کندهاره لښکر کشي وکړه او تر کابله پور يې سيمه په خپل کنترول کي راوسته خو توطيه پراخه وه او د ډېرو خلکو د مړيني سبب گرځېده. هغه وو چي امان الله خان له سلطنته لاس واخيست او ايټاليا ته ئې پناه يووړه.
شاه امان الله خان د ۱۹۶۰م کال د اپريل مياشتي پر ۲۶ نېته وفات سو او جنازه ئې جلال آباد ته انتقال سوه او هلته د خپل پلار څنگ ته خاورو ته وسپارل سو.
انځوریز رپوټ: له شاه امان الله څخه تر اشرف غنې پورې د آلمان او افغانستان اړیکي
آلمان او افغانستان ډیر تاریخي اړیکې لري. په دې انځوریز رپوټ کې د شاه امان الله خان څخه نیولې بیا تر ولسمشر اشرف غني پورې له آلماني چارواکو سره د ملاقات او د دغو هیوادنو تاریخي دوستې نندارې ته وړاندی شوې.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
برلین ته د شاه امان الله خان سفر. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان د هغه وخت د آلمان ولسمشر فون هیندنبورگ، په برلین کې شاه امان الله ته هرکلې ووایه. امان الله خان په آلمان کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې شاه امان الله خان له خپلي مېرمني، زوم(سردار محمد حسن خان) او یو لوړ رتبه پلاوي سره د برلین لرتر مرکزي تمځای ته رسیږي. د آلمان د هغه وخت ولسمشر هیندنبورگ او نور چارواکي د هغه هرکلي ته ورغلي دي.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
په دې ځای کې امان الله خان د آلمان له تخنیکي پوهنتون څخه د خپل افتخاري دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته خدای پاماني کوي.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
د افغانستان پخوانې پادشا محمد ظاهر شاه له خپلې میرمنې ملکه حمیرا سره د آلمان د هغه وخت له ولسمشر هاینریس لوبکه او د هغه میرمنې سره د ملاقات پر مهال.
انځور: picture-alliance/dpa
محمد ظاهر شاه په سروبي کې د بریښنا بند د پرانستې پر مهال. دغه بند د آلماني شرکت زیمنس له خوا جوړ شوې دوو.
انځور: picture-alliance/dpa
په افغانستان کې د شاهي نظام تر پاشل کیدو وروسته آلمان او افغانستان چندان ښې اړیکې نه درلودې. په افغانستان کې د جگړی د لمن له پراخیدو سره د دغو دواړو هیوادونو اړیکې د نشت سره برابرې شوې. خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر رڼگیدو وروسته (۲۰۰۱ کال) د افغانستان له پاره لومړنې برخلیک ټاکونکي کنفرانس د آلمان په بن ښار کې جوړ شوې وو.
انځور: Getty Images
دا ځای پترزبورگ نومیږي چې د آلمان په بن ښار کې موقعیت لري. په آلمان کې د افغانستان په اړه کنفرانسونه په همدې ځای کې جوړ شوې دي.
انځور: Getty Images
د ملگرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال فرانسیس وندرل(کیڼ خواته) د بن په کنفرانس کې(۲۰۰۱) د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي سره د خبرو پر مهال.
د بن تر دویم کنفرانس وروسته ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۱۲ کال کې یو وار بیا آلمان ته راغې او په برلین کې یې د آلمان له صدراعظمې انگلا مرکل سره ولیدل. دا وار له افغانستان څخه د آلمان د جنگي سرتیرو د وتلو او له دغه هیواد سره د اوږدمهال مرستو موضوع مطرحه وه.