د افغانستان د اعتماد صندوق د څارني بورد کوم بحثونه وکړل؟
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه«د افغانستان د خلکو د اعتماد صندوق» د نظارت بورد، دوو غړو دویچه ویلي ته وویل چي د دوشنبې په ورځ په سویس کي د هغوی په لومړۍ ناسته کي د داخلي صندوق د تشکیلاتو، سکرتریت، د مشاورینو کمېټې او د تفتیش کمېټې د رامنځته کولو او د دغو پیسو د مصرف او پانگوني په هکله بحث رامنځته او د نظرونو تبادله وسوه.
شاوخوا یو کال مخکي د امریکا ولسمشر، جوبایدن داسي یو فرمان صادر کړ چي په امریکا متحده ایالاتو کي د افغانستان کنگل سوو اوه میلیارډه ډالرو څخه دي د هغه نیمايي برخه، د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ځانگړې سي.
امریکا متحده ایالاتو درې میاشتي مخکي اعلان وکړ چي ۳ اشاریه ۵ میلیارده ډالر به د افغانستان له رکود سره مخامخ اقتصاد د ثبات او له خلکو سره د مرستي له پاره په سویس کي د اعتماد وړ یوه نوي صندوق ته انتقال سي. یو نړیوال هیئت د دغه صندوق د څارني له پاره ټاکل سوی چي تیره ورځ یې خپله لومړۍ غونډه جوړه کړه.
امریکایې محکمې د افغانستان له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړې
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او «د افغانستان د خلکو د اعتماد صندوق» د څارني د بورد یوه غړي، دویچه ویلي ته وویل چي د امریکا د مالیې وزارت لوړ پوړی مرستیال، د سویس ځانگړی استازی او د افغانستان د مرکزي بانک د شورا غړی، ډاکټر شاه محمد محرابي په دغه غونډه کي گډون کړی وو.
احدي زیاته کړه: «په دغه غونډه کي د سکرتریت، د مشاورینو کمېټې د رامنځته کولو او د څارني او شفافیت له پاره د تفتیش کمپنۍ د استخدام په هکله تصمیم ونیول سو.»
د اعتماد صندوق د نظارت د بورد غړي او د افغانستان د مرکزي بانک د شورا غړي شاه محمد محرابي دویچه ویلي ته وویل: «په دغه ناسته کي زه او انورالحق احدي د (بورډ) د رئیسانو په توگه وټاکل سوو او همدارنگه د ۳ اشاریه ۵ میلیاردو ډالرو د لگښت، پانگوني، پالیسۍ او پروسیجر په هکله بحثونه ترسره سول.»
د محرابي په خبره په دغه ناسته کي د اعتماد صندوق پر داخلي تشکیلاتو، د پیسو د په کاراچولو د څرنگوالي، د بانکدارۍ سیستم او همدارنگه د افغان تاجرانو په هکله خبري اتري وسوې. د هغه په خبره «موږ د دغو موضوعگانو په هکله کومي نتیجې ته ونه رسیدو.»
پس له هغه چي طالبان د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي قدرت ته ورسیدل، امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ، تر هغو پوري چي په مرکزي بانک کي »سیاسي مداخله« پای ته ونه رسیږي او د پیسو د پریوللو پرضد د اقداماتو د پام کي نیولو په هکله اطمینان ترلاسه نه سي، هیڅ ډول پیسي به د افغانستان مرکزي بانک ته انتقال نه سي.
د دغه صندوق د جوړولو پر وخت ویل سوي ول چي نوموړي صندوق ته د انتقال سوو پیسو څخه، د برېښنا د لگښت ورکولو، نړیوالو مالي بڼسټونو ته د افغانستان د قرضو د ورکولو او د افغانۍ د چاپولو د لگښت له پاره گټه ورڅخه اخیستل کیږي.
د دغه صندوق د څارني د بورد غړي وايي چي تر اوسه پوري د دغو پیسو د لگښت د څرنگوالي او د په کار اچولو په هکله کومي نتیجې ته نه دي رسیدلي.
محرابي وویل چي پر ۳ اشاریه ۵ میلیارده ډالرو سربیره، نور ۳۶ میلیونه ډالر هم چي د پانگوني له لاري لاس ته راغلي د اعتماد نوموړي صندوق ته اچول سوي دي.
له ۱۵ میاشتو راهیسي چي طالبان واک ته رسیدلي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ په ورځ خراب سوی دی. د نړیوالو بڼسټونو د رپوټونو له مخي د دغه هیواد ۲۰ میلیونه وکړي نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
محرابي په دې باور دی چي دغه ۳ اشاریه ۵ میلیارډه ډالر کیدای سي د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کي مؤثر واقع سي. د هغه په خبره دغه پیسې په اصل کي په افغانستان کي د بیو د ښه والي او پولي ثبات له پاره دي او کولای سي د بیو پر کښته کیدو خپل اغیز واچوي.
د افغانۍ د ارزښت د لوړولو یا حد اقل د ډالر پر وړاندي د هغه د ارزښت ساتلو یوه لار، بازار او خصوصي بانکونو ته د ډالرو عرضه ده. محرابي وویل: «تر اوسه کوم تصمیم نه دی نیول سی چي دغه پیسې دي د افغانستان مرکزي بانک ته انتقال سي او که نه.»
د محرابي په خبره، ترهغه وخته چي پر مرکزي بانک باندي د امریکا متحده ایالاتو څارنه پای ته ونه رسیږي او هغوی خاطر جمع نه سي، واشنگټن به موافقه و نه کړي چي دغه پیسې مرکزي بانک ته واچول سي.
محرابي وړاندیز وکړ چي په امتحاني ډول له دغو پیسو څخه یوه اندازه د افغانستان مرکزي بانک ته واچول سوه او که دغه پیسې د په پام کي نیول سوي انتخاب له پاره ونه کارول سي، د نورو پیسو له ورکولو څخه به ډډه وسي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په نوموړي فرمان کي ویلي وه چي د افغانستان د ۳ اشاریه ۵ میلیارډه کنگل سوې شتمني به د سپتمبر د ۱۱ مي قربانیانو ته ورکول سي. دغه فرمان په پراخه پیمانه تر انتقاد لاندي راغی او په اگست میاشت کي یوه امریکايي قاضي دغه خبره رد کړه. په دې اړه تر اوسه پوري وروستی تصمیم نه دی نیول سوی.
GP/NZ/Dari