دغه مستند فلم د هغو نجونو کیسه بیانوي چي هم په دغه سازمان کي زده کړې کوي وايي او هم کار کوي. دغه نجوني په ډیر جرأت او ډاډ سره د کابل په ښار کي سکيټ چلوي، چيري چي په تکرار سره حملې او چاودني تر سره کيږي.
د فیسبوک د کارونکو له ډلي څخه سودابه صمدي لیکي: «موږ پر هغوی باندي ویاړو. زه پر خپلو خویندو باندي فخر کوم او د هغوی د لا ډیرو بریالیتوبونو هیله کوم.»
د ښایسته سعادت لامع، په نوم یوه خبریاله لیکي: «خپلو زړورو نجونو ته مبارکي وایم. دغه شیبه زموږ ټولو افغان نجونو لپاره د افتخار ځای دی. هغوی که څه هم په یوه جنگي ساحه کي د ورځني سخت تریخ واقعیت سره مخامخ دي، خو بیا هم مخ ته ځي.»
یو بل افغان کارونکی یونس پوپلزی، په تویتر کي لیکلي دي: «ډیر زیات تبریک دي وي [...] زه ډیره هیله لرم چي خپل سکيټ بورډ چلونکې ډیر ژر په نړیوالو اتلولیو کي هم ووینم.»
دغه فلم د کارول دیزینگر په دایرکتري او بریتانوي فلم جوړونکې النا آندریچوا، په همکارۍ جوړ سوی دی. دیزینگر د اوسکار جایزې د اخیستلو پر مهال په خپلو خبرو کي د افغان ښځو د ژوندانه مشکلاتو ته اشاره وکړه او ویې وویل:«دغه فلم افغان شجاع ښځو ته زما عاشقانه پیغام دی.»
هغه د سکيټ بورد معلمانو څخه د توصیف تر څنگ ټینگار وکړ، چي «هغوی زړه ورو نجونو ته وروښوول، چي خپل لاسونه پورته کړي او ووايي: «زه دلته یمه او د ویلو لپاره یو څه لرم. غواړمه سکیټ بورډ راواخلم او کوښښ مه کوئ، چي ما له هغه څخه راوگرزوئ.»