د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون اعتبار لږيږي
۱۳۹۲ آذر ۱۹, سهشنبهپه تيرو دوولسو کلونو کي د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د آسيا پاسيفيک هيوادونو په منځ کي د اعتبار له اړخه د «A» په رديف کي قرار لاره.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشري سيما سمر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۰) د بشري حقونو د نړيوالي ورځي په مناسبت غونډه کي وويل: «زموږ پر څو مسالو باندي يې نیوکي کړي دي، په دې کي يوه موضوع د نوي کمېشنرانو مقررول دي. دوهمه مساله د افغان حکومت له خوا د کافي پيسو نه تحويلول دي. او دريمه نيوکه دا ده چي په دغه کمېسيون کي ښځو ته لږ ونډه ورکړل سوې ده.»
د ملي بنسټونو همږغې کوونکي نړيواله کمېټه (ICC) هر پنځه کاله د بشري حقونو د خپلواک کمېسيوه ملي بنسټونه بررسي کوي. دغه کمېټه په خپله بررسي کي تشخيصوي چي ملي کمېسيونونو تر کومي اندازې پوري د پاريس اصولنامه رعايت کړې ده او پر دې اساس باندي د کمېسيون اعتبار ټاکل کيږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۲۰۰۸ کال کي د Paris Principles سیستم له خوا په لومړۍ درجه بندي کي شامل سوی وو.
اغلي سمر وويل چي د کمېسيون د ساتونکو او موټر چلوونکو شمېر ډېر زيات دی او په دغو بستونو کي د ښځو حضور ډېر لږ دی يا اصلاً کار نه کوي.
د پاريس د اصولنامې له مخي د بشري حقونو کمېسيون کمېشنران بايد داسي کسان وي چي د بشري حقونو په برخه کي يې زده کړي کړي وي او په دغه عرصه کي يې ډيري تجربې لرلي وي.
سمر په دې اړه وويل: «د بشري حقونو ملي کمېسيونونه باید د پاريس له اصولنامې سره سم کار وکړي. هغه مقررۍ چي د جمهور رييس له خوا تر سره سوي دي، له بده مرغه چي د پاريس د اصولنامي سره سر نه خوري. ځکه نو کېدای سي چي د «A» درجه له لاسه ورکړو.»
د بشري حقونو په برخه کي د ملګرو ملتونو کمېشنري ناوی پيلي د روان کال د سپتمبر مياشتي په نيمايي کي ويلي ول چي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د اعتبار درجه کيدای سي چي راکښته سي.
ويل سوي دي چي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د اعتبار درجې په راکښته کولو سره به له دغه کمېسيون سره مرستي هم لږ سي.