د افغانستان د سولي له پاره د پاکستان رول
۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبهتيره اونۍ د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن پاکستان په د خپل دوه ورځني سفر پر مهال، د پاکستان له دولت څخه غوښتي ول چي د اورپکو د له منځه وړلو او سولي ته د طالبانو په هڅولو کي کوټلي ګامونه پورته کړي.
په داسي حال کي، چي امريکا غواړي د افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي، دغه هيواد د اورپکو سره د خبرو اترو کوښښونه کوي. کلنټن په خپله په دې خبره اعتراف وکړی، چي د حقاني د شبکې سره د امريکا له لوري اړيکي نيول سوي وې.
هغې پاکستان ته د سفر پر مهال ويلي ول:
« موږ په دې پوهيږو چي پاکستان د مختلفو عاملونو له مخه ددې وړتيا لري، چي پرحقاني شبکې سربيره افغان طالبان دې ته تشويق کړي، تر څو د سولي خبرو ته حاضر سي.»
ښايي د کلنټن دغه تبصره د پاکستان د عامو خلکو په فکر کي ښه انځور شوې وي او په تېزۍ سره دې خبري قانع کړي وي، چي د امريکا په مشرۍ د تروريزم پر ضد د نړيوالي جګړې ميدان ددوی خاوره نه ده.
پاکستان وايي چي د ۲۰۰۱م کال څخه راپدېخوا يې په دغه جګړه کي۴۰۰۰۰تنو ملکي او پوځي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په پاکستان کي د پوځي چارو وتلې څېړونکې عايشه صديقه وايي:
« هغوی (امريکا) د طالبانو سره د خبرو اترو اصول په رسميت پيژندلي. دا تقريباً د نورو سره د خبرو کولو له پاره يوه طبعي شی دی. او دوهمه دا چي نوري کومي لاري پاته دي؟»
خو ستره پوښتنه دا ده، چي په سيمه کي د امريکا او پاکستان گټو ته په کتو سره به، پاکستان د حقاني شبکې په وړاندي خپل نفوذ وکاروي؟
آيا پاکستان به ددغي ډلي په وړاندي، چي په ۸۰مه لسيزه کي د شوروي اتحاد پر ضد يې خپله اساسي سرمايه ګڼل او اوس هم د هغې سره په اړيکو تورنيږي اقدام وکړي؟
کارپوهان په دې اند دي، چي نه، پاکستان اوس يو وار بيا غواړي چي د حقاني شبکې او افغان طالبانو په واسطه چي په هغه هيواد کي مېشت دي په افغانستان کي نفوذ ولري.
خو امريکا اوس دې ته اړتيا لري، چي د دغه اورپکو خوندي ځايونه له منځه يوسي او يا يې خنثي کړي، تر څو دوی وکولای سي، چي د ۲۰۱۴م کال تر پايه د افغانستان څخه خپل ځواکونه را وباسي.
کلنټن د پاکستان د سفر پرمهال دا خبره هم کړې وله، چي د سرحد يوې خوا ته د اورپکو پټځايونه خنثي کول کومه معني نه لري او زياته کړې ده، چي « په حقيقت کي دا خبره روښانه نه ده چي پاکستان څه کول غواړي.»
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي:نجيب الله زيارمل